قانوني صاحب! خوند یې درکړ؟

0 872

عبداللطیف یاد/

د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیزو ټیمونو له ټاکل کېدو ښایسته موده وړاندې د ښاغلي قانوني یوه غږیزه ویډیو خپره شوه. په یاده ویډیو کې یې ویلي وو چې ښاغلی غني هیڅ هم ورسره نه مني او نه ورسره کوم جوړ جاړی کوي. په همدې خاطر باید غني له ارګ څخه واېستل شي.

نوموړی دا هم وایي چې له ارګ څخه د غني د شړلو ښه بدیل ښاغلی اتمر دی، ځکه چې وار له مخه یې هر څه ورسره منلي دي، ان د نظام بدلون یې ورسره منلی او موافقه یې ورسره کړې چې د بریا په صورت کې به اوسنی ریاستي نظام صدارتي نظام ته بدلوي او صدراعظم به هم د دوی په خوښه او د دوی له منځ څخه ټاکي.

د دې ویډیو له خپرېدو وروسته د ښاغلي قانوني او اتمرخېلو دسیسه رسوا شوه، ولس ته په دوه پیسو شول، خپل اعتماد یې بایلود او ټولو خلکو ورباندې له دې خاطره لعنت ووایه چې دوی لا واک ته له رسېدو دمخه معاملې شروع کړي دي او په همدې خاطر د ولس له کرکې او نفرت سره مخ شول.

ښاغلي قانوني په زړه کې کرل او رېبل. ده دېته ماته کړې وه چې یو پښتون به په بل پښتون مات کړي او په دې ډول به په اسانۍ سره دوی واک ته ورسېږي او بیا به د تېر په څېر غیر مسوولانه حکومت او مزې کوي، مګر دوی تېروتلي و، دوی غني نه وو درک کړی، دوی غني ته سطحي فکر کړی و او برعکس یې اتمر زورور او ستراتیژیک باله، مګر خبر نه وو چې اتمر د غني په شاګردانو کې هم نه راځي.

د قانون، محقق، عطامحمد نور، اسماعیل خان په ګډون ځینې نور بدنام جنګسالاران او د مافیا غړي او مشران په ښاغلي اتمر راټول شول، ځکه دوی همدېته په تمه وو چې د ښاغلي اتمر په وجود کې واک ترلاسه کړي، مګر د ټاکنیزو کمپاینونو په لومړیو کې د دوی یاري خرابه شوه او هر سړی په خپله مخه ولاړ.

نفاق او پاشل کېدل له دې رامنځته شول چې عطامحمد نور له اتمر څخه لیکلی خط وغوښت. هغه ویل همدا اوس به راته لیکې چې تر ټاکنو ګټلو وروسته به صدارتي نظام جوړوې اوصدراعظم به هم زه وم، مګر اتمر له دې کاره انکار وکړ، ځکه هغه پوهېده چې د دې خط ورکولو سره به بېخي سپکه خځله شي او ټول پښتانه به مخ ورڅخه واړوي، نو په دې خاطر د عطامحمد نور د غوښتنې منلو ته تیار نشو.

همدغه د عطا غوښتنه د دوی د پاشل کېدو لامل شوه او په دوه درې ورځو کې ټول ټیم وپاشل شو، هر سړی په خپله غبرګه ولاړ، په دې کې شک نشته چې له دې پاشل کېدو سره د دوی ټولو حیثیت ته زیان واوښت، مګر تر ټولو بد خوند یې قانوني ته ورکړ، ځکه چې د ده ارمان او دسیسه ترسره نشوه، ده غوښتل چې ولسمشر غني د اتمر په مټ له ارګه وباسي، مګر داسې ښکاري چې ښاغلی غني د پنځو نورو کالو لپاره هم د ولس په رایه او ملاتړ په ارګ کې پاتې شي، نو قانوني صاحب ته دې خدای د زړه صبر ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply