د جرګې تحریم، خو د څه لپاره؟

0 520

محمد بشیر یوسفزوی ـ

څو میاشتې وړاندې ټولو سیاسیونو چیغې وهلې چې ولسمشر غني د سولې پروسه په خپل انحصار کې اخیستې او په دې اړه له ولس سره سلا مشوره نه کېږي او باید لویه جرګه راوغواړي. د ولس نظر او مشوره واخلي او په هغه رڼا کې د سولې پروسه مخته یووړل شي. دغه نیوکې چې زیاتې شوې، نو د تېر کال په کب میاشت کې ولسمشر غني په سلام خانې ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال د سولې عالي شورا د درالانشا رئیس محمد عمر داوودزي ته د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو لارښوونه وکړه.

له همغې ورځې د یادې جرګې لپاره تدابیر ونیول شول او لا هم د یادې جرګې د مدیریت او ښه ترسره کېدو لپاره هڅې ادامه لري، جرګې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، مګر په دې وروستیو کې همغو سیاسیونو پرون راهیسې د سولې مشورتي لویې جرګې کې د نه ګډون په اړه اعلامیې ورکوي. دوی وایي چې د جرګې اجنډا نه ده معلومه له دوی سره مشورې نه دي شوي او دا جرګه د کمپاین بڼه لري. د دوی دا او دېته ورته نورې ټول دلایل بې اساسه دي.

که چېرې د جرګې اړتیا نه وه، نو هغه مهال یې ولې ټول ټینګار په جرګه او له ولس سره په مشوره و. د جرګې اجنډا مخکې له مخکې نه تعینېږي. کله چې د جرګې استازي راشي، جرګه دایره شي، نو د داخلي طرزالعمل په اساس لومړی خپل رئیس، مرستیال، منشیان او نور کسان ټاکي، بیا اجنډا ټاکي او نوی منتخب مشر د جرګې د اجنډا مطابق جرګه مخته بیایي او مدیریت کوي، نو لا چې د جرګې استازي نه دي انتخاب شوي، لا جرګه جوړه نه ده، لا یې منتخب رئیس نه دی معلوم، نو د جرګې اجنډا څوک او ولې مخکې له مخکې تعین کړي؟ که حکومت دا کار چې د دوی مسوولیت نه دی وکړي، بیا به ټول دا نیوکه کوي چې دا جرګه فرمایشي ده او اجنډا یې هم مخکې له مخکې ورته تعین شوې ده.

لنډه دا چې دا سیاسیون غواړي چې په دې ډول په حکومت فشار زیات کړي، د سولې برابر شوی فرصت ضایع کړي، حکومت دې ته مجبوره کړي چې دوی ته مقامونه او یا هم باج ورکړي، مګر دا ولسمشر غني دی. که ولسمشر کرزی وای حتماً به یې څوکۍ، مقامونه او امتیاز ورکړی وای، مګر ولسمشر غني اول هیڅ ډول فشار ته نه تسلیمېږي. دویم هیچاته امتیاز او مقام نه ورکوي، ځکه هغه وایي چې دا هر څه د ملت امانت دی او د ملت په امانت له چا سره معامله نشي کولی. له همدې امله په تېرو څلور نیمو کالو کې افغان سیاسیونو په یوه او بل نوم او پلمه په حکومت بېلابېل فشارونه وارد کړل، مګر ولسمشر غني یې ځکه پروا ونه لري، هغه پوهېږي چې ولس له ده سره دی. هغه د ولس په ملاتړ ډاډه دی.

که چېرې افغان سیاسیون خپل پرېکون هم اعلان کړي، نو بیا به هم جرګه ترسره کېږي، ځکه د دې جرګې موخه د افغان سولې تامین دی او سوله چې زموږ د ولس تر ټولو لویه هیله ده نو ولس به په دې اړه خپلې سلا مشورې او وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړي. په دغه جرګه کې د هغو سیاسیونو ګډون او نه ګډون چې له جرګې سره یې پرېکون اعلان کړی دی هیڅ تاثیر نشي لرلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply