افغانستان اېرلېنډ ته په دویمه لوبه کې ماته ورکړه

0 723

د گلبدین ۶ وېکټو او د شهزاد سلیزې په مرسته افغان اتلانو اېرلېنډ ته په ۱۲۶ منډو ماته ورکړه.
اېرلېنډ پچه وگټله او لومړی یې د ډگر ساتنې پرېکړه وکړه.
افغان اتلانو په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې د اېرلېنډ کرېکټ ملي لوبډلې ته د اووه لوبغاړیو په سوځېدو سره د ۳۰۶ منډو هدف وټاکه.
په افغان اتلانو کې محمد شهزاد د ۸۸ توپونو په لوبولو سره تر نورو ډېرې ۱۰۱ منډې وکړې.
ورپسې رحمت شاه د ۹۰ توپونو په مرسته ۶۲ او نجیب ځدران د ۳۲ توپونو په لوبولو سره ۶۰ مندې وکړې.
حشمت شاهدي هم په توپ‌وهنه کې وځلېد. هغه په ۴۹ توپونو ۴۷ منډې وکړې.
د اېرلېنډ په لوبغاړیو کې مارک ادېیر د لسو اورونو په لوبولو سره درې وېکټې واخېستې او انډې مېک‌براین دوه.
خو په توپ‌وهنه کې د اېرلېنډ هېواد لوبغاړي پاولسټرلېنگ ۵۰، گیري وېلسن ۳۴ او انډریو بلبېرني ۲۰ منډې وکړې.
د افغانستان او اېرلېنډ تر منځ دا لړۍ مساوي شوه، ځکه لومړۍ لوبه اېرلېنډ گټلې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply