مقالۀ څنګه لیکل کیږي؟ 

0 2,079

 

 _لیکنه: محمدآصف حلیمي 

مقاله پخپله لیکنه ده ، لیکوال یا مقالۀ لیکونکي مقاله د بېلابیلو موضوع ګانې د څرګندولو او سپړلو له پاره لیکي . په مقاله کې لیکوال ازاد دی ، هره مهمه او عامه موضوع چې ده ته یې آهمیت ډیر ښکاره شو نو په لیکولو یې لاس پورې کوي.
مقاله پر ځانګړې علمي موضوع د یو خاص مسلک اړوندو خلکو ته لیکل کیږي چې ډیر تحقیق او کار ته اړتیا لري او همدارنګه د یوې عامې موضوع په تړاو چې مخاطبین یې ټول عام وګړي وي هم لیکل کیدای شي.
ډیری لوستي ځوانان یا په عمومي توګه ډیر خلک له خپل ځان سره پنډ پنډ خبرې لري خو نه شي کولای چې په سم ډول یې تر نورو خلکو ورسوي ، ښایي دلیل یې دا وي چې د مقاله لیکلو په لارو او چارو به نه پوهیږي.
زۀ هڅه کوم چې په دغه لیکنه کې په مختصره توګه تاسو ته د مقاله لیکلو ، لارې چارې او هغه ټولې لارښونې او تجربې چې ما لۀ خپلو استادانو او هم مسلکه ملګرو نۀ یادې کړې دي ، تاسو ته وړاندې کړم؛ هیله ده په غور او دقت یې ولولئ.
د مقاله لیکولو شروع له کومه ځایه کیږي؟
اول کار د یوې موضوع ټاکل دي ، موضوع باید تاسو او لوستونکو ته نوې او مهمه وي.
په دویم قدم کې ټول هغه مطالب او ټکي معلوم کړئ چې غواړئ پخپله مقاله کې یې څرګند او مطرح کړئ . د یادو مطالبو د رد او تصدیق له پاره خپل دلایل ، سندونه او حقایق لۀ ځان سره ولیکئ او د ټاکلي موضوع اړوند خپل خاص اصطلاحات او کلمات هم درسره یادښت کړئ.
دریمه خبره چې باید په یاد یې ولرئ هغه دا ده چې خپل مطلب رسا بیان کړئ یعنې ډیرې مترادفې کلمې ، اوږدې سریزې او نورې غیر ضرور خبرې چې لۀ سړي څخه مطلب پکې ورکیږي مه راوړئ.
څلورمه خبره د موضوع بیان په مسلسل ډول ده یعنې خپلې خبرې په تسلسل سره مخته یوسئ ، اخوا دیخوا ټوپونه مه وهئ.
په لفظۍ پسې مه ګرځئ ، خپل مطلب په ساده او عام فهمه الفاظو بیان کړئ دا کار ستاسو بې سوادي او ناپوهي نه بلکې لوستونکي ته یو ډول خواخوږي او احترام په ګوته کوي.
کله چې لیکنه سرته ورسیدله او وپوهیږئ چې خپل مطلب ته رسیدلی یاست نو یو ځل بیا د خپلې لیکنې د سمون او ښه والي په خاطر خپله لیکنه په پوره غور او دقت سره ولولئ او بیا یې د نورو تر ګوتو ورسوئ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply