غوسه مو ګډ ژوند تياره کوي

0 1,386

که ښځه او خاوند په ژور خپګان يا سخته غوسه اخته ول، ممکن يو به بله وېره هم ولري يا پر خپله غوسه شېبه وروسته د شرم احساس کوي، خو لوی کار به دا وي چې د دې بې‌ځايه قهر او غوسې مخه چې پر ګډ ژوند ناوړه اغېزه لري او ژوند ور توره تياره کوي، که څه هم په دې کې يوازې يوه کس ښځې يا خاوند ته ګوته نيول کېږي، بلکې دواړه ملامت وي، خو د جنجال ټکي يې مختلف وي.

نو په کورني ژوند په تېره بیا د دوئ جنسي اړيکه سخته ځپي. د زياتې غوسې په وخت کې لا دا هم پېښېږي چې يو پر بل ګوزارونه وکړي او يا سپکې سپورې يې تر خوله ووزي چې له پلو سره پکې تېر شي «خور او مور ورته وښکنځي» ؛ نو دا د جنجال وروستی حد دی چې وروسته په ژور خپګان او يا نورو عصبي ناروغيو بدلېږي.

ولې غوسه کېږئ؟

تاسې، ښځه/خاوند هغه وخت در ياد کړئ چې يو بل ته پرې غوسه شوي او ناراحته شوې ياست؟ له هغه/هغې ليرې شوې ياست او که ورته بې‌توجه ياست؟ ښه به دا وي چې د مقابل لورې غوسې ته په غوسه غبرګون ور نه کړل شي، بلکې د هغه لوی ځواب چوپتيا او بې‌تفاوتي ده چې يوه شېبه وروسته بيا په خپله درته خجل وي چې څه بد مې وکړل ورته غوسه شوم.

څه شی اړيکه خرابوي؟

ځينې کسان طبعاً قهرجن وي او په تندي يې کوکرې يوولس عدده جوړ کړي وي، بې‌توجهي، د کور په شيانو ناخبرې، چل‌بازي، له مشورې پرته يوه معامله کول او نور… دا هغه کارونه او عادتونه دي چې د مقابل کس ښځې/خاوند د غوسې د را پارولو سبب ګرځي.

همدارنګه ځينې چې د دې پر ځای په کور کې ستونزه هواره کړي، بهر وځي او کور پرېږدي؛ نو په هر حال د جنجال هوارول تر تېښته ښه دي، نه دا چې ميدان پرېږدي.

ځان‌‌پلوي؛

نارينه‌ نه، بلکې ځينې ښځې چې نوې واده شي غواړي په کور کې له مېړه را نيولې تر خسر او خواښې ټول د دې په ژبه او تبه ورسره ولاړ شي. له دې کاره سختې ستونزې په راتلونکي کې پېښېږي چې تر ټولو اول يې مېړه تر سخت فشار لاندې راځي. غوره دا ده چې په کورني ګډ ژوند کې هر يو خپل حد او مسووليتونه وپېژني او له نورو د خپل کار تمه و نه لري او يا داسې چلند له نورو و نه غواړي چې وچ په زور دې پرې ګرانه/ګران شي.

په ګډ ژوند کې دا ښه نه دي چې د کورنۍ نور غړي اخوا شي او يا د جلاکېدو لپاره ښځه خاوند ناسم چلند پيل کړي. ځينې نارينه تر واده وروسته له خواښې او خسر سره اړيکې پرې کوي چې په راتلونکي يې د خپلې ښځې د خپګان او غوسې وړ ګرځي.

کورنۍ ژوند که له غوسې ډک وي؛ نو څومره چې په هغه کې نور نسل ډېرېږي په هماغه اندازه په ناروغيو اخته کېږي يا د دوی په څېر منفي عادت «غوسه کېدل» په ميراث ور پاتېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply