د افغانستان او سیمې لپاره د ولسمشر غني ګټورې برنامې

0 963

محمد بشیر یوسفزوی_

له نورو سره د ولسمشر غني عمده توپیر دا هم دی چې نوموړی د افغانستان د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال لپاره ارزښتناکې برنامې او پروګرامونه لري. هغه غواړي خپلې دغه موخې هممهاله داسې تعقیب کړي چې یوه د بلې لپاره ممد واقع شي.

ولسمشر غني د افغانستان د موقعیت ارزښت نه یوازې په خپله درک کړی، بلکې سیمه او نړۍ یې هم دېته هڅولې چې دغه ارزښت باید درک کړي، ځکه موږ له جنوبي اسیا څخه مرکزي آسیا ته د انرژۍ د لیږد لپاره د کار په درشل کې یوو. موږ د سیمې څلور لاره یوو. موږ د انرژۍ د لېږد په ګډون د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو لپاره د عطف مرکز یوو.

ولسمشر غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور ته هم د اوږدمهاله اقتصادي سرچینې په سترګه ګوري. نوموړي باکو ته په خپل وروستي سفر کې له آذربایجان سره د اطلاعاتو او معلوماتي ټکنالوژۍ هوکړه لاسلیک کړه چې په پایله کې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخابراتو او د سایبري امنیت په برخه کې ګډ ګامونه اخیستل کېږي.

د چابهار  بندر پرانېسته چې د ولسمشر غني له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه ده ، بحر ته د لار لرلو له پلوه نه یوازې موږ د پاکستان له احتیاجه بېغمه کوي، بلکې چابهار زموږ لپاره ارزانه، اسانه او بې جنجاله لاره ده.چې په پایله کې یې پر پاکستان د اکتفاء کچې د راټیټولو ترڅنګ له هند او خلیجي هېوادونو سره د سوداګرۍ لاره پرانستل شوه. متحده ایالتونو تېر کال پر چابهار بندر د سوداګرۍ بندیز لګېدلی وو. خو له هند سره په ګډه د غني د ډیپلوماسۍ په پایله کې دغه ستونزه هواره شوه.

بل لورته  بیجینګ له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې لري. له دوی سره د سوداګریزو اړیکو کلنۍ کچه ۹۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې. همدا سږ کال د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان ټول جلغوزي چین ته صادر شول، دغو صادراتو درې عمده ګټې لرلې، لومړی دا چې افغانستان له دې لارې زیاته ګټه ترلاسه کړه، دویم دا چې دغه ګټه مستقیماً د جلغوزیو تولیدونکو ته ورسېده او دریم دا چې پاکستان ته د تېر په څېر د جلغوزیو د قاچاق مخه ونیول شوه او جلغوزي سږکال د افغانستان په نوم چین ته صادر شول.

 آسیا پر اقتصادي وچه د بدلېدو په حال کې ده او افغانستان ددغې وچې د مرکزي څلورلارې په څېر دی. له همدې امله د هند او چین په څېر ځواکمن اقتصادي لوبغاړي له افغانستان سره د سوداګرۍ لېوالتیا لري. د غني دغه آجنډا باید دوام وکړي. د زبرځواکونو لپاره د جګړې ډګر په تدریجي ډول د اقتصادي اړیکو پر مرکز بدلیږي او افغانستان په دغه برخه کې د اقتصادي ودې او د همکاریو د پراختیا په مرکز بدلیږي. د غني تګلاره د نړېوالې ټولنې په ګټه ده. له کلونو راهیسې غربي مرسته کوونکو د پانګونې په لنډ مهاله پروژو اتکاء درلوده. دوی اوس فرصت لري چې د تلپاتې سولې، اقتصادي پراختیا او د سیمه ییز ثبات په برخه کې له ولسمشر غني سره د سیمه ییز اتصال په ډګر کې مرسته وکړي. د ولسمشر غني اقتصادي برنامې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې د ثبات، امنیت او اقتصاد لپاره هم ګټورې دي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply