د دیموکراسي شرایط / مینه منګل

0 629
لیکواله مینه منګل چې نور زموږ په منځ کې نشته او دا یې په دعوت میډیا کې وروستۍ لیکنه ده. روح یې ښاد
تعریفونه ولري اما ‌‌‌‌‌‌ډېری افغانان له دې نوم څخه غلط  مفهوم اخلي ، دوی دموکراسي مطلقې آزادۍ ته وايي هغه آزادي ته دا نوم منسوب کوي چې پکې خلک هر څه کوي د ښځو آزادي، او داسې نور مسایل ، حتی په ‌‌‌‌‌‌ډېرو مجلسونو کې مې اورېدلي چې کله زموږ ځيني مشران له چوکاټه لرې آزادي ویني نو سم د لاسه ووايي دا ټوله دموکراسي ده.
‎ په اصل کې دموکراسي دېته نه وايي.
‎دموکراسي درې اصلي شرایط لري که چېرې دا درې شرایط په ټولنه کې تطبیق نشي دموکراسي اصلآ معنا نه لري.
‎د دموکراسي شرایط.
‎لومړی_ ټولنیزه برابري.
‎دوهمه _ اقتصادي برابري.
‎دریمه_ سیاسي مشارکت
‎ټولنیزه برابري په دې معنا چې هېڅ فرد د بل څخه لوړوالی ونلري یعنې څنګه چې زموږ د اساسي قانون په  شپږمه ماده کې راغلي ،  دولت د ټولنيز عدالت، د انساني كرامت په ساتلو، د بشرى حقوقو په ملاتړ، د ولسواكۍ په تحقق، د ملي وحدت په تامين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ په برابرۍ او د هېواد په ټولو برخو كې د متوازنې پراختيا پر بنسټ د يوې هوسا، او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى.
‎یعنې دلته باید د قوم، ژبې او نژاد خبره اصلآ مطرح نه وي.
‎د دموکراسۍ دوهم شرط اقتصادي برابري ده ، هدف دا چې دولتونه مکلف دي چې د هېواد د وګړو د پاره حد اقل اقتصادي برابري په نظر کې ونیسي یعنې چې هر افغان باید دنده او یو مناسب معاش ولري ترڅو خپل ورځينۍ چارې پرمخ یوسي مګر موږ وینو په افغانستان کې دوه رقمه اشخاص ژوند کوي یو هغه چې د افغانستان او نړۍ بانکونه یې له پيسو ‌‌‌‌‌‌ډک دي اما هېڅ خیر یې ټولنې ته نه رسېږي ، اما غریبه طبقه خلک مو ګورو چې اقتصاد یې ‌‌‌‌‌‌ډېر خراب دی کار ورته نه پيدا کېږي ماشومان یې زده کړې نشي کولی نو دوی د ژوند له هر نعمت څخه بې برخې پاتې کېږي.
‎د دموکراسې دریم شرط دا دی چې ولس ته باید سیاست کې د برابر مشارکت ون‌‌‌‌‌‌ډه ورکړلی شي.
‎ولس حق لري چې په ټاکنو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړي بدون د قید او شرط څخه ولس ته باید په هر لحاظ ددې زمینه برابره وي چې بدون د هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډار او فشار څخه د خپلې رایې د لارې راتلونکی ولسمشر او د ملي شورا استازي وټاکي.
‎موږ په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا تجربه کړه چې دا درې اصله د دموکراسي په افغانستان کې ندي پلي شوي که چېرې زموږ په ټولنه کې دا درې اصله په رښتیني معنا برابره شي باور لرمه چې دا ستونزې به ‌‌‌‌‌‌ډېرې زر له منځه لاړ شي په حکومتولۍ کې د دموکراسي دا درې اصله ‌‌‌‌‌پلي کیدلی شي اما شرط دا چې د حکومت په رآس کې رښتیني کسان واوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply