د عمران خان په دالو کې شګې دي 

0 717

سره له دې چې ولسمشر غني په ۹۰مه دقیقه کې وتوانېد چې د سولې لوبې ته د افغان حکومت په ګټه بدلون ورکړي او د لنډمهالي حکومت پر اورپکو یخې اوبه ور واړوې، خو لا هم له پاکستان سره پېچلې لوبه پاتې ښکاري. په افغانستان کې دننه اوس د موقت حکومت ډول ته ډېر څوک څڼې نه اړوي او د پلویانو پر وروستۍ هیلو یې په کابل کې زلمي خلیلزاد خاورې ور واړولې او له افغان حکومت او نړیوالو یې وغوښتل چې ټاکنو ته خپل تیاری بشپړ کړي.
خلیلزاد تېره میاشت له طالبانو سره پنځم پړاو خبرو ته تر تلو مخکې داسې څرګندونې کړې وې چې له طالبانو سره یوه جوړجاړي ته د رسېدو په موخه باید حکومت قرباني ورکړي چې د شنونکو په باور موخه یې د موقتې ادارې په چوکاټ کې د طالبانو راضي کول و.
ان ځینو خو د خلیلزاد څرګندونې تر جوزا وړاندې د یوې نوې ادارې را منځ ته کولو ته لار هوارول و بلل چې د همدې ډله کتونکو په باور د ولسمشر محمد اشرف غني له کوټلو ګامونو او دریځ نیونې وروسته امریکایانو ومنله چې د ټاکنو په برخه کې د ښاغلي غني له پلان سره غاړه یوسي. د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن پر ځانګړي استازي د افغان چارواکيو له نیوکو وروسته چې د دواړو هېوادونو تر منځ یې حالات یو څه ټکني کړل، ښکاري چې زلمي خلیلزاد له کابل سره خپل چلند ته بدلون ورکړ. د موقت حکومت او ټاکنو په تړاو د هغه وروستي نظر ځینو ته پر روانو حالاتو د ولسمشر غني د کرار کرار لاس بري کېدو نښه برېښي. تر ښاغلي خلیلزاد وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم لنډمهالي حکومت رد کړ او پر ټاکل شوي وخت یې د ولسمشري د ټاکنو تر سره کېدل مهم وبلل.
خو د ښاغلي اتمر، عطا نور او عمران خان زړونه لا هم لنډمهالي حکومت ته تخنېږي. دوی په راتلونکو څو میاشتو کې له ټاکنو پرته له ارګه د ولسمشر غني د بهر کولو کار ته توجیهات لټوي.
خو په افغانستان کې د موقت حکومت پر را منځ ته کېدو د پاکستان د لومړي وزیر ټینګار ښيي چې اسلام‌اباد ورته یو څه په ګنډه کې منډلي دي. په وروستیو ۲ اوونیو کې پرله‌پسې عمران خان د افغانستان د سولې حل د لنډمهالي حکومت په را تلو پورې وتاړه. که پاکستان د افغانستان د ښمن وي او لومړی وزیر یې په افغانستان کې د نظام بدلون ته دومره بې‌صبره وي؛ نو دا ښيي چې عمران خان په افغانستان کې له را پېښېدونکي وضعيته چې ښاغلی غني یې د ټاکنو کېدل او هم‌مهاله سوله ګڼي وېره لري. د ولسمشر پلویان د ښاغلي غني سیمه‌یز سیاسي او اقتصادي پلانونه د پاکستان لپاره زیان رسونکي بولي او تحلیل یې دا دی چې پاکستانیان د ټاکنو په کولو د هغه ستوری د افغانستان پر اسمان ځلېدونکی ګڼي.
که څه هم چې د پاکستاني مشر دغه ډول سپین‌سترګې څرګندونې په پراخه کچه وغندل شوې او دا د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه وبلل شوه، خو لا هم دی په خپل خره سپور دی او د خپلو پخوانیو مشرانو په څېر د خپل سټراټېژیک پلان لپاره کار کوی. سره له دې چې د پاکستان په دننه کې هم یو شمېر سیاستوالو لکه بلاول بهوټو، محمود خان اڅکزي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشرانو د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ ویناوې د افغانستان په کورنیو مسالو کې د هغه هېواد سپېره لاسوهنه بولي، خو ښکاري چې د عمران خان حکومت کښل شوي پلان ته کار پراخ کړی دی.
خو که له مثبتو عینکو ورته وکتل شي؛ نو د عمران دې کور له دالو ډک شي چې په خپلو وروستیو ویناوو سره یې افغانان د پاکستان په شوم پلان لا ښه خبر او ځوان افغان نسل ته یې د خپل او پردي توره څېره ښه ور وښوده. که د موقت حکومت سندره عمران خان نه وای زمزمه کړې، کیدای شي څو د ګوتو په شمار افغانان به په دې پوهېدل چې د ټاکنو پر ځای د لنډمهالې ادارې را منځ ته کېدو پلان چېرته کښل شوی او چېرته یې څه ډول عملې کوي؟. ځینې خو فکر کوي چې پاکستاني لومړي وزیر په افغانستان خپلو همغږيو ته داسې پس لغت ورکړی چې د لاس او پښو پر ځای یې خوله ورسره ماته شوه. ورسره سم چې څومره عمران خان دې ډول ته ډانګونه ور اچوي په هماغه اندازه د ولسمشر غني دریځ ور سره پیاوړی کېږي او د لنډمهالي حکومت په بهرنۍ ډرامه د افغانانو باور پای ته رسېږي.
سره له دې چې یو شمېر کسان د طالبانو د پخلا کېدو لپاره د عمران خان خبره ښه ګڼي او فکر کوي چې افغانستان ورسره د سولې خاوند کېدای شي، خو په وروستیو څلوېښتو کلونو کې د پاکستان پلان شوی خیر تل افغانستان ته په شر اوښتی دی. افغانستان ته اوس د پاکستاني لومړي وزیر پر څرګندونو د غبرګون لپاره پېچلی او سخت تصمیم په مخ کې پروت دی چې یا به اړیکې ورسره ځنډوي او یا به پرې غوږونه کڼوي چې دواړه اړخه ورته اسانه نه برېښي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply