افغانان اوربند غواړي، امارت وینې تویوي!

0 640

له هغه وروسته چې د سولې مشورتي لویې جرګې چې د هېواد د بېلابېلو اقشارو او د هېواد د ټولو ولایتونو او ولسوالیو ۳۲۰۰ استازي په‌کې راټول شوي وو او د خپلې غونډې په پنځمه ورځ یې د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو سره د نورو غوښتنو او وړاندیزونو تر څنګ، له افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو نه د اوربند غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني چې د دې جرګې په پای‌غونډه کې یې ګډون کړی و، د جرګې غړیو د ټولو غوښتنو د منلو لپاره چمتووالی وښود، خو زیاته یې کړه چې دا اوربند باید دوه‌ اړخیز وي او که طالبان یې لپاره حاضر شي، حکومت تیار دی چې د اوربند پر تخنیکي مسایلو ورسره کار وکړي، خو طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره نه یوازې اوربند ته حاضر نه شول، بلکې د روژې په مبارکه میاشت کې یې د افغانانو د شهیدانولو ثواب زیات وباله او لا یې هم د جګړې پر سختېدو ټینګار وکړ چې د طالبانو دا ډول غبرګون د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شو.
بل ‌خوا ملګرو ملتونو او د ناټو تړون د اوربند په اړه د جرګې د غوښتنې هرکلی کړی او دا کار یې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او د سولې پروسې د بریا لپاره مهم بللی دی.
خو طالبانو په دا ډول دریځ سره نه یوازې د افغانانو د هیلو او ارادې خلاف پرېکړه وکړه، بلکې افغانانو او د هغوی استازیو ته چې په جرګه کې راټول شوي وو، سپکاوی وکړ. طالبانو باید په داسې حساس وخت کې چې له یوې خوا د سولې خبرې اترې روانې دي او بله ‌خوا د جرګې غړیو په بشپړې هیله‌مندي ترې د اوربند غوښتنه وکړه او بل هر افغان هم ترې همدا تمه لري، د جرګې د وړاندیز او غوښتنې هرکلی کړی وای.
طالبانو به د اوربند په اړه د افغانانو د غوښتنې په منلو سره نه یوازې په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې د پای ته رسولو او د سولې راتلو لپاره خپله ژمنتیا ثابته کړې وای، بلکې د افغانانو د وینې تویولو مخه به یې هم نیولې وای.
خو طالبانو دا کار و نه ‌کړ او د تېر په څېر یې د نورو په لارښوونه او اشاره د افغانانو پر شهیدانولو ټینګار وکړ او د هغوی د وینې تویول او په هېواد کې د جګړې دوام یې د روژې په مبارکه میاشت کې د لا ډېر ثواب «!» لامل وباله.
طالبانو وښوده چې هيڅکله هم په خپله خوښه وړاندې نه‌شې تللای او نه هم د افغانانو د ژوند خوندیتوب او د هېواد پرمختګ ته ژمن دي. دوی په ډاګه کړه چې د افغانانو د وینې له تویولو خوند اخلي او لا هم د افغان سولې په پیل شوې پروسه کې په خپل واک کې نه ‌دې او نه هم ورته د افغانانو ژوند، ګټې او راتلونکی مهم دی.
وسله‌وال طالبان باید درک کړي چې افغانان نور رښتیا له جګړې ستړې شوي، د اوږدېدو وسه یې نه‌ لري او په‌ کار وه چې طالبانو هم د حکومت په څېر د سولې مشورتي جرګې او د افغانانو غوښتنه په ورین تندي منلې وای.
ښکاره ده، څومره چې په هېواد کې روانه پردۍ جګړه چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي او ګټې یې نورو ته رسېږي، څومره اوږدېږي، په هماغې کچه د افغانانو ناورین او درد هم ورسره زیاتېږي؛ نو د جګړې ټولو اړخونو ته په ‌کار ده چې نور دې بدمرغې جګړې ته، نه ووايي او خپل‌منځي اختلافونه د وسلې پر ځای، د خبرو اترو له لارې حل کړي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه هيڅ پرېکړه او اقدام د خپلو ملاتړو هېوادونو، په تېره بیا د پاکستان له خوښې، مشورې او لارښوونې پرته نه‌ دی کړی او همدا لامل دی چې د اوربند په اړه یې د افغانانو غوښتنې ته د مثبت ځواب ویلو پر ځای، د هغوی پر شهیدانولو او د جګړې پر سختېدو ټینګار وکړ.
داسې ښکاري چې طالبان لا هم د افغانانو د وینې په تویولو او د هېواد په ورانولو نه ‌دې ستړي شوي او همدا لامل دی چې ټول افغانان او د جګړې نور ښکېل اړخونه اوربند غواړي، خو دوی پر جګړې ټینګار کوي.
په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د سولې بریا لپاره باید افغان حکومت له خپلو نړیوالو متحدانو سره په ګډه پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو هېوادونو، په تېره بیا پر پاکستان خپلو بېلابېلو فشارونو ته زور ورکړي او عام افغانان هم باید نور د طالبانو پر وړاندې په یوه لیکه کې ودرېږي او په خپله په هېواد کې له روانې بدمرغې ځان وژغوري.
خلک باید د اوربند په اړه د دوی غوښتنو او هیلو او د طالبانو له تشدده ډک ځواب ته په کتو، له هغوی مخ واړوي، د هر ناسم اقدام پر وړاندې یې غږ پورته کړي او له خپل نظام سره اوږه په اوږه د هېواد او خلکو ژغورلو لپاره په ګډه کار وکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply