بر افغان ته د يو بل منظور پښتين اړتيا

0 858

_ خوشحال آصفي

میندې راوړي ډېر زامن ډېر اولادونه         یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي

د خلقت له کارخانې نه کلــــــه کلـــــه         په جــهان پیدا یو بل شانې بشـر شي

دا د افغان نابغه سيد جمال الدين په اړه د ادب د ستوري ګل پاچا الفت وينا ده چې کولای شو د هر صفت وړ شخص لپاره يې وکاروو. په دې مانا چې رښتيا هم په نړۍ کې ډيری ميندې ډير اولادونه راوړي چې ډير کم يې د ټولنې لپاره د نيک نامۍ او خوشبختۍ سبب شي. همداسې ډيرو ميندو په کوزه پختونخواه کې هم ډير اولادونه وزيږول، څوک يې ملا فضلو شو، څوک يې سرتاج عزيز او څوک يې اسفنديار ولي خان شو. خو د دوی ټولو په منځ کې يوې بلې غيرتي مور يو بل زوی هم وزيږولو چې تر اوسه د ميليونو پښتنو لپاره د سر سړی او د عدالت چغه پورته کوونکی ثابت شوی دی. دا زوی د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نوميږي.

منظور پښتين وروسته له هغې له ډيورنډ کرښې د پورې غاړې محکوم پښتون ولس باندي د پنجابي حکومت د ظلم په مقابل کې غږ پورته کړ کله چې د کراچۍ پوليسو يو تن مشر راو انور يو وزيرستانی ځوان نقيب الله مسيد د جنوري په ۱۳مه نېټه له پوليسو سره په جعلي مقابله کې شهيد کړلو. له هغې وروسته منظور پښتين او نورو ملګرو يې په کوزه پختونخواه کې پر پښتون ولس د پنجابي حکومت د ظلمونو خلاف غږ اوچت کړ چې نن ورځ دا غږ د کوزې پختونخوا، پاکستان او افغانستان سربېره په امريکا، جرمني او د نړۍ په ډېری هيوادونو کې بدرګه کيږي.

دلته په افغانستان کې د کوزې پختونخواه په محکوم ولس د پنجابي دولت د ظلمونو خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه په کابل، ننګرهار، هلمند، کندهار او نورو ولايتونو کې هم ځوانانو لاريونونه وکړل او د اعتراض خيمې يې ودرولې. په ټولنيزه ميډيا کې افغان ځوانانو په پراخه کچه خپل مسوليت ادا کړی دی خو پوښتنه دا ده چې د پنجاب مستبدې ادارې د وحشتونو په مقابل کې آیا يواځې فيسبوکي شعارونه ورکول، سرې خولۍ په سر کول او يا تش په خوله د «لر او بر يو افغان» نارې وهل بسنه کوي؟

البته چې هيڅ کافي نه دي. په کوزه پختونخواه کې خو منظور پښتين توره وکړه، د ولس غږ يې پورته کړ او ولس هم منظور پښتين د پنجاب ادارې ته يواځې پرېنښود بلکې په هره لحظه کې ورسره ولس د منظور پښتين غږ ته په تمه دی. اوس دلته په افغانستان کې هم يو قوي منظور پښتين ته اړتيا ده، داسې منظور پښتين چې دا له برې پختوانخواه، او هغه منظور پښتين له کوزې پختونخواه د عدالت چيغه پورته او د پاکستان پنجابي دولت پر وجود لړزه خپره کړي.

يو وخت به چې کله دلته په افغانستان کې د لر پښتون په ننګه خلکو غږ پورته کولو نو نورو خلکو به پرې نيوکه کوله چې ګويا د کوزې پختونخواه پښتانه د افغانستان د پښتنو له غږ سره همغږي نه دي او يواځې بر پښتانه دي چې د ډيورنډ پورې غاړو پښتنو په ننګه غږ پورته کوي. خو نن چې د ډيورنډ پورې غاړې پښتانه په يو بي ساري اقدام کې د کوز او بر پښتون د ګډ دښمن په مقابل کې راپورته کيږي نو بر پښتون ولې سوړ غبرګون ښيي؟

آيا په برو پښتنو کې داسې شخص نشته چې لکه د منظور پښتين په شان پرې خلک راټول شي؟

آيا بر پښتانه پر سياست او مدنې مبارزې نه پوهيږي؟

آيا بر پښتانه تر اټکه د خاورې دعوه نه لري؟

البته چې بر پښتانه هم د منظور پښتين په شان په وطن مين په زرګونو ځوانان لري، تر هر چا ښه مدني مبارزين دي او هر لوی او کوچنی يې د لوی افغانستان هيله لري. خو يواځې د يو شي کمبود دی چې لکه منظور پښتين په شان په ولس او قام مين مشر پيدا او تر شاه يې ودريږي. اوس که دلته يواځې د فيسبوک پر پاڼه او ځينو ولايتونو کې د لر او بر يو افغان ناره وهل کيږي، که چيري يو ځوان سر راپورته کړي او لکه د منظور پښتين په شان د هيڅ ډلې، حکومت او پارټۍ له ګواښ ونه دار شي، نو ډير ژر دی چې د لوی افغانستان هيله به پوره او په لر او بر کې د پنجاب له ظلمونو نوره محکوم پښتون ولس بيغمه شي.

د لوی افغانستان د بيا جوړېدو په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply