څنګه ماشومانو ته درناوی زده کړو

حمیدالله حمیدي

1,541

احترام کول یوه جذابه او حیرانوونکې پدیده ده، چې اکتسابي خاصیت لري، چې د ژوند په اوږدو کې باید زده کړای شي. د درناوي کولو یو اصل دا دی، چې که یو څوک غواړي، چې درناوی ورته وشي نو لومړی باید په خپله نورو ته احترام وکړي. که د اوسنۍ زمانې نوي نسل ته وکتل شي په نړۍ کې تر ټولو بې احترام نسل بلل کېږي. مخکې له دې چې اوسني ځوانان ورټل شي، لومړی باید خپل سر پر ګرېوانه کړو، چې موږ د احترام کولو په برخه کې له خپلو اولادونو، خویندو او وروڼو سره څه کړي دي.

نن سبا تر ټولو لویه ستونزه دا ده، چې مور او پلار خپلو اولادونو ته درناوی نه کوي. خو دا خبره پر دې دلالت نه کوي، چې تاسو مناسب مور او پلار نه یئ، خو غواړم، چې دې برخې ته پاملرنه او فکر وکړئ، چې له خپلو اولادونو سره مو چال چلند ته پام وکړئ.

د درناوي زده کول تر ټولو مهم اواړین ټکی دی، چې مور او پلار په دې برخه کې باید له خپلو ماشومانو سره پوره مرسته وکړي، داسې نه چې ورزده کړئ نور ته باید څه ډول احترام وکړای شي، بلکې خپله دوی ته بایداحترام وشي، تر څو پوه شي، چې احترام یعنې څه؟

د احترام او اطاعت ترمنځ مو تو پیر له یاده مه باسئ، که کوم کس ته په کور کې درناوی نه کېږي هغه هېڅ کله هم په بېرون کې نورو ته درناوی نه کوي.

۱- د کوچنیانو خبرو ته غوږ کېږدئ تر څو هغوی هم ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي.

کله مو، چې ماشومان خبرې کوي خبرو ته یې په غور سره غوږ نیسئ اوکه په نورو کارونو مصروف وي؟

په یوه وخت کې د څو کارونو تر سره کول ښه خبره ده، خو د ماشومانو خبرو ته غوږ کېښودل تر ټولو اړین دي. هغوی، چې څه هم وایي تاسو ته باید د قدر وړ وي او درناوی یې وکړئ. هر کار کولای شئ، چې د یو څو دقیقو لپاره یې پرېږدئ، خو د ماشوم خبرو ته مو په پوره دقت سره غوږ شئ.

کله مو چې ماشوم خبرې کوي، مخامخ یې سترګو ته ګورئ

له ځانه وپوښتئ څو ځله به مو نورو ته ویلي وي، چې خبرې درته کوم ماته ګوره اوس له ځانه پوښتنه وکړئ، کله مو چې ماشوم خبرې کوي ایا هغوی ته ګورئ او که نه؟

له ماشوم سره مو داسې چلند وکړئ، چې فکر وکړي زه ورته د درناوي وړ یم او پلار یا مور مې زما خبرو ته درناوی کوي او زما د خبرو د درناوي په خاطر یې غوږ راته نیولی دی.

که مو دغه څه تر سره کړل، پوه شئ، چې ماشوم به ستاسو او نور خلکو په حق کې هم دغه ډول عمل کوي.

۲- رېښتینولي تر ټولو ښه سیاست دی.

ستاسو په اند یو دروغجن انسان د درناوي وړ دی؟ او یا دا چې تاسو کله هغه چاته دروغ وېلي، چې ستاسو د درناوي وړ وي؟

که کله در څخه کومه تېر وتنه کېږي بښنه وغواړئ په تېره بیا دغه څه د خپلو ماشومانو په مخ کې وکړئ تر څو هغوی هم بښنه غوښتل زده کړي. ځکه ماشوم په دې سره پر خپل نفس اعتماد پیدا کوي او له ځانه سره فکر کوي، چې دا دی زما پلار او یا مور، چې تر ما لوی دي هم تېروتنه کوي، او د تېروتنې جبران په بښنې غوښتلو سره کېږي.
۳- هڅه وکړئ د خپلو ماشومانو په مثبتو ټکو تمرکز وکړئ، که خدای مه کړه ماشوم مو کله هم تېروتنه کوي، مه یې رټئ او بد رد مه ورته وایئ، ځکه دغه یې حل لاره نه ده.

له ماشوم سره د شوخۍ لپاره مناسب وخت وټاکئ، هسې نه چې ماشوم مو تېر وتنه وکړي تاسو پرې غوسه شئ او له هغې ورسته، چې غواړئ بېرته یې پخلا کړئ ور سره لوبې پیلوئ. د خپلو ماشومانو ستاینه مو وکړئ، خو پام مو وي، چې په دې برخه کې زیاتی در څخه ونه شي او هسې نه چې دروغ درنه ونه ویل شي. که غواړئ، چې په ماشومانو کې مو مثبت بدلون را ولئ پر مثبتو ټکو یې تمرکز وکړئ، ځکه څومره مو چې د ماشوم ښې کړنې ستایئ په هماغه ډول نور هم هڅېږي.

۴- له نورو سره داسې چلند وکړئ، چې غواړئ له تاسو سره وشي.

په کورنۍ کې د ماشومانو لپاره یو ډول محدویتونه او سرې کرښې وټاکئ تر څو ستاسو شخصي حریم ته داخل نه شي، خو پام مو وي، چې د دوی په حق کې هم دغه ډول څه تر سره کړئ.

د ماشوم کوټې ته له ورتلو مخکې دروازه وټکوئ او بې اجازې مه ورځئ. کله چې د ماشوم کوټې ته ورځئ هڅه وکړئ، چې د هغوی د لوبو پر وسایلو او نور څه لاس ونه وهئ.

۵- فردي ارزښت= درناوی

ستاسو ماشوم باید په دې پوه شي، چې د یوه انسان په توګه د ارزښت وړ دی او د نور په څېر باید ورته درناوی وشي. دغه څه ماشوم ته ورته زده کوي، چې که په لومړي سر کې د خپل ځان احترام ونه کړي، نو د نور درناوی هم نه شي کولای.

۶- په تکراري ډول موماشومانوته و وایئ« مینه در سره لرم»

دغه ډول عبارت ورته وکاروئ« اولادونه مې پوهېږي، چې زه ور سره څومره مینه لرو» او تاسو هم باید په دې پوه شئ، چې کله هم بې له کوم دلیل خپل اولاد په غېږ کې ونیسئ او ښکل یې کړئ، څومره د خوښۍ احساس کوي.

هېڅ کله هم له دې خبرې نه، چې له خپلو اولادنو سره مینه لرم مه ډارېږئ او د دوی په مخ کې یې په جرآت سره کوئ، ځکه دوی د دې خبرې په اورېدلو سره انرژي اخلي او د قوت احساس کوي.

درناوی په اصل کې یو لید دی. درناوی کول او له درناوي ډک رفتار له ماشوم سره مرسته کوي، چې په خپل ژوند کې بریالی وي. که څوک خپلو مشرانو، میندو او پلرونه ته په درناوي قایل نه وي، هېڅ کله هم په ژوند کې پرمختګ نه شي کولای. یو با ادبه ماشوم تل د خپلې کورنۍ له غړو سره په سم ډول چلند کوي او د خپلو همزولو په منځ کې هم په ښه نوم یادېږي.

په ښووني او مدرسو کې هم ماشوم ته ور زده کېږي، چې څه ډول د خپل ځان او نورو درناوی وکړي، خو د مور او پلار خبرې په زیاته کچه له ماشوم سره مرسته کوي، چې درناوی زده کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.