دا وطن نه ماتېږي /  محمد بشیر یوسفزوی

0 735

د افغانستان څو زره کلن تاریخ ته چې ځیر شو، نو دا وطن له ډېرو سختو تاړاکونو راوتلی او تر دې حده را رسېدلی دی او په دې کې نهایت زیات رول زموږ د وروڼو قومونو د وحدت او زموږ د ځواکونو او ځوانانو د شجات، اتلولیو او سرښندنو دی چې هیڅ زبرځواک ته یې سر نه دی ټیټ کړی او حتی پر وړاندې یې په مېړانه جنګېدلي دي.

له تېرو شلو کالو راهیسې موږ ګورو چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول قوت او زړورتیا د بین المللي تروریستي ډلو او ګروپونو پر وړاندې په شحاعت جنګېږي او په خپلو اتلولیو یې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او د نړۍ د هیوادونو، دولتونو ملتونو دفاع کړې.

پر موږ چې هره بلا را نازله شوې، هر تاړاک راغلی او هر یرغلګر راباندې برید کړی، نو زموږ مقاومت او دفاع نه یوازې زموږ، بلکې د سیمې او ګاونډ د دفاع لامل شوې. همدا نن سبا تاسو وینئ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نه یوازې د خپل هیواد او خلکو بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او دفاع لپاره په مېړانه جنګېږي.

که څه هم زموږ مېړنیو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هېواد د امنیت د مسوولیت د ورسپارلو پرمهال کورني او بهرني مبصرین په دې نظر وو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو او وسله والو ډلو پر وړاندې د هېواد د دفاع او مقاومت توان نه لري او له همدې امله د دوی وړاندوینه دا وه چې په شپږ میاشتو کې به نظام سقوط وکړي او امنیتي او دفاعي ځواکونه به له داخل څخه وپاشل شي. دوی له دې امله دا خبره کوله چې هغه مهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې پراخ فساد وو، د مجازاتو او مکافاتو فرهنګ وجود نه درلود، په میاشتو میاشتو چا د دوی احوال نه اخیسته، نه کومه روحیه او انګېزه ورکول کېده، مګر ولسمشر غني واک ته له رسېدو وروسته امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ځانګړې پاملرنې له برکته هم د مبصرینو وړاندوینې غلطې ثابتې کړې او هم یې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دا روحیه ورکړه چې دوی قومي حامي او غمخور لري او د هیواد اعلی سرقومندان یې تل او په هر حالت کې هم احوال اخلي او هم یې غږ اوري.

د دغو مبصرینو دغه وړ تبصرو او وړاندوینو ځینې خلک ووېرول او له همدې امله د هېواد پرېښودلو ته اړ شول، په سختو او مرګونو لارو اروپا او نورو هېوادونو ته لاړل او ځینو چې په افغانستان کې پانګې او کاروبار درلود، نو خپل کارونه یې ودرول، مګر د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورو او اتلو سرتېرو د خپل ژوند او ځان په بیه نه یوازې د سپر په توګه د دښمن پر وړاندې ودرېدل، بلکې هغوی یې مات کړل او په شا یې وتمبول، ځکه دوی د هېواد په راتلونکي باور درلود او له خپل ولس سره یې ژمنه درلوده او دغه ژمنه یې تر بل هر چا په ښه توګه پوره کړه او لا یې هم پوره کوي او تر هغو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه موجود وي، نو دا وطن نه ماتېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply