د ځینو لوېدیزو ملکونو څو مخیزه سیاست

0 821

عبدالله وردک

انګلستانجون۲۰۱۹

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!

السلام علیکم‌ و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

که چېرې تاسې د نړۍ اوسني سیاست ته، ښه متوجه شويوای، نو دا به درته څرګنده شي، چې ځینې لوېدیز ملکونه، پهنړۍ کې څو مخیزه سیاست چلوي. غواړم، دغه موضوع ته پهلاندې توګه، اشاره وکړم:

الفامریکا، او د لوېدیزې اروپا ملکونه، د خپلو ملکونو د وګړوپه هکله، ډېر د منلو وړ سیاست، پر مخ بیایي. په دغه ملکونوکې، ټاکنې ډېرې شفافې، رڼې، او له درغلیو پاکې وي. د ټاکنونتیجه، هم بیا ډېر ژر اعلانیږي.

مخالف سیاسي ګوندونه، ټول په یوه آواز سره، د ټاکنو پایلهمني، او ټول بریالي نوماند ته، خپله مبارکي وړاندې کوي، اوبریال سیاسي ګوند، د خپل زړه حکومت جوړوي.

د یادولو وړ ده، چې د دغو ملکونو ټول وګړي د قانون په وړاندېیو شانته مسىٔولیت لري، او هېڅوک هم له قانون څخه، لوړ نشيګڼل کېدلای، او قانون په ټولو یو شانته عملي کیږي.

همدارنګه، د اداري فساد، او رشوت مخنیوی، په ښه ډول تر سرهکیږي، او امنیتي ارګانونه، د خلکو د امنیت په هکله، شپه اوورځ، هلې ځلې کوي.

بهمدغه د امریکا، او لوېدیزې اروپا ملکونه، بیا یو او بل ته،متقابل احترام لري. یو د بل په داخلي چارو کې هېڅ نوعهلاسوهنه نه کوي، او یو له بله سره ښې سیاسي، تجارتي، اواجتماعي، اړیکې لري.

جهمدارنګه، د دغه غربي نړۍ ځینې ملکونه، بیا د هغو ملکونود مشرانو په جنایتونو، او کمیو، سترګې پټوي، چې هغوی د دویګټې خویندي ساتي.

د یادونې وړ ده، چې د لوېدیزې نړۍ ځینې ملکونه، د خپلوګوډاګیانو دپاره ډېر تبلیغات کوي، چې تر څو له هغوی څخهکاغذی قهرمانان جوړ کړي. دوی ته د خپلو رسنیو پذریعه، ښهکمپاین کوي، او هغه په ډېر کم وخت کې، د کاذب شهرت لوړمقام ته رسوي.

دهمدغه د لویدیزې نړۍ ځینې ملکونه، بیا، د هغو ملکونومشران، چې د دوی خوښ نه وي، په رنګارنګ دسیسو او بهانو،هغوی د خپل ملت په وړاندې، لومړی تجرید، او بې قدره کوي، اوبیا یې تر سختو پرله پسې ګوذارونو لاندې نیسي.

د یادولو وړ ده، چې د لوېدیزې نړۍ ځینې ملکونه، د هغو ملکونود مشرانو په هکله، چې د دوی خوښ نه وي، د هغوی د ځپلولپاره، له دغه لاندې وسیلو څخه کار اخلي:

۱د بشر د حقونو بهانه:

کله چې د غربي نړۍ ځینې ملکونه وغواړي، چې د یوه ملکواکمن، تر فشار لاندې راولي، نو د بشر د حقونو مسىٔله ورتهراپورته کړي، چې تر څو د نړۍ نورو ملکونو ته، نوموړی واکمن،د بشر د حقونو ناقض معرفي کړي.

د یادولو وړ ده، چې متأسفانه، د دغه ملکونو واکمن، پدغه مسىٔلهکې تر یوې اندازې پړ هم دي، چې باید داسې نه وای.

۲د ښځو د حقونو بهانه:

د غربي نړۍ ځینې ملکونه، هر وخت د ښځو د حقونو مسىٔله، دهغو ملکونو د واکمنو، چې د دوی خوښ نه وي، او په ځانګړېتوګه، د ځینو اسلامی ملکونو د واکمنو په خلاف، کاروي.

۳د اقتصادي بندیزونو وسیله:

که چېرې، د یوه ملک واکمن، د ښځو د حقونو په مسىٔله کې راګیرنشو، نو بیا په هغه ملک، اقتصادي بندیزونه لګوي. دغهاقتصادي بندیزونه، بیا د ملت وګړي، له فقر، او ستونزو سرهمخامخ کوي.

۴د جنګسالارۍ مسىٔله:

هغه واکمن، چې د دوی د خوښې کارونه، سر ته نه رسوي، نو بیاهغه، د جنګسالار په نامه، د هغوی خلکو ته معرفی کوي.

۵د آی ام اف وسیله:

که چېرې، دغه ذکر شوو فشارونو کار ورنکړ، نو بیا د آی ام اف،له لارې، لا زیات فشار ته ادامه ورکوي.

۶د دېموکراسۍ بهانه:

که نوره بهانه پیدا نه شي، نو بیا دوی دغه ملکونه، د دېموکراسۍپه نه لرلو متهم کوي، او پدغه ډول غواړي، چې هغه ملکونه تر لازیات فشار لاندې راولي.

۷د تېرورېزم بهانه:

که چېرې هنوز هم، د هغه ملک واکمن، د دوی خبرې ته غوږ ونهنیوه، نو بیا، دوی دغه بهانه ورته لټوي، چې دغه واکمن، د دوی پهاصطلاح، له تروریستي ډلو ملاتړ کوي، او غواړي، دغه واکمن،ددې لارې را ګونډه کړي.

۸د کودتا وسیله:

که چېرې، دغه ټولو فشارونو، کار ورنکړ، نو بیا، د هغه واکمن، دچپه کولو دپاره، نظامي کودتا په لاره اچوي.

د پام وړ ټکي:

د دغه ټولو بهانو او وسیلو، د خنثٰی کولو یوازینۍ لاره، د حقیقياسلامی نظام پیاده کول دي، او بس.

هغه عزت او حق، چې انسان ته، په اسلام کې ورکړل شوی دی،هغه باالکل ساری نلري. په اسلام کې هېڅوک، یو پر بل برترينلري، مګر په تقواء سره. نو په اسلامی نظام کې خو، د انسانيحقونو د نیوکو، کوم سوال نه پیدا کیږي، او دا ځکه، چې پهاسلام کې الحمدلله، د هرچا دپاره، حق معلوم دئ.

همدارنګه، هغه حقونه، چې ښځو ته، په اسلام کې ورکړلشویدي، هغه په بل هېڅ ځای کې ندي ورکړل شوي.

په اسلامی نظام کې باید، واکمن ډېر عادل او د انصاف خاوندوي، او هغه د خپل ملک د ټولو وګړو، خدمتګار وي.

د کودتا، خو هېڅ سوال نه پیدا کیږي. دا ځکه، چې د ملکواکمن، به د هغه ملک ټولو پرګنو ته په یوه سترګه ګوري، او خپلځانونه به د خپلو خلکو، خدمتګار ګڼي. د خپلو وګړو په هکله، بههېڅکله د مور او میرې معامله نکوي.

نو د اسلامی ملکونو، واکمنو ته لازمه ده، چې دوی باید پهحقیقی بڼه، اسلامی نظام پخپلو ملکونو کې عملي کړي.

په پای کې زه یو ځل بیا خپله دعا تکراروم: چې الله(ج) د پهافغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغهالله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، الله(ج) د وکړي، چې د طالبانو وروڼو، او امریکایانوترمنځ، هغه څه فیصله شي، چې هغه الله(ج) ته قبول او منظوروي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply