د امنیتي او دفاعي ځواکونو بېساری ملاتړ

0 490

اېمل پیاوړی_

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیواد ویاړونه او ملي پانګه دي او د دوی په اړه ملي اجماع موجوده ده. ټول ولس د خپلو سرتېرو تر څنګ ټینګ ملاتړي دي او هیچاته هم د دې اجازه نه ورکوي چې زموږ د ویاړلو ځواکونو پر وړاندې کوم کوچنی او ناسم چلند وکړي، ځکه کله چې ملا عباس ستانکزي د ملي اردو د منحلولو خبره وکړه، نو د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ولسونو داسې توند غبرګون وښود چې په پایله کې یې ملا عباس د مسکو غونډه کې خپلې خبرې بېرته اصلاح کړې او وې ویل، چې د دغه موخه د اردو منحلېدل نه و، بلکې خبرې یې ناسمې تعبیر شوې دي.

همدارنګه د ولسي جرګې استازې پروین درانۍ چې د هوایي ډګر پر واټ په عامې روغتیا څلور لاره کې د پولیس افسر سره توند او سپک چلند وکړ، نو یو ځل بیا ټولو خلکو په سوشل میډیا کې د هغې پر وړاندې توند غبرګون وښود او اغلې درانۍ یې د دغه چلند له امله سخته وغندله.

دغو دوو جلا پېښو او بېلګو ته په کتو داسې معلومېږي چې افغانان تر بل هر وخت هوښیار او بیدار شوي دي او دوی د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړ کوي او باید وې کړي، ځکه چې همدا ځواکونه دي چې د افغانستان د دفاع، بقا او زموږ د هوساینې، امنیت او سوکالۍ لپاره شپه او ورځ د دښمن پر وړاندې مبارزه کوي.

د افغانستان ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې سپېڅلې دندې د ترسره کولو پرمهال د هیڅ ډول تهدید او خطر پروا نه لري او تر هر څه وړاندې د هیواد او هیوادوالو د ژغورنې په موخه خپل ځانونه دښمن ته سپر کړي. هغوی ځپي، له منځه یې وړي، مګر خپلو خلکو او هیواد ته سوله او امنیت راوړي. ولس د دوی د مبارزو، سرښندنو او قربانیو منندوی دی او په هره سخته کې به د دوی ترڅنګ ولاړ وي.

د ولس اجماع او غوښتنه داده چې اغلې پروین درانۍ باید د خپل دغه سپک او توند چلند له امله چې د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو پولیسو د افسر پر وړاندې یې کړی، باید محاکمه شي، مجازات شي او د خپل دغه ناوړه عمل سزا وګالي، ترڅو له یوې خوا د امنیتي او دفاعي ځواکونو حیثیت او حرمت پرځای شي او له بل لوري هیڅوک د دې جرئت ونه کړي چې په راتلونکي کې زموږ د ویاړلو او اتلو ځواکونو پر وړاندې دغه ډول ګستاخۍ ته زړه ښه کړي، هغوی ته سپکې سپورې ووایي او یا لاس ورباندې پورته کړي.

پر افغان سرتېري لاس پورته کول په حقیقت کې د افغانستان پر وقار، عزت او حیثیت لاس پورته کول دي، ځکه دوی زموږ دوقار لپاره جنګېږي او مبارزه کوي. د دوی ساتنه، پالنه، ننګ او ملاتړ زموږ ټولو ملي او اخلاقي دنده او مسوولیت دی او هر څوک چې په دې برخه کې غفلت او بې پروایي کوي، نو د خدای، هیواد او ولس پر وړاندې به یې غاړې بندې وي. موږ غواړو چې پروین درانۍ باید له افغان سرتېري هم بښنه وغواړي، هم د هغه د حیثیت اعاده وکړي او هم د قانون پر وړاندې باید ځواب ووایي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply