په چين کې د هندي فلمونو بازار

0 1,358

په تېرو څو کلونو کې چين د هندي سېنما صنعت لپاره پر یوه ښه مارکېټ بدل شوی دی، ځکه په دې وخت کې ډېرو هندي فلمونو له تمې خلاف زیاتې ګټې کړې دي.

په چین کې چې هندي فلمونو د پام وړ مارکېټ پیدا کړی، شمېر یې زیات دی، خو دلته د یو څو فلمونو بېلګې په ګوته کوو چې تر نورو یې ډېرې پیسې ګټلې دي.

په دې برخه کې د بالیووډ سېنما وتلي ستوري عامر خان «دنګل» فلم یو له هغو فلمونو دی چې په دې هېواد کې يې ۱۴ سوه کروړه هندي کلدارې ګټلې دي.

هندي مېډیم په نوم فلم ۹۶٫۶۵ کروړه او د او ادها دهن په نوم بل فلم په ۱۶ ورځو کې څه باندې ۹۵ کروړه روپۍ ګټلي چې تر دنګل وروسته یې دویم او درېیم ځای خپل کړی دی.

د سېکرېټ سوپر سټار په نوم بل هغه فلم دی چې تر دنګل او ادها دهن ‍وروسته یې ډېرې پیسې ګتلې دي. د دې فلم اصلي لوبغاړی زایره وسیم وايي، فلم یې په چین کې ۸۱٫۲۸ کروړه پیسې پیدا کړې دي.

د هچکي په نوم د راني موکرجي فلم هم ۵۹ کروړه پیسې کې پیدا کړي چې دا له هندوستانه بهر په چین کې د باولیووډ فلمونو لپاره یو ښه مارکېټ بلل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply