نړیوال فشار ته مات پاکستان

0 515

اېمل پیاوړی-

افغانستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی او د دغې جګړې له امله یې ټول تاسیسات ویجاړ شوي، اقتصاد یې کمزوری شوی، د خلکو ژوند یې په ضرور دی او لا هم په هره برخه کې نهایت زیاتې ستونزې موجودې دي، مګر د دې ټولو باوجود افغانستان په ملي مسایلو کې د هیڅ ډول فشار پروا نه لري او په اسانه یې دفعه کوي او په دې برخه کې یې دریځ واضح او ثابت دی، مګر پاکستان بیا په دې برخه کې د معمولي نړیوال او بهرني فشار تاب هم نه لري او هر فشار په اسانۍ مني او زغمي.

په دې وروستیو کې موږ ولیدل چې افغان دولت څو ځله پاکستان ته د دوستۍ لاس ور وغځاوه، مګر پاکستان دغه د دوستۍ لاس ونه نیوه. ولسمشر غني ورته وویل چې که دغه درغځېدلی لاس ونه نیسئ، نو موږ به خپل لاس د هیواد د شمال او نورو ګاونډیو ته ور وغځوو او هغوی به یې تود هرکلی او ښه درناوی وکړي، همداسې وشول. افغانستان له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، اذربایجان او نورو هیوادونو سره خپلې دوستانه اړیکې او مناسبات له سره پیل کړل او پاکستان په میدان پاتې شو. پاکستان یوازې شو، پاکستان تاواني شو، پاکستان نړیوال مارکېټ له لاسه ورکړ او پاکستان ډېره ګټه له لاسه ووتله، ځکه له کومې ورځې چې افغانستان له پاکستان څخه مخ اړولی دی، نو د صادراتو، سوداګرۍ او اقتصادي پلوه یې دومره زیان لیدلی چې اټکل یې نشو کولی.

له دې مه واره ولسمشر غني د پاکستان اصلي څېره چې د ترهګرۍ او افراطیت روزنه او پالنه ده ټولې نړۍ ته رسوا کړه. له همدې امله د ټرمپ ادارې د پاکستان پرضد سخت دریځ اختیار کړ. د ټرمپ ادارې او خپله ښاغلي ټرمپ پاکستان د مرستو په قطع کولو او داسې ورته اقداماتو تهدید کړ. تر ټولو لومړی، 1.2 میلیارد ډالر مرسته پر پاکستان بنده شوې. دا مبلغ به دوباره اعاده نشي.

پر پاکستان دغه  فشار د فشار په خاطر نه، بلکې فشار د همکارۍ په خاطر دی. موخه داده چې پاکستان د اوسني منفي دریځ پرځای باید مثبت دریځ او چلند اختیار کړي. د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو سره دوستانه مناسبات وپالي او یا حداقل د ترهګرو او توندلارو له روزنې، پالنې، ملاتړ، تمویل او تجهیز څخه لاس واخلي او که دا کار ونه کړي، نو امریکا او نور هیوادونه به ورباندې فشارونه او بندیزونه نور هم زیات کړي او امریکا چې له داخلي ستونزو او مالي بحران سره مخ دی د دغو فشارونو او بندیزونو تاب نشي راوړلی او مجبوره دی چې خپل چلند بدل کړي او له تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د فشارونو موخه د پاکستان بې ثباتي نه ده، ځکه د دې هیواد ثبات د افغانستان، هندوستان او بل هر هیواد د ګټو لپاره حیاتي دی. موږ هیله من یوو چې د پاکستان رهبري له هغو زیانونو څخه چې د ایجاد په وخت کې یې لیدلي وو نجات ومومي. د همکارۍ ښېګڼه د پاکستان لپاره ډېره زیاته ده، ځکه پاکستان به بېرته خپل ښه شهرت ترلاسه کړي. هغه خطر چې له پاکستان څخه ګاونډ، سیمې او نړۍ ته متوجه دی هغه به دفعه شي. اړیکې، سوداګري او انکشاف به وغوړېږي او هر څه به په دوستانه او باوري فضا کې په ښه توګه پرمخ ځي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply