فکري اغېز / محمد مصطفی سمون

0 591
په ژوند باندې له سره فکر کول او د نوي تصور په بینا ورته کتل د فردي ژوند خښته اېښودل دي.
چې له همدې ځایه د انساني فکر د بدلون پیل هم کېږي.
فکري اغېز په انساني ذهن باندې له بېلابېلو لارو خپل اغېز شیندي، لکه: د لوستنې، ناستې، اورېدنې او کړو وړو له لارې.
موږ چې کله هم د څه په اړه سطحي قضاوت کوو، دا په اصل کې له فکري اغېزې سره اړیکه لري، ځکه چې د فکر لپاره مو محدوده ټاکلې؛ نو له همدې وجې داسې کار ترسره کوو. بیا همدغه ګډوله مزاجه افکار ورځ تر بلې زموږ په ګرد چاپېره کې ځلیږي، چې بیا همدغه د ستونزو په زېږون کې هم مهم نقش لري.
له فکر سره د انسان د وجود ټول غړي تړلي دي؛ نو ځکه په فکري پیاوړتیا او ځوړتیا کې د انساني تدبر تناظر هم اغښتل شوی دی.
د فردي تحمل سره دا هر څه بل رنګ اخستلی شي، چې دغه تحملي تصور بیا په فردي اغېز کې هم خپل تاثرات ښکاره کوي، چې څومره د تحول او تحمل په مزیو باندې د دې سترې همغږۍ لپاره شریک تړاو پیدا کړای شي، چې له دې سره به د ژوند په اړه تحولي اراده او انعکاس هم رامنځته شي.
نو ویلی شو، چې فردي اغېز په فکري اغېز اوښتلی شي، یعنې په ټولنیزو تحولاتو کې همدا فردي تدبر ډېر اغېزمن تمامېدای شي.
د فکري اغېز جرړې بیا سرحد نه پېژني؛ بلکې داسې انتشار کوي، چې ټولنې په یو بل کې مدغموي او ستر بشري ناورینونه او فرصتونه زېږوي. دا بیا د افرادو دنده ده، چې له دې پدیدو څخه څه ډول ګټه اخلي.
په همدې تحولي اغېز کې فکري تحول  ډېر متحرک رول لوبولی شي، چې بیا هر څه په یوه محور راټولوي.
د نړۍ اوسني ګډوله مزاجه افکار د انساني ژوند د تحولاتو ستر اغېز پکې ښکاري، چې انسان یې په فکري محور کې له ډول ډول تاثراتو څخه اغېزمن شوی دی؛ نو همدې امتزاج کې د افکارو متدوال بدلونونه هم روان دي، چې ژوند هم په همدې ګډوله مزاجه خپلې لارې وهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply