اتمر ولې عقده یي شو؟

0 998

عبداللطیف یاد ـ

د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو ښاغلي اتمر د ډاکټر غني د ټاکنیز ټکټ ملاتړ وکړ او تر پایه په همدې ټکټ کې پاتې شو. کله چې ولسمشر غني ټاکنې وګتلې او واک یې ترلاسه کړ، نو ښاغلی اتمر یې د ملي امنیت سلاکار وټاکه او هغه ته یې زیات واکونه ورکړل. خصوصاً اپراتیفي کارونه یې ټول ښاغلي اتمر ته وسپارل، په سیاسي او امنیتي چارو کې هم تر ډېره اتمر شامل و او د سولې پروسې یوه برخه هم د ښاغلي اتمر په سلا مشور مخته تله.

مانا دا چې ولسمشر غني له اتمر سره پوره ځواني وکړه او پر هغه یې نه یوازې بشپړ باور وکړ، بلکې هغه ته یې تر نورو زیات واکونه هم ورکړل، ښاغلي اتمر هم واک پیدا کړ او هم یې امکانات په اختیار کې وو، خو خدایزده چې چا چوکه کړ او که خپله د ولسمشرۍ چورت او شوق ور ولوېده او له همغو لومړیو یې راتلونکې ولسمشرۍ ته کار پیل کړ. د ولسمشر غني له باور او امکاناتو یې ناوړه ګټه واخیسته، په وطن کې چې چېرې غل او غدو  وو او ده فکر کاوه چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یې په درد خوري، نو هغه یې راوست او امنیت شورا کې یې له ځان سره مقرر کړ او په نورو ادارو کې یې له خپل نفوذ او د ولسمشر باور څخه په استفادې زیاتې مقررۍ په همدې فکر وکړې چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو بیا د ده په ګټه کار وکړي.

د ولسمشر غني د ټولو هڅو باوجود ورځ تر بلې حکومتداري خرابېده، د خلکو ستونزې او شکایتونه زیاتېدل او په څنګ کې ورسره امنیت خرابېده. دلیل یې دا وو چې د ښاغلي اتمر مقررۍ د اهلیت په اساس نه وې او بله دا چې په خپله اتمر او هغه ته ورکړل شوي امکانات په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته په علنیو تیاریو بوخت و او همدارنګه یې د دولت امکانات هم په دې برخه کې مصرفول، ځکه نو ستونزې او شکایتونه ورځ تر بلې زیاتېدل.

ښاغلي غني او ټول چې په ښاغلي اتمر یې د ښه مدیر حساب کاوه، دېته سوچ وړي وو چې ولې د ده په مدیریت کې هر څه د ښه کېدو په ځای ورځ تر بلې خرابېږي. د ښاغلي اتمر په پوهه او مدیریت کې شک نه و، ستونزه په دې کې وه چې د هغه پوهه او مدیریت د امنیتي او دفاعي سکتور پرځای پر خپل راتلونکي کمپاین ورټوله وه. ښاغلي اتمر که د ملي امنیت شورا پر دندو او لومړیتوبونو تمرکز کړی وای، نو باور دی چې نه به طالب او داعش دغومره زورور شوی وای، نه به جنګ دغومره شدت موندلی وای، نه به دغومره هیوادوال شهیدان او تاسیسات ویجاړ شوی وای.

کله چې ولسمشر غني ته اصل واقعیت معلوم شو، نو سملاسي یې د ښاغلي اتمر د لیرې کولو تصمیم ونیوه او له هغه څخه یې ځای پرځای استعفی وغوښته، اتمر په ډېر عذر فرصت وغوښته، مګر ولسمشر غني ونه منله او هملته یې ځای پر ځای استعفی ورڅخه واخیستله. دې کار ښاغلی اتمر سخت عقده یي کړ، ځکه چې له یوې خوا یې لوبه رسوا شوه او له بل پلوه یې د څو کالو پانګونه چې کړې وه هغه ضایع شوه، کله چې ولسمشر غني د ده له لوري مقرر شوي کسان یو له بل پسې له دندو لیرې کړل، نو دې کار ښاغلی اتمر لا عقده یي کړ او اوس دومره عقده یي شوی دی چې حتی د قانون په صراحت هم سترګې پټوي او د سرپرست او موقت حکومت چیغې وهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply