د جرګې مخالفین پیکه شول

0 486

محمدبشیر یوسفزوی_

د افغانستان د وروستیو بدمرغیو یو عمده لامل دادی چې یو څو په شمار جنګسالارانو چې ځانونه هم عالمان، هم مجاهدین، هم رهبران، هم سیاسي مشران، هم متنفذین او هم د افغان ولس استازي بولي، هر څه انحصار کړي او په خپل ګورت کې یې نیولي دي، مګر دوی په حقیقت کې یوازې او یوازې سیاسي سوداګر او معامله ګر دي، ځکه دوی هر وخت یوازې او یوازې په خپل ځان، کورنۍ او شخصي ګټو فکر کوي.

حتی په ملي مسایلو کې هم دوی خپلې شخصي ګټې لټوي، په بحرانونو کې هم د بحران د پایته رسولو پرځای په دې فکر کې دي چې د دوی ګټه او نډه به څومره وي؟ د سولې پرځای جنګ ته برتري ورکوي، ځکه د دوی ګټې په جنګ کې نغښتې دي او له همدې امله  یې په دې وروستیو کې د ولسمشر غني له لوري د سولې مشورتي لویې جرګې مخالفت وکړ او دا یې بې ګټې جرګه وبلله.

دوی د جرګې له جوړېدو دمخه دا تبلیغات کول چې ګواکې دا جرګه ولسمشر غني د کمپاین لپاره راغوښتې او کمپایني استفاده به ورڅخه وکړي، مګر ولسمشر غني په لومړۍ ورځ یادې جرګې په خپله یو ساعته وینا کې هیڅ داسې خبره ونه کړه چې د ده او یا یې د ټاکنیز ټیم په ګټه وي، حتی انتخابات یې هیڅ یاد نه کړل او هغوی ته یې په ډېر صراحت وویل چې د سولې پروسې په اړه مو خپل نظرونه او مشورې له کوم سانسور پرته بیان کړئ.

د جرګې مخالفو سیاسي ډلو ټپلو او افرادو داسې ګڼله چې د دوی له دغه مخالفت او څرګندونو وروسته به هیڅ جرګه جوړه نشي، مګر دادی د دوی د توقع خلاف جرګه جوړه شوه او په ډېره ښه او عادي توګه ادامه لري. د ولس منتخب استازي په پنځوسو ګروپونو کې د سولې په اړه خپلو بحثونو ته ادامه ورکوي او د جرګې مخالفې ډلې داسې کرارې دي لکه هیڅ چې په وطن کې نه وي.

د لویې جرګې مخالفین له دې امله هم پیکه شول چې دوی ولس ته دروغجن ثابت شول، ځکه په یاده جرګه کې چې دوی کمپایني بلله تر اوسه د کمپاین او داسې هیڅ خبره او یادونه نه ده شوې چې ولس ته یې د سند او ثبوت په توګه وړاندې کړي.

ولس اوس ویښ او بیدار دی او د چا په تبلیغاتو نه یوازې نه غلطېږي، بلکې هیڅ ارزښت هم نه ورکوي. د لویې جرګې مخالفین باید له ولس څخه بښنه وغواړي او دا ژمنه وکړي چې بیا به دغسې تېروتنه نه کوي، ځکه دوی په حقیقت کې له یوې خوا جرګې چې ملي عنعنه ده توهین وکړ او له بل پلوه یې د افغان ولس سپکاوی وکړ او د سولې مشورتي جرګې ته راغلي کسان یې د حکومت کمپاینران وبلل.

جرګه به که خدای کول همداسې په بریالیتوب  پایته رسېږي او د جرګې د استازو هڅې، مشورې او پرېکړې به رنګ راوړي، د سولې او ثبات رنګ، مګر دغه بدمرغه سیاسیون به تر پایه د ولس او خدای پر وړاندې همداسې خجالت او سرټیټي وي.   

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply