د ولسمشر غني هڅونې او پاملرنې سرتېرو ته روحیه ورکړې

0 728

محمدبشیر یوسفزوی

د افغانستان په تاریخ کې به ولسمشر غني یو له هغو لومړۍ درجه مسوولینو څخه وي چې د هیواد په ډېرو سختو شرایطو کې یې د هیواد بېلابېلو ولایتونو، قول اردوګانو او روغتونونو ته سفرونه وکړل او هلته یې د هیواد هغه صادق بچيان چې شپه او ورځ د هیواد د دفاع، عزت او وقار لپاره په مېړانه جنګېږي نازولي، هغوی یې په غېږ کې نیولي، هغوی ته یې روحیه او ډاډ ورکړی، د دوی ستونزې یې نه یوازې اورېدلي، بلکې مناسبې حل لارې یې ورته لټولې دي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې یې فساد له منځه وړی. هغوی ته یې دا ډاډ ورکړی چې له دې وروسته یې هیڅوک هم حق نه شي خوړلی او نه یې هم امتازه ضایع کېږي.ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو په راوړلو او د هغوی تر منځ د مکافاتو او مجازاتو د اصل په تطبیق سره دغو ویاړلو ځواکونو ته د برابرۍ او عدالت احساس ورکړی او د تېر په څېر له بې عدالۍ او فساد څخه نه ځورېږي، ځکه له همغې لومړۍ ورځې څخه جمهور رئیس غني د امنیتي سکتور وزارتونو مسوولین د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د هر ډول فساد مخنیوي ته وهڅول او هغوی چې په اصلاحاتو راوړلو او د فساد په مخنیوي کې پاتې راغلل او یا خپله په فساد کې ښکېل وو، نو له دندو یې ګوښه کړل او پرځای یې وړ او اهل کسان استخدام شول او د امنیتي او دفاعي سکتور اوسنۍ رهبري یې ښه بېلګه ده چې په ټول قوت د فساد پر ضد مبارزه، د قانون د حاکمیت هڅې او د افغانستان د دښمنانو د ځپلو او نابودولو هڅې کوي.

د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې او لارښوونې په اساس د ملي تدارکاتو کمیسیون په اونیزو غونډو کې یې د فساد د مخنیوي په موخه د نورو وزارتونو او ادارو تر څنګ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ټول قراردادونه له سره وڅېړل او وارزول. په ټینګار سره یې ټولو ته هم هدایت ورکړ او هم اخطار چې د عسکر او سرتېري له اعاشې او امتیازاتو غلا ورته په هیڅ ډول هم د منلو وړ نه ده او عاملینو ته به سخته سزا ورکړل شي. له همدې امله په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت هغه قراردادي چې د سرتېرو له اعاشې یې شپږ سوه میلیون افغانۍ غلا کړې وه ونیول شو او دا مهال تر پوښتنو او څېړنو لاندې دی او باور دی چې په دې برخه کې به نور پام وړ اقدامات هم وشي.

جمهور رئیس د امنیتي سکتور مسوولینو ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوړو او درملو په کیفیت ټينګارکړی او په دې برخه کې یې پام وړ بدلونونه راوړلي، چې له امله یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اعاشه، البسه او درمل د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شول. دا به د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې د هېواد جمهور رئیس دې خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دومره ډېره پاملرنه وکړي وي، ځکه کله چې قول اردوګانو ته سفرونه کوي، نو له سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلا جلا کتنو کې د دوی ستونزې پوښتي او بیا یې د حل په موخه د دوی له مسوولینو سره شریکوي او د تعقیب لپاره یې جدي لارښوونې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply