د ډاکټر عبدالله نامعقول دریځ او څرګندونې / محمد بشیر یوسفزی

0 589

د اوسني حکومت مشروعیت ته تر ټولو لویه ضربه ډاکټر عبدالله عبدالله رسولې، ځکه ټولو ته معلومه ده چې نوموړی په غیر قانوني توګه د اجرائیه رئیس په توګه ټاکل شوی او بیا حکومت ورسره سم نیمایي شوی دی او له همدې امله د ټولو انتقاد دادی چې د عبدالله او اجرائیه ریاست موجودیت د هیواد د اساسي قانون خلاف دی.

په دې کې شک نشته چې د دغه پوسټ د ترلاسه کولو او بیا د حکومت د نیمایي کولو لپاره نوموړي ټاکنیزې ناندرۍ او جنجالونه را پیل کړل او بالاخره یې دغه اوسنی مقام ترلاسه کړ. د ولسمشر غني د واکمنۍ لومړني دوه کلونه د ډاکټر عبدالله عبدالله د مخالفتونو او انتقادونو له امله تقریباً ضایع شول، ځکه ولسمشر غني به چې د هیواد د ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ لپاره هره ملي برنامه را پیل کړه نو ده به یې مخالفت کاوه، که به یې کوم مناسب کس د وزارت او یا کومې ادارې د مسوول په توګه هم انتخاب کړ، نو د ده شکایت او اعتراض به پورته شو او په دې ډول د حکومت حیثیت ته لویه صدمه ورسېدله او د دولت مخالفینو او د افغانستان دښمنانو ته یې دا پلمه په لاس ورکړه چې د حکومت مشران په خپلو کې جوړ نه سره راځي، نو له نورو سره به څه جوړ شي؟

حتی د تذکرو د ملي پروسې پر وړاندې هم ډاکټر عبدالله اعتراض وکړ او په زغرده یې وویل چې الکترونیکي تذکرې به وانخلي، حال دا چې په لومړیو کې یې موافقه کړې او منلې یې وه، مګر وروسته یې د هغو مخالفت وکړ.

په دې وروستیو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ان د هیواد د عدلي او قضایي ارګانونو پر وړاندې غیر مسوولانه څرګندونې وکړې او هغوی ته یې د غلو خطاب وکړ، د ډاکټر عبدالله عبدالله دا او دېته ورته کړنې په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي او حتی په دې وروستیو کې یې د مخالفینو دریځ اختیار کړی او ځینې ناراضه او له حکومته شړل شوي کسان چې په دولت او یا مسوولینو کوم بې اساسه تور پورې کړي، نو ډاکټر عبدالله عبدالله یې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول تائیدوي، د نوموړي دا دریځ واقعاً د اندېښنې وړ دی، نو پکار دی چې نوموړی یا له حکومته استعفی وکړي او مخالف دریځ اختیار کړي او که په حکومت کې ځان شامل ګڼي، نو بیا لازمه نه ده چې دغسې غیر مسوولانه څرګندونې وکړي چې د حکومت حیثیت ته ورسره صدمه ورسېږي. په دې کې شک نشته چې نوموړی د ولسمشرۍ د نوماند په توګه په دې ډول د خلکو د ملاتړ د جلبولو هڅه کوي، مګر دا ملاتړ باید د نظام لپاره په دومره لوړ قېمت تمام نشي.

حاجي حبیب احمدزي چې په دې وروستیو کې پر ارګ او یو شمېر کسانو ځینې تورونه ولګول او د هغوی په سپینولو کې تراوسه پاتې راغلی دی، نو ډاکټر عبدالله عبدالله د دې پرځای چې د ارګ د عظمت او د دولت د حیثیت د خوندیتوب په موخه د څېړنو او سپیناوي غوښتنه او ټینګار وکړي، نو برعکس د حاجي حبیب پلوي کوي او پر عدلي او قضایي ارګانونو غیر مسوولانه نیوکې کوي او د خلکو شکونه ورباندې زیاتوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply