طالبي منطق

0 722

طالبي منطق :

وژني څوک، جګړه له چا سره کوي او سوله اوس د چا پر خوله چېرته کوي؟ کعبه، پينډۍ، پېښور، مسکو و دوحه ښه ده او که خپل هېواد؟

طالب ومجاهد د اسلامي وشرعي نظام لپاره نه، بلکې د استخباراتي موخو لپاره رامينځته شوي، جګړه يې هم اسلامي نه، بلکې استخباراتي موخې لري

کعبې ته خو هم يو ځل ننوتي وو، خو تر ننه مو لارې لا جلا دي، راولپيڼډۍ وپېښور راته هم حکومتونه جوړ کړل، مسکو و دوحه به راته څه وکړي؟ مسکو و دوحه څه غواړي؟ بُن ننګوي او که څنګه؟ پنجاب خو په بُن کې ناست وو، ولې يې تهران ومسکو ته مخه کړه او ورسره همغاړی شو؟

 سيد حسين پاچا ـ

إبراهيم و نمرود :

نمرود بن كنعان بن كوش بن سام بن نوح = وقيل: إنه نمرود بن فالخ بن عابر بن شالخ بن أرفخشذ بن سام بن نوح

قرآن منطق وترمينولوژي :

الم تری :

وهذا تعجيب من الله تعالى ذكره نبيه محمدا صلى الله عليه وسلم، من الذي حاج إبراهيم في ربه. ولذلك أدخلت ” إلى ” في قوله: ” ألم تر إلى الذي حاج “، وكذلك تفعل العرب إذا أرادت التعجيب من رجل في بعض ما أنكرت من فعله، قالوا: ” ما ترى إلى هذا “؟! والمعنى: هل رأيت مثل هذا، أو كهذا؟

الله تعالی هم تعجب ((الم تری)) کارولی او عرب هم چې کوم کار ورته نااشنا وبرېښي، نو تعجب کاروي، لکه دلته په دې پورته مثال کې.

زه غواړم چې دلته دوه ډلې د جهاد ومقامت او د اسلامي امارت بانډتيان تنبيه کړم:

د رب العالمين نظام او پيغام ډېر روښانه او ډېر زغرده دی، لکه :

إني جاعلك للناس إماما قال ومن ذريتي قال لا ينال عهدي الظالمين

استغفر لهم او لا تستغفر لهم ان تستغفر لهم سبعين مرة فلن يغفر الله لهم ذلک بأنهم کفروا بالله ورسوله والله لايهدی القوم الفاسقين

که له يو لورې الله تعالی ابراهيم عليه السلام لارښود ټاکي، خو له بل لورې هممهاله ورته وايی چې زه زما پيمان (عهد) به ظالم ته نه رسيږي چې قرآن ورته په مثابةً للناس کې اشاره کړې. د بيت الله پالنه لوی منصب دی چې څښتن تعالی يې پر چا ولوروي.

يو لوری د جهاد ومقامت دعوه کوي او په دې نوم لا ترننه له حکومت او بيت الماله پرېمانه امتيازونه ترلاسه کوي، خو په مقابل کې نه حکومت او نه بيت المال ته متعهد دي. همداسې دا بل لوری بيا د اسلامي امارت دعوه ګير دي، خو کړه وړه يې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر دي. ان تر دې چې شتون (رامينځته کول) يې له قرآني ارزښتونو سره په ټکر کې دی او د جهاد واسلام په نوم بېګناه ولس وژني.

که ترې وپوښتې چې ايا ستاسې جهاد او کړه وړه مو الله تعالی ته منظور دي او يا نه، خو بيا ځواب نه لري. يا په بله مانا الله تعالی زموږ جهادي داړه مارو وطالبي جهالو ته اړتيا نه لري.

تعجب (هېښتيا) :

که اوس له دې جهاديانو ومقاومتيانو او طالبي جُهالو نه وپوښتې چې تاسې جنګ چېرته کوئ او څوک وژنئ او څوک مو وژلي دي او سوله له چا سره کوئ او چېرته د سولې لپاره ځغلئ؟

ايا تاسې له روسانو سره جنګ کوئ چې مسکو ته ورځئ او هلته په مسکو کې ورسره سوله کوئ؟ او که افغانستان کې جنګ کوئ او افغانان وژنئ او سوله هم له افغان حکومت سره نه کوئ. دا خو د حکومت دنده ده چې د خپل ولس په استازيتوب د خپلو اتباعو ساتنه او پوښتنه وکړي.

په قطر کې چې سوله کوئ، نو ولې خپله پلازمينه او يا نور ښارونه لکه : مزار، هرات، کندهار، جلال اباد، خوست، غزنی او داسې نورو ځايونو کې له حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کښېنئ؟

تېر ته په کتو موږ خو په کعبه کې هم ناست وو او لومړۍ ناسته مو هم هلته شوې وه، خو له کعبې نه راوتلو سره مو هممهاله لارې جلا وې. ماويستاتو، ستميانو او اخوانيانو لارې سره جلا وې. دا ځکه چې ذهني وقلبي واټن لا له مخکې نه رامينځته شوی وو، نو د کعبې دخول پرې هم څه تاثير ونه کړ.

د اسلام محکمې کلا (پاکستان) پرې هم اثر ونه کړ ځکه چې پاکستان د خپل اقرار او منښتې په پار چې عمرانخان اوس تازه رسنيو ته ويلي :

عمران خان: ترهګرې ډلې زموږ پوځ جوړې کړې خو نور يې اړتيا نه شته، ختموو يې

جهنمي بابر او اختر عبدالرحمان بيا زموږ او د طالبانو بنسټګر داسې وايی:

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

د جهاد ومقاومت او د اسلامي امارت بانډتيان اخوانيان، ماويستان، ستميان وطالبان ((امسط)) دې پرې سوچ وکړي چې د دوی اسلامي صبغه څنګه ده؟

دوی تېروتلي او که بوټو، بابر، ضياء، اختر عبدالرحمان، حميدګل، مشرف، بېنظيره، نوازشريف، زرداري، راحېل شريف، کياني کرنيل امام، رباني کهر، شيري رحمان، مولاناګان (شيراني، فضل الرحمان وسميع الحق) او ان تر عمرانخانه پورې چې دا ټول مني چې ترهګر چا پيدا کړي، خو زموږ احمقان وړانده وناپوه طالبان بيا چورلټ انکار کوي چې موږ پرېښتي يو. حال دا چې هېڅ يو ثبوت هم نه لري او دا ټولې نړۍ ته جوته ده چې دوی نيابتي جګړه مخته وړي، خو هسې د خپل خرتوب لکۍ يې راټينګه کړې چې موږ خيالي اسلامي امارت غواړو او هېښنده لا دا چې دوی په پيل کې پيدا کړي چا دي او اوس پکې پړی چا اچولی دی او قبله يې له لويديځه ختيځ ته رااړولې ده. دوی خوارانو ته لکه چې د تحويل القبلة حکم اوس رارسېدلی دی که څنګه او حال دا چې دا مساله خو قرآن په ((فول وجهک شطر المسجد الحرام)) کې روښانه کړې چې هغه بيت الله ته رااړول شوې ده. داسې برېښي چې د وړانده ملا محمد او د قاچاقبر ملا منصور او د هبت الله وړانده چرګوړي لکه چژ قرآن کريم نه تلاوتوي. که دوی قرآن تلاوتولی، نو ختمی به يې سترګې پرې لګېدلې وای. دوی دې حج وعمرې ته چېرته تللي دي؟ کعبه خو په راولپينډۍ، پېښور ګورنرهاوس / نشترهال، مسکو او قطر کې نه ده، بلکې هغه په سعودي کې ده او سعودي دوی په رسميت پېژندلي وو، نو نن ولې له سعودي سره مخ پر څټ دي؟ عجيبه لا دا چې عمرانخان خو محمد بن سلمان ته وويل چې ((سعودي زموږ د تنګسې ملګری دی))، نو بيا يې ولې طالب پر تهران ومسکو وپلورلو؟ مرسته له چا غواړي او طالب يې پر چا پلورلی دی، نو دومره احمقان خو په نننۍ زمانه کې نشته.

تاسې دلته وګورۍ چې طالب څوک دی؟

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

دلته خو داسې وايی چې طالب د امريکا، برتانيې، پاکستان او د عربو ګډمحصول دی. امريکا وبرتانيا يې طراحان (پلانګذاران)، پاکستان يې روزونکی، عربان وامريکا يې مالي ونظامي پالونکي او طالب يې ورسپارل شوې دندې وموخې مخته وړي او همدا خبره هوبهو بېنظيري د فرانسې له مشهورې رسنۍ ((له ليموند)) سره کړې ده :

طالبان د برتانيې طرحه چې امريکا وسعودي يې مالي ونظامي ملاتړ کوي چې روزنه يې زموږ پر غاړې ده او زموږ موخې مخته وړي. د طالب لپاره همدومره بس ده.

ملايان (ديوبنديان) او اسلامپاله طبقه (جماعت اسلامي) يې بيا داسې وايي :

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

مولانا فضل الرحمان :

مولانا فضل الرحمان د ښاغلي کرزي په وخت کې ويلي وو چې که افغانستان له موږ ((پاکستان)) سره د سرحد ستونزه ومني موږ به يې د امنيت تضمين وکړو.

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

سياستوال بيا داسې وايی :

سرتاج عزيز :

طالبان افغانستان کې د اوږدې جګړې توان لري

شيري رحمان :

کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

نظاميان داسې وايی :

د پاکستان برحال لوی درستيز قمر جاويد باجوه :

محب الله محب په امريکا کې د افغانستان سفير :

د پاکستان برحال لوی درستيز قمر جاويد باجوه په خپل تيزس کتاب کې چې همدا اوس تازه په امريکا کې له چاپه راوتلی ليکلي : د افغانستان د مسالې د هوارې لپاره ښه لاره دا ده چې هلته په افغانستان کې بايد يو غيرمتمرکز حکومت وي مانا دا چې افغانستان بايد يو مرکزي حکومت ونه لري. هره برخه چې له هر ګاونډي سره چې نښتې ده د هغوی له لورې بايد اداره شي.

طالب لا اوس هم د اسلام پورې نښتی دی. دا پوښتنه دې له ځانه وکړي چې موږ چا پيدا کړي يو، چا روزنه راکړه او چا له هر اړخيز پلوه تمويل کړو او اوس مو څوک تمويلوي؟ مخکې د چا پړی را کې پروت وو او اوس د چا پړی را کې پروت دی؟ که حکومت د امريکا لاسپوڅی دی، نو دوی څوک دي؟

مشکل همدلته دی چې دوی خپل اصلي لوری غلط کړی او اوس بل لوري ته ګرځېدلي دي. د اروښاد زرملوال په خبره چې مخکې به مېجر رشيد ورسره د لندن په سفرونو کې ملګرو وو، خو نن د مسکو په سفرونو کې ورسره څوک ملګری دی؟ دا بايد دوی روښانه کړي چې دوی د چا په پاسپورټونو سفر کوي؟ او د چا پر هډوکي شخوند وهي؟

تنبيه (پوهونه) :

زما مشوره د اوسني عصري نړۍ دوی ته دا ده چې اوس هغه پخواني د جهاد وطالبي پيرونه تېر شوي دي. ولسمشر غني ډګر کې دی. هغه روښانه مخينه لري او په روښانه ټکو غږيږي، نو ښه دا ده چې د اسلام اباد، تهران او د مسکو پر ژبه نه، بلکې له خپل ولس او افغان حکومت سره پر خپله ژبه وغږيږي. افغانان د بل چا ژبې ته اړتيا نه لري. په ګرد هېواد افغانستان کې به دومره توان او ځای وي چې د درې سوو پر ځای تر څو زرو پورې خلکو ته ځای او ډوډۍ تياره کړي او مخ پر مخ پخپلو کې سره پخپلو ستونزو وغږيږي. نه عربان زموږ پر ستونزو پوهيږي، نه پنجابيان، نه روسان او نه نور، بلکې افغانان خپله د جرګو تاريخي دود ودستور (عنعنه) لري چې په تېر کې هم همداسې د خپلي ملي ستونزو په تړاو پکې يوې پرېکنده پرېکړې ته رسېدلي او ان تر دې چې په نړيوالو جنګونو کې يې د همدې خپلواکو پرېکړو له برکته بېطرفي خپله کړه او د هېچا اړخ يې نه دی نيولی. لږ خپل تاريخ ته هم وګورئ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply