عبدالله بیا د نظام پښو ته تبر ونیو

0 904

عبدالله بیا د نظام پښو ته تبر ونیو سرخط ورځپاڼه ډاکټر عبدالله له تېرو پنځو کلونو راهیسې سیسټماتیک د نظام په پښو هغه مهال د تېره تبر وارونه کوي چې له ستونزو او ننګونو سره مخامخ شي. په لویه جرګې کې د عبدالله او اتمر د ډلګیو نه ګډون ډېر مهم نه دی، ځکه چې جرګه د افغانستان د خلکو ده، خو د اجراییه مشر دغه خوځښت د طالبانو دریځ ته ورته دی چې له لویه سره جرګه فرمایشي ګڼي او د افغانستان د بېلابېلو پرګنو د استازيو لیدلو ته ړوند او د خلکو د غږ اورېدو ته کوڼ وي. عبدالله ویلي چې د جرګې د دایرېدو په کمېسیون کې د ده نظر نه دی پوښتل شوی؛ نو ځکه يې په خبره هر څه ناسم دي او که ده ته ونډه ورکړل شوې وای؛ نو د افغان ولس استازیتوب ښه کېده او هر څه به سم و، خو اصلي کیسه دا ده چې د ښاغلي عبدالله اړخ دوحې ته د تلونکي پلاوي او له طالبانو سره د خبرو لپاره د ټاکل کېدونکي هییت له اړخه خوږېږي چې ټاکل شوې له طالبانو سره وویني. ډاکټر عبدالله د مصالحې په عالي شورا کې تر ټولو ډېر مخالفت د دوحې د ليسټ او ټاکل کېدونکي پلاوي په تړاو په ډاګه کړ او د را وتلو مالوماتو پر اساس هغه د سولې د پلاوي او دوحې ته د تلونکيو کسانو د ليسټ برابرېدو په برخه کې د پخواني ولسمشر له پراخ روله ناخوښه دی او له همدې کبله یې د شنبې او یکشنبې په ورځ په ارګ کې د روغې جوړې د عالي شورا په جوړېدونکې ناسته کې یې خپل ملګري له ګډونه منع کړل او هڅه کوي دغه بهیر له خنډ سره مخامخ کړي.

خو له رسنیو سره هغه په وروستیو څرګندونو کې داسې اشارې ورکړې دي چې که ولسمشر ورسره مشوره وکړي او راضي یې کړي؛ نو خبره بېرته سمېدای شي. هغه له امریکا غږ سره په خبرو کې داسې اشارې ورکړې چې له ولسمشر سره په دې تړاو د خبرو لېواله دی او کېدای شي په لویه جرګې کې په خپل ټیمي ګډون له سره فکر وکړي. ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې سرچینې وايي چې د دوحې په ناسته کې د ګډون په موخه برابر شوي ليسټ کې د عبدالله عبدالله رضایت ترلاسه شوی او لیرې نه ده چې هغه خپله خبره بېرته واخلي. ښاغلي عبدالله د لویې جرګې د دایرولو په کمېسیون کې د خپلې ډلې د ونډې کموالی په لویه جرګه کې د خپل ټیم د نه ګډون دلیل بللی.

تر عبدالله وروسته حنیف اتمر او رحمت الله نبیل هم له لویې جرګې سره مقاطعه اعلان کړه او هڅه کوي په دې سوله‌یزه هڅه کې خپلې اصلي څېرې ملت ته وښيي. که د دایرېدونکي کمېسیون مساله وي؛ نو دغه کمېسیون خو ډېره موده مخکې جوړ شوی ولې په ۹۰مه دقیقه کې دوی له سولې سره مخالفت ښيي؟ یانې که د دوی اعتراض د لویې جرګې په سمبالښت کې د دوی د طبعې د خلکو موجوديت وای؛ نو له تېرو څو اوونیو راهیسې ولې غلي وو؟ دا په دې مانا ده چې دوی د دایرېدونکي کمېسیون په برخه کې نه، بلکې د جرګې د غړو په جوړښت او د سولې په تړاو د دوحې د ناستې د برخه‌والو په ډلې او له طالبانو سره د راتلونکو خبرو لپاره د اعلانېدونکي ليسټ له اړخه ماڼېجڼ دي او زړه خوړینې دي. دوی باید په دې پوه وي چې اوس په افغانستان کې ټول خلک په دې پوهېږي چې د عبدالله، اتمر او نبیل په څېر سیاستوالو خېټه د څه شې له اړخه ډېره خوږېږي او له لویې جرګې سره پرېکون ته ولې بهانې لټوي. ښاغلي عبدالله په تېرو پنځو کلونو کې له ښاغلي غني سره په هر کار کې مخالفت کړی او د ډېرو شنونکو په باور د نظام ضعیفه کېدل هغه ته هیڅ ارزښت نه لري، برعکس ان د نظام د شړېدو په بیه یې خپلو ګوندي او ټیمي ګټو ته ترجیح ورکړې او هر ځل یې نظام ته په سخت وخت کې لغته ورکړې او هغه کار یې کړی چې د افغانستان نږدې او لیرې دوښمنانو یې خوب لیده.

د هغه ټول پام په تېرو څو کلونو کې د ځان او خپلو ملګرو په سینګار ور ټول وو او ولسمشر یې په سخت وخت کې له خوږ ګوتې نیولی. هغه په تېرو پنځو کلونو کې په هره کوچنۍ مقرري کې ځان نښلولی او داسې یې ښوولې چې افغانستان له هماغې مقرري پرته هیڅ ستونزه نه درلوده او د یوه ارام هېواد په حيث د ده په ونډه کې لغته وهل شوې او دی یې باید په هره بیه چې وي بېرته ترلاسه کړي. ښاغلي عبدالله هڅه وکړه چې لویه جرګه د طالبانو په څېر د ښاغلي غني سیاسي هڅه وبولي او ارزښت یې ور کم کړي. د عبدالله د ثبات او همپالنې ټیم، د حنیف اتمر او نبیل په مشري ټاکنیزو ډلګیو هم په لویه جرګې کې د نه ګډون په کولو سره هڅه کړې چې حکومت کاواکه وښيي او د دوی په خپل فکر د لویې جرګې وزن کم کړي. دوی هڅه کړې چې له یوې خوا طالبانو ته په دې توګه شین څراغ ورکړي چې دوی هم له غني سره مخالف او طالبانو سره غاړه غړۍ کېدای شي او له بل پلوه د طالب په خوښې کې د لویې جرګې په څېر له مهمو ملي بهیرونو په شا کېدای شي او کولای شي ښاغلی غني او حکومت یې په میدان یوازې پرېږدي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply