د «بهارت» فلم نوي ریکارډونه

0 870

د بهارت په نوم د هندي سېنما وتلیو ستوریو سلمان‌ خان او کترینه کیف تازه فلم چې د اختر په ورځو کې پر سېنماګانو نندارې ته وړاندې شو وار له مخه یې څو ریکارډونه جوړ کړل.
د علي عباس ظفر په لارښوونه دې فلم په بالیووډ سېنما کې د سلمان‌ خان یو تر ټولو ډېر ګټور فلم وبلل شو، ځکه په لومړۍ ورځ یې ۴۲٫۳ کروړه روپۍ وګټلې په داسې حال کې په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې د سلمان ‌خان «پرېم ردن دن پایو» فلم په یوه ورځ کې ۴۰٫۳۵ کروړه ګټلې وې.
په دې فلم ۱۰۰ کروړه بودیجه لګول شوې ده، خو په ۲۰۱۹ مېلادي کال کې په بالیووډ کې یو تر ټولو ډېر ګټیالی فلم وبلل شو او په دې سره د «کلنک» په نوم فلم شاته کړ چې ۲۱٫۶ کروړه روپۍ یې په لومړۍ ورځ ګټلې وې.
د دې ریکارډونو تر څنګ «بهارت» په اختر ورځو کې د سلمان‌ خان یو تر ټولو ګټالی فلم وبلل شو، ځکه په ۲۰۱۶ مېلادي کال اختر کې د هغه سلطان فلم په لومړۍ ورځ یوازې ۳۶٫۵۴ کروړه ګټلې وې.
د «بهارت» فلم د سلمان‌ خان او کترینه کیف هغه ګډ فلم شو چې تر نورو یې ډېرې پیسې وګټلې، ځکه په ۲۰۱۷ مېلادي کال د دوی «ټایګر زنده‌ هی» ګډ فلم په لومړۍ ورځ یوازې ۳۴٫۱۰ کروړه روپۍ ګټلې وې.
په هندي سېنما کې د عامر خان «ټهګ اف هندوستان» او د شارخ‌ خان «هپي نیو ایر» فلمونو وروسته درېیم فلم شو چې تر ټولو ډېرې پیسې یې وګټلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply