د اسلامي ګوندونو د غړو د پام وړ/عبدالله وردک

0 550

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

په هر ګوند کې، ښه او بد غړي وو، او هنوز هم شته دي. یوازې فرق یې دا و، چې په ځینو کېښه غړي، تر بدو غړو زیات، او په ځینو کې بیا بد غړي، تر ښو غړو زیات وو. اسلامي حزبونه همله دغه پورتني حالت څخه مبراء نه وو، او اوس هم ندي. زما په فکر سره، د اسلامي ګوندونو غړوهم، دغه لاندې ځانګړتیاوې لرلې.

۱د اسلامي ګوندونو یوه ډله غړي، د خپلو ګوندونو لیکل شوو اصولو ته، له لومړی ورځې نه، ترننه پورې، کلک وفادار او متعهد پاته شوي دي. دا پدې خاطر، چې دوی په ریښتیا سره، د دغواصولو عملي کول غوښتل، او دوی هغو اصولو ته هنوز وفادار پاته شوي دي، او تر اوسه، د هغواصولو د عملي کولو په انتظار کې شپې او ورځې تېروي. دغه غړو، په خپل ژوند کې ډېرزحمتونه، او ډېر تکلیفونه ګاللي دي. دوی هر وخت د قربانۍ په وخت کې، په اول قطار کې، او دامتیازاتو په وخت کې په آخر قطار کې درېدلي وو، او هنوز همداسې دي. دوی د خپلو ګوندونوټول زحمتونه، د سر په بیه، په پراخه او سړه سینه قبول کړي وو، او هنوز یې هم قبول کړي دي. لېکن، دوی هېڅکله، له خپل اصلي ارمان څخه، چې هغه د یوه سوچه اسلامي نظام قایمول وو،تېر شوي ندي.

کله چې متأسفانه، په ځینو اسلامي ګوندونو سختې ورځې راغلې، نو بیا هم، همدغه غړو، د ګوندټولو خطرونو ته اوږه ورکړې وه، او د خپل ګوند د سوچه مرام څخه یې، په هرځای کې په مېړانهدفاع کوله. دوی په ډېرو وړو وړو خبرو له چا څخه نه خفه کېدل، او نه اوس خفه کیږي، او نه خپلوځانونو ته بهانې، او عذرونه لټوي.

دغه شانته غړو ته، د اسلامي  ګوندونو اصلي، او وفادار غړي ویل کیږي، او هغوی ته باید هروخت ډېر د قدر په سترګه وکتل شي، او د دوی پاکو مشورو ته باید په پوره غور سره غوږ ونیولشي، او له دوی سره، جفاء کول، به د هغه ګوند، او د هغه د اصولو، او ارمانونو سره جفاء کولوي.

۲بله ډله هغه غړي دي، چې هر وخت په دنیوي امتیازاتو پسې ګرزېدلي، او هنوز هم پسېسرګردانه ګرزي، او دوی د خپل ګوند اصولو ته، له یو درجن شرطونو سره وفادار وو، او هنوزهمغه شانته دي. یا په بل عبارت، دوی د خپل ګوند غړیتوب، د امتیازاتو په خاطر قبول کړی و.

د یادولو وړ ده، چې د دغه غړو شمېره، الحمدلله ډېره کمه او ناڅیزه ده، لیکن ډېر خطرناک همدي. دغه شانته غړي، هر وخت د امتیازاتو د لاسته راوړلو په فکر کې وو، او اوس هم دي. د دوییوازینی هدف د امتیازاتو لاسته راوړل وو، او هنوز یې هم، همغه هدف ته ځان رسول دي.

د دغه شانته غړو اصلي څېرې، پدغه ۴۰ کالونو کې افغانانو ته ښې څرګنده شوې. دغه ډلهغړي، د خپل ځان د براىٔت لپاره، هر نوع بهانې او عذرونه وړاندې کوي.

د مثال په توګه، کله چې د ځینو ګوندونو غړي فکر کوي، چې اوس به دولتي چوکۍ او امتیازاتوي، نو دوی بیا په ښکاره او څرګنده ډول خپل ملاتړ اعلانوي. اما، چې کله وویني، چې نه چوکۍاو نه زر شته، نو بیا، خپلو عادتي بهانو، تهمتونو، او عذرونو ته زور ورکوي، او په یوه بهانه، او بلهبهانه، تخریب کوي. دا پدې مانا، چې دوی خو هر وخت، او په هره مرحله کې په امتیازاتو پسېپښې لوڅې کړې وې. د دغې ډلې غړي، چې کله پوه شي، چې چوکۍ او زر ورته ونه رسېدل، نوبیا بېرته ګوند ته شا کوي، او بیا په امتیازاتو پسې لالهانده په یوه ځای، او بل ځای کې ګرځي،او دوی ته دا مهمه نده، چې له چا څخه، او په څه ډول، دغه امتیازات تر لاسه کوي.

یوه د خوشحالۍ خبره داده، چې الحمدلله، د دغه ډلې شمېره ډېره کمه ده، لیکن، بیا وایم چې ډېرخطرناک هم دي. دوی په ډېره چالاکۍ او خاص مهارت سره، د سالم تنقید تر نامه لاندې، تخریبکوي، او هر وخت د خپلو امتیازاتو په لټه کې وي.

وروڼه او خویندې، باید دغه ډلې ته ډېر متوجه وي، او د دوی مخه باید په ښه جایزه توګه ونیولهشي.

۳بله ډله هغه غړي دي، چې دوی د خپل حزب اصولو ته ښه وفادار وو، او هنوز هم وفادار پاتهدي، او هم یې د خپل حزب په خاطر، ډېرې قربانۍ ورکړې دي، او هم یې ډېرې سختۍ ګاللېدي. لیکن، دوی د خپل ګوند د ځینو اشخاصو سره، د ځینو دلایلو او مشکلاتو، د لرلو له کبله،خپل ځانونه، له ګوند څخه مرور او ګوښه نیولي دي. دغه وروڼه او خویندې باید پوه شي، چې ددوی ګوند ډېر زیات غړي لري، او یو څو نفره، هېڅکله د دوی له لوی اسلامي ګوند څخه نمایندهګي نشي کولای. دوی باید ډېر فعال و اوسي. دوی باید کوښښ وکړي، چې له هغو وروڼو اوخویندو سره، چې دوی ورسره خفه دي، د تفاهم لاره غوره کړي، او دغه غلط فهمي، اصلاح کړي.

وروڼه او خویندې هم باید کوښښ وکړي، چې ښه متعهد وروڼه او خویندې، په ناحقه خفه نکړي،او همدارنګه، وروڼه او خویندې، هم خپل ځانونه، په ناڅیزه شیانو خفه نکړي. نور وروڼه اوخویندې باید، د دوی په منځ کې ملامت او سلامت، د اسلام په رڼا کې معلوم کړي، او دغه وروڼهاو خویندې سره پخلاء کړي.

۴بله ډله هغه غړي دي، چې دوی، د ځینو دلایلو په خاطر، نور ستومانه معلومیږي. یا په بلعبارت، ناامیده شویدي. دوی باید هغه خپل لومړنی تعهد په یاد راوړي، او ناامیده نشي. دا پدېمانا، چې یو اسلامي ګوند، د خپلو غړو څخه هر وخت د ښو کارونو سرته رسول غواړي. نو د یوهمسلمان، خو هم دغه آرزو ده، او همدغه د ښو کارونو سرته رسول، خو دوی هم غوښتل. نو بیامشکل چېرې دی. د دغې ډلې غړي، باید په کلکه ملا وتړي، ناامیدي پرېږدي، پاڅي، او کاروکړي.

د پام وړ ټکي:

زه غواړم یو ځل بیا، دغه ټکي ته اشاره وکړم، چې الحمدلله، په اسلامي ګوندونو کې د لومړی ډلېغړي، باالکل ډېر زیات دي، او الحمدلله، د الله(ج) په فضل، او د دوی د قربانیو له برکته، ځینېګوندونه، په ډېرو سختو شرایطو کې هم، تر اوسه ژوندي پاته شوي دي. د دغو شانته وروڼو اوخویندو باید ډېر قدر وشي، دوی ته باید هر وخت، او په هرځای کې په درنه سترګه وکتل شي، اودوی ته، د ګوند د اصلي سرمایې په حیث وکتل شي. د دوی له پوهې، او تجروبو څخه ګټهواخستل شي، او دوی ته دا حق ورکړل شي، چې په مهمو فیصلو کې مؤثره برخه واخلي. داسېونشي، چې هرکله راشه، خو هېڅ مه خوره؟!

الله(ج) دې، د دغه شانته غړو تعداد، چې په اسلام او وطن مین، او وفادار دي، نور هم زیاتکړي. آمین یارب العالمین.

هېره د نوي، چې هغه دویمه ډله، چې په شمېره کې ډېره کمه ده، هم خپلو ځانونو ته متوجه شي،او خپل ځانونه، له لومړی ډلې سره یوځای کړي، او په ناحقه د خپل ځانونه، نه سرګردان کوي. داسلامي ګوندونو دروازې، هر وخت باید د دوی په مخه خلاصې وي. د دوی نیوکو ته په ښه توګهغوږ ونیول شي. دوی باید  بېرته خپل ګوند ته راشي، په ډېر عزت د خپلو وروڼو او خویندو سره یوځای، او د یوه متحد ګوند تر چتر لاندې، خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې د اسلامي ګوندونو مشران هم، باید د لومړی ډلې غړو ته رغنده توجه وکړي. کار اهل د کار ته وسپاري، او خپلو غړو ته ډېر د قدر په سترګه وګوري. داسې ونشي، چې هغهوروڼه او خویندې، چې امتیازات نه غواړي، باالکل هېر شي. نه داسې ونشي. انصاف او عدالتباید وشي. دوی ته باید مناسب امتیازات او حقوق ورکړل شي، او دوی هېڅکله هېر نه شي.

همدارنګه، د درېیمې او څلورمې ډلې غړو ته هم، باید خاصه توجه وشي، او د دوی سوالونو ته،ښه قانع ځوابونه پیدا کړل شي.

په پای کې دغه خبره ټولو وروڼو او خویندو ته یادونه کوم، چې په اسلام او وطن مین، انتخاباتيټیم ته خپله امانته راىٔیه ورکړى. ټول وروڼه او خویندې، باید دغه ټیم په هرځای کې په ښه توګه،تشریح کړي، او د خلکو، تشویشونه رفع کړي. نور د خفګان او ګیلو وخت نه دی، او ټول وروڼه اوخویندې، باید پدغه ډېر حساس وخت کې، د ریښتینې ورورګلوۍ، پاک لاسونه، یو او بل تهورکړي. نه باید کنایې یو او بل ته وویل شي، او نه ولیکل شي. ټول باید کار وکړي. ټول باید پدغهفکر کې شي، چې مونږه، چې دومره خبرې کوو، آیا د هغو د عملي کولو کومه اراده هم لرو اوکنه؟! زه ډارېږم، چې د اسلامي ګوندونو غړی، یوازې د مجازي غړو حیثیت ونه مومي.

په آخر کې خپله وطني دعا کوم:

الله(ج) د هغه سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه، الله(ج) ته، مقبوله اومنظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، زه یوځل بیا، په ډېره عاجزۍ سره دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار تهپورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) دې، د طالبانو وروڼو او امریکایانو ترمنځ هغه څه فیصلهکړي، چې هغه الله(ج) ته قبول او منظور وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply