ستونزه مونږ لرو نه نور / وحید ګل هاشمي

0 573

مونږ او تاسې شاهد حال یو چې په هیواد کې حالات د بیلابیلو اړخونو له نظره باوري نه دي، امنیت چې په نه شتون کې یې د ژوند اړوند ټولې چارې ټکنۍ په مخ ځي ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی. د هیواد په بیلابیلو برخو کې افغان دولت او وسلوال طالبان سره په جنګ دي او دواړه لوري افغانان وژل کیږي، د دې تر څنګ د دولدارۍ سیاسي جریان هم خوندور نه دی یو لور ته د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان غواړي چې ولسمشر غني دې د غويي د میاشتې د پای ته رسیدو سره سم واک پرېږدي بل لور ته بیا د ولسي جرګې د مشر پر ټاکنو هم ناندرۍ روانې دي او د چهارشنبې ورځ به یې پنځمه وي چې برخلیک یې لا نه دی روښانه خو ویل چې کیږي چې چهارشنبه به یې حل ووځي.

د وروستیو حالاتو ددې لنډ انځور کشۍ منظور مې دا دی چې مونږ خوار افغانان ورځ تر بلې ځپل کیږو او هیڅ ډول سیاسي او امنیتي ثبات نه لرو، ددې ټولو سره سره نړېوال بیا لګیا دي او خپل شوم پلانونه پر مخ وړي. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت او امریکايي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر په خپلو وروستو څرګندونو کې ویلي چې مونږ د داعش ډله په کابل او ددې هیواد په بیلابیلو برخو کې لیدلې ده، د نوموړي په خبره چې دا ډله به ددې هیواد سربیره سیمې ته هم خطر پېښولی شي.

د یوه افغان په حیث ددې پوښتنو حق لرم چې؛ ستراتیژيک تړون مونږ ته ګټه زیاته وکړه او که تاوان؟ که د تړون له مخې ددوی هدف د هغو ډلو لمنځه وړل وي چې بهرني دي او ددې هیواد د ملي ګټو پر وړاندې خنډ جوړیږي نو ولې یې پر وړاندې غبرګون نه ښايي؟

خو قېصه داسې نه ده، دلته دوی ددغه ډول څرګندونو پر مټ یواځې غواړي چې خپل ټول لوی سیاسي مخالفین وډار کړي او د یوه تهدید په څیر د لا فشار راوستلو په پار دغسې څرګندونې کوي. ددې څرګندونو د ثبوت په هدف ویلی شو چې سم د واره ددې خبرو په تړاو روسيي چارواکو هم کلکې څرګندونې کړې دي، د همدې هیواد یوه لوړپوړي چارواکي الکساندر بورتنیکوف ویلي چې د افغانستان په شمال کې دعش وسلوال تر پنځو زرو جنګیالي راټول شوي دي. دا په دې مانا چې بغیر له دې چې امریکايي چارواکي په همدې تړاو هیڅ څرګندونې هم ونکړي دوی دغه ډله څاري، په همدې تړاو د روسيې له متحدانو د یوه هیواد په بارو داسې هم ویل شوي چې دا هغه جنګیالي دي چې په سوریه کې جنګیدل. له دې ډیر وړاندې یوه بل روسيي چارواکي ضمیر کابلوف په ښکاره په خبرو کې ویلي وو چې امریکايي الوتکې د اسلامي دولت ډلې وسلوالو ته مهمات ورکوي هدف یې له خبرو دا وو چې تمویل یې ددوی په غاړه دی.

بدبختي دا ده چې مونږ د نورو د ډارولو یوه وسیله ګرځیدلي یو له هیواد څخه مو د جنګ او د اور میدان په حیث او له مونږ څخه بیا د همدې اور د لرګیو او خاشاکو په څیر ګټه پورته کیږي، تاسې ګورئ چې بدبختي په مونږ راشي لوی سیاسي درکونه په خپلو کې سره نظرونه تبادله کړي او د یوه بل د ګواښلو خبرې راپورته شي. تر کله به په دې پردي اور کې سوځو؟

د ګران هیواد افغانستان یو غم خو ندی چې ددې سیمې وګړي به پرې ودردیږي یا به پرې وژاړي، دا د یوې مقالې له وسه پورته ده چې په کې راونغاړل شي ددې ټولو بدبختیو څخه د خلاصون څخه یواځې یوه د حل لار لرو او هغه هم ملي یووالي دی. جدي وایم که دغسې سره ټوک ټوک وو او قوم پرستي دوام پيدا کړي تاسې په دې کاملاً باوري ووسئ چې خدای مه کړه حالات به له دې هم ترینګلي شي تر دې کچې به د بحران لور ته لاړ شي چې بیا به یې کنترول ډېر ستونزمن وي.

د یوې تلپاتې سولې او ملي یووالي په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply