د ولسي جرګې کړکېچن برخلیک!

0 831

که څه هم له تېرو شاوخوا ۳ کلونو راهیسې د ولسي جرګې لپاره د ټاکنو نه کولو له کبله دغه جرګه تل د بحث موضوع ګرځېدلې وه او وخت ناوخت به یې په اړه د وکیلانو، حقوق‌پوهانو، مدني ټولنو او عامو خلکو او د دې جرګې تر منځ ناندرۍ راپورته کېدې.
د ولسي جرګې د شپاړلسمې دورې وکیلانو به د ټاکنو تر کېدو او نویو وکیلانو تر راتلو پر خپلو ځایونو پر پاتې کېدو ټینګار کاوه، خو نورو لوریو به بیا د ولسي جرګې د دورې غځېدل د قانون خلاف او د دې جرګې ټولې پرېکړې ناقانونه بللې. حکومت هم د دې لپاره چې پر خپل وخت یې ټاکنې نه وې کړې، په ‌دې برخه کې چوپتیا غوره کړې وه او داسې ښکارېدل چې غواړي همدا وکیلان تر راتلونکو ټاکنو خپلو دندو ته دوام ورکړي. همداسې وشول او د ولسي جرګې د ۱۶مې دورې وکیلان له خپلې قانوني مودې شاوخوا ۳ کاله پر خپلو ځایونو پاتې شول.

اوس چې د ولسي جرګې ټاکنو له څو ځله ځنډ سره سره د دغو ټاکنو له کولو شاوخوا ۷ میاشتې تېرېږي، خو لا هم ټاکنیزو کمېسیونو د کابل د ولسي جرګې وروستۍ پایلې نه‌ دې اعلان کړې او په غزني ولایت کې خو لا هيڅ ټاکنې نه‌ دې شوې. ولسمشر ۱۶ ورځې وړاندې د کابل د وکیلانو په غیاب کې د ولسي جرګې اوولسمه تقنیني دوره پرانيستله او دغې جرګې باید ورپسې د اداري پلاوي لپاره ټاکنې کړې وای، خو په جرګه کې په دې اړه د شته اختلافونو او د کابل د معترضو نوماندانو د نه موجودیت له کبله لا هم دغه ټاکنې نه ‌دې شوې او ولسي جرګه له بې‌سرنوشتي سره مخ ده.

ټاکل شوې وه ولسي جرګې پرون شنبه د دې جرګې د رییس او اداري پلاوي لپاره ټاکنې وکړي، خو د کابل یو شمېر معترضو نوماندانو چې نومونه یې د ټاکنو په لومړني نوملړ کې وو، د اعتراض په توګه د ملي شورا دروازه وتړله او له دې سره د ولسي جرګې ټاکنې هم وځنډول شوې.

اوس له یوې خوا ولسي جرګه له تېرو شپاړس ورځو راهیسې له بې‌سرنوشتي سره مخ ده، ځکه د دې جرګې د اداري اصولو له مخې باید، د رییسانو کمېټه چې په هغه کې د جرګې رییس، اداري پلاوی او د کمېسیونونو رییسان شامل دي، د جرګې د عمومي غونډو لپاره اجندا وټاکي، خو دا چې تر اوسه د جرګې کورنۍ ټاکنۍ نه ‌دې شوې؛ نو د ولسي جرګې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

په‌ کار وه چې ولسي جرګې په تېرو شپاړسو ورځو کې نه یوازې خپلې کورنۍ ټاکنې کړې وای، بلکې په ‌دې موده کې یې پر ګڼو نورو موضوعاتو، لکه د قوانینو تصویب، د هېواد د مهمو موضوعاتو په اړه د چارواکیو ور غوښتل او نورو بحث او پرېکړې کړې وای، خو دا جرګه د تېر په څېر بې‌سرنوشته پاتې ده، د اعتراضونو له کبله نه د جرګې کورنۍ ټاکنې کولای شي او نه هم یوازې د کابل وکیلانو ته په تمه پاتې کېدای شي، ځکه ټاکنیزو کمېسیونونو تر اوسه د ټاکنو پر پایلو اووه میاشتې وخت تېر کړی، خو لا یې هم د کابل د ولسي جرګې ټاکنو پایلې نه ‌دې اعلان کړې او لا روښانه نه ‌ده چې کله به یې اعلان کړي.

له قانوني اړخه، ولسي جرګه د دې جرګې د دویم ثلث په پوره کېدو سره خپلې قانوني پرېکړې کولای شي؛ نو دا چې د جرګې په ورځنیو چارو کې قانوني خنډ نه را منځ ته کېږي او وکیلان کولای شي د کابل له وکیلانو پرته د جرګې د رییس او اداري پلاوي لپاره ټاکنې وکړي او معترض نوماندان هم د دې پر ځای چې له کمېسیونونو پوښتنه وکړي او سپیناوی وغواړي چې ولې یې د ټاکنو پایلې ځنډولي؟ باید د ولسي جرګې د کارونو خنډ و نه ګرځي او پرېږدي چې دغه جرګه له اوږده ځنډ وروسته خپل قانوني کارونو ته دوام ورکړي.

دغه راز ټاکنیز کمېسیونونه هم باید ژر تر ژره د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان او د ټاکنو او د هغو د پایلو ارزولو دا اوږده، ستړې کوونکې او له فساده ډکه پروسه پای ته ورسوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply