که غواړئ شتمن شی؛ فرصتونه له لاسه مه ورکوئ

0 1,105

ژباړه: حمیدالله حمیدي

جېمي مک اینټایر په خپل کتاب (څه مې چې خوښ وو په ښوونځي کې مې زده کول)، کې هغو لارو چارو ته اشاره کړې ده، چې په وسیله یې په اسانۍ سره یو څوک شتمن کېږي. په کتاب کې د پیسو ګټلو ډېرې اسانه لارې ښودل شوې دي، چې ټول څپرکي یې په یوه لیکنه کې ځایول ناممکن دي، خو له ځینو ځانګړو تګلارو څخه یې دلته یادونه کوو.

مک اینټایر د دې تګلارو پر مټ خپل ۱۵۰ زره ډالره پور خلاص کړی، میلیونونه ډالره یې تر لاسه کړي او اوس یې ژوند له خوښې سره برابر پر مخ ځي. د دې لیکنې له لوستلو وروسته پوهېږی چې بریالي او ناکام مدیران څوک دي، بریا څه ډول تر لاسه کولی شي او له ماتې خوړلو وروسته څه ډول را پورته کېدای شي. دا به هم زده کړی چې د پیسو ګټلو په لار کې مو کوم خنډونه پراته دي، چې له مخې يې لرې کړی.

مک اینټایر وايي، کارنده مدیران د دې لپاره چې بریا، شتمنۍ او ارامۍ ته ورسېږي، ځینې خاص فعاليتونه کوي. د څېړنو له مخې هغه کسان چې اوس شتمن دي او هغه چې په یوه ګوله ډوډوۍ پسې ټوله ورځ سرګردانه وي، د پیسو ګټلو په اړه بېلابېل ذهنیتونه لري. دا چاره موږ ته ځینې رازونه په ګوته کوي. زموږ اقتصادي بریا تر ډېره په هغو باورونو پورې تړلې ده، چې موږ یې د پیسو په اړه لرو. که مو د پیسو په اړه خپل باورونه محدود وساتل، هغه ده چې ټول عمر به مو په دې کې تېر شي، چې د زرو افغانیو ګټل نو ولا لویه خبره ده او که همدغه زر افغانۍ وګټو، بیا د یوې اونۍ لپاره د نورو پیسو د ګټلو هڅه نه کوو. همدا باورونه د دې لامل کېږي چې د مالي ازادۍ لوړې څوکې ته له رسېدو پاتې شو.

هغه کسان چې د لوړ مالي هوښ څښتنان دي، د خپلو مالي برخو لپاره جامع عملیاتي طرحې لري او د عملي کولو لپاره یې ورځني پروګرامونه په پام کې نیولي وي.

لومړنۍ هڅه یې دا وي چې لږ تر لږه خپل لس سلنه عواید سپما کړي. دوی په دې پیسو یا پانګونه کوي او یا یې په مناسب وخت کې پر يو اړين کار لګوي.

هغه کسان چې له لوړ مالي هوښ څخه برخمن دي، پوهېږي چې قرض ډېر دروند بار دی او په راتلونکي کې یې د پانګې پر کچه بده اغېزه کوي. دوی په دې هڅه کې وي چې خپل پورونه وروستۍ کچې ته را ټیټ کړي. له دې سره سره که قرض کولو ته هم اړ شي، داسې ګام پورته کوي چې په ګټه یې تمام شي او د پور خلاصولو سره سره یې ګټه هم کړې وي، نه داسې چې پور کړې پیسې په خپله خېټه واچوي.

مالي موخې له عملیاتي طرحو سره بېخي نږدې اړیکې لري. هوښیار خلک خپلې موخې په دوو برخو وېشي: اوږدمهالې موخې او لنډمهالې موخې. دغه څه د دې لامل کېږي چې ټول فکر او تمرکز یې پر هغه څه وي، چې د موخو په کتابچه کې یې لیکلې وي.

هوښیار خلک له هرې افغانۍ سره چې مصرفوي یې په دقت عمل کوي. بریالي مالي مدیران د واړه لګښت له پایلو هم ځان خبروي. دوی پوهېږي چې همدا واړه لګښتونه يې کومې پایلې لري. دوی د راتلونکې په اړه عجیبه وړاندوينه لري. دغه څه له دوی سره مرسته کوي چې د پیسو په مصرفولو يا نه مصرفولو کې سمه پرېکړه وکړي. که پوه شي چې يوه پرېکړه ورته په راتلونکې کې کومه ګټه نه رسوي، بلکې پر زیان یې تمامېږي، هېڅکله یې د عملي کولو اقدام هم نه کوي.

هغه کسان چې له لوړې مالي ځیرکتیا څخه برخمن دي، ځانونه ورته پروفیسران نه ښکاري او هر وخت له هغو کسانو سره چې بریالۍ مالي مخینه لري، سلا او مشورې کوي.

د دې لپاره چې د پیسو په مدیریت کې بریالي شي، د هغو کسانو عادتونه، کړنې او ځانګړنې خپلوي او په اړه یې څېړنه کوي چې له هغه وړاندې یې پر دغه لار قدمونه اېښي دي. همدا لامل دی چې کوچني مالي مدیران له لویو هغو سره ملګرتیا کوي او غواړي د ځان لپاره یې مخ بېلګه وګرځوي.

بریالي مدیران هېڅکله هم د پیسو تر لاسه کولو د نویو لارو چارو زده کول، د پانګونې په اړه معلومات، د ونډو بیې او نور اړوند خبرونه او معلومات له لاسه نه ورکوي. هڅه یې دا وي چې په دې برخه کې نوي شیان زده کړي او له ټولو نویو اقتصادي خبرونو ځان خبروي. بریالي مدیران د ژوند له هرې ګړۍ څخه د زده کړو لپاره ګټه اخلي. که پام ورته وکړی، په موټر کې د راډیو له لارې اقتصادي خپرونې اوري، د اقتصاد او پیسو لاسته راوړلو په اړه کتابونه لولي، په ورځپاڼو کې یوازې په اقتصادي خبرونو پسې ګرځي او په ټوله کې د پیسو لاسته راوړل او لارې چارې یې ورته په یوه عادت بدل شوې وي. همدا عادتونه دي چې په خپلو چارو کې بریالي هم دي.

ناکام مالي مدیران بيا پورتنۍ ځانګړنې نه لري، بلکې د پورته ذکر شویو مواردو برعکس عمل کوي، چې دلته يې په اړه له بحث کولو ډډه کوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply