ایله د پاکستان عقل سرته راغی!

0 558

مطیع الله سحر

پاکستان په نړۍ کې د ترهګرو د تولید او روزنې په نوم مشهور هیواد دی. په هیواد کې ترهګرو ته پټنځایونه او هر ډول مرسته ورکول کېږي. تروریستي ډلې د نورو پر وړاندې جنګ ته لمسول کېږي او د دې لپاره د جنګ نقشو په ګډون ټول تجهیزات ورکول کېږي. په افغانستان کې یې جنګ ته لمسوي چې د افغان حکومت پر وړاندې جنګ وکړي او خپل کار ته یې په ارامه پرېنږدي.

د ولسمشر غني د هڅو له برکته ایله د پاکستان عقل سرته راغی، ځکه نوموړي لومړی له پاکستان سره کار وکړ او غوښتل یې چې د افغانستان پر وړاندې یې د دښمنۍ له دریځ واړوي، خو کله چې پوه شو، پاکستان په اسانه نه بدلېږي، نو ولسمشر غني خپله لاره بدله کړه، له پاکستان سره یې خپلې اړیکې وځنډولې، سیمې او نړۍ ته یې د پاکستان د اصلیت د ورپېژندلو هڅه وکړه او په دغه هڅه کې بریالی راووت، ځکه د پاکستان په اړه یې ډېر کره شواهد نړۍ ته وړاندې کړل. د همدغې لابي او اسنادو له برکته پاکستان ورځ تر بلې په نړیواله کچه منزوي شو او بالاخره امریکا په لومړیو کې ورته توصیه وکړه او بیا یې ورباندې فشارونه زیات کړل او خبره ان تر ګواښ او اخطاره ورسېده.

له څو لسیزو راهیسې چې په هیواد کې مو جنګونه دې بې ځایه وژنې او چاودنې دي په ټولو کې پاکستان ښکېل دې. خو دا چې د څه لپاره دوی له افغان حکومت سره جنګېږي او هر ورځ یو نه یوه بدبختي رامنځته کېږي او هیواد مو پرمختګ ته نه پرېږدي. د دې ټولو بدبختیو تر شا د پاکستان د حکومت لاس دی، خو کله چې ولسمشر محمد اشرف غني پر پاکستان فشار راوړ پاکستان مجبور شو چې د افغان سوله پرته له کوم قید او شرط ومني او د افغان سولې لپاره غاړه کېږدي.

د افغان حکومت له لوري به چې هر څومره زور پر پاکستان راوړل شو. پاکستان حکومت به بیا په پاکستان کې مېشت افغانان د فشار په توګه یادول چې په پاکستان کې به افغان مهاجرو ته د اوسېد لپاره ځای ورنکړو او له هیواده به یې بهر کړو. چې افغان حکومت به یې هم پر وړاندې چوپ پاتې شو. چې له یو خوا په هیواد کې داسې ګډوډي دې او له بلې خوا افغان مهاجر راشي په هیواد کې به ناخوالې نورې هم زیاتې شي.

ښاغلی غني چې واک ته ورسېد په لومړیو کې د پاکستان حکومت غوښتل چې ښاغلی غني تر خپل تاثیر لاندې راولي. خو ښاغلی غني پوه او هوښیار و پاکستان ته یې د دې وخت ور نه کړ چې پر نورو ولسمشرانو یې څه کول هغه پر ما هم ترسره کړي. ښاغلي غنی ته یې هم دا ګواښ کاوه چې مونږه نور نشو کولی چې افغان مهاجرو ته په هیواد کې ځای ورکړو. پاکستان دا فکر کولو چې ښاغلی غني به ووایي چې مهاجر مه راشړئ څه چې غواړئ هغه به درکړم. خو ښاغلي غني یې په ځواب کې وویل چې سبا یې راشړئ هم دا اوس یې راوشړئ ځکه چې هیواد دوی ته اړتیا لري او دا به ستاسو له مونږه سره ډېره لویه مرسته وي.

پاکستان بالاخره پوه شو چې په ولسمشر غني هیڅ فشار اغېز نه کوي او نه هم کوم فشار ته تسلیمېږي، نو ایله یې عقل سرته راغی او باور دی چې پاکستان به کرار کرار د افغانستان پر وړاندې خپل اوسنی دریځ بدل کړي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply