چاودنې، بمباري، اوښکې او وينې

0 617

محمد اکبر پیمان –

موږ هم عجبه حیوانات نه وبخښه انسانان یو، سوري سوري بیلر مو د اوبو نل ته ایښي دي او غواړو ډک يي کړو. دا بیلر چیري ډکیږي، هو تر هغه وخته نه ډکیږي چي سوري يي بند نه  کړو او دا د اداري او مدیریت یو ډیر مهم اصل دي. په کابل کي نني چاودني په سلګونو کورني د غم په تغر کښینولي. په تلویزن مي د سرتورو ساندي او ژړا ګاني لیدلي، د ماشومانو په مخ مي را ماتي ویني لیدلي، دسپین ږیرو اسویلي مي اوریدل او دا لمړني ځل نه دي چي زه او نور خلک دا شیان وینو، اورو او په رڼو سترګو ورته ګورو او دا به اخر ځل هم نه وي. دا کارونه یوازي په ځانمرګو بریدونو کي نه کیږي بلکه ړندي بمباري هم داسي ویرونه راوړي او همداسي ماتمونه جوړوي. د معمول سره سم په مطبوعاتو، فیسبوک او نوري ټولنیزو رسنیو کي په هماغه ورځ ډیر سخت عکس العملونه وینو خو چي ورځ تیره شوه او سبا شو بیا هر څه هیر وي. یوازي د پیښی اصلي قربیانیان دي چي دا غمونه تر ډیره ورسره مله وي او ډوډي له اوښکو سره خوري. خو موږ له عقل څخه په احساساتو کي ډیر مخ ته یو او زموږ تاریخ هم همدا ګواهي ورکوي چي زموږ احساساتو تل موږ له سړیتوب څخه ایستلي یو. زموږ کور اور اخستي دي او حتي په دی لمبو کي هم  زموږ لوستي خلک په قومي مسایلو پسي ګرزي، تر اوسه هم دي جګړي ته د مشروعیت د ورکولو هڅه کوي، تر اوسه هم د خلکو د وینو له پلورولو څخه پیسي تر لاسه کوي او تر اوسه هم د وږیو لیوانو په شان د ولس غوښه او هډوکي یو ځاي سره خوري.

د ولسونو زور ته هیڅوک د ټینګي نه دي. له هلمنده د سولي د اولسي حرکت پیل، په فرض روژه کي تر کابله د هغوي  پلي راتګ او بیا په کابل کي د مختلفو اورګانونو مخ ته د هغوي له خوا د اعتراض خیمي وهل او بیا د هیواد ګوټ ګوټ ته د هغوي سفرونه زموږ د خلکو له پاره د سولي او په جګړه کي په ښکلیو خواوو د فشار اچولو ډیر ښه فرصت وو. خو ددي کسانو شمیر هیڅکله تر سلو کسانو ډیر نشو، حتي ځینو کسانو خو ددوي په دي مدني حرکت پوري خندل هم. ایا په دي ۳۳ میلیونه نفوس کي یوازي همدا سل تنه سوله غواړي؟ ایا دا کسان چي نن يي فیسبوکونه په نارو سورو اسویلیو او ساندو ډک کړي دي سوله نه غواړي. زه سل په سلو کي ډاډه يم چي ددي ولس ۹۸ سلنه خلک سوله غواړي. خو دا چي ولي نه را پورته کیږي، ولي د سولي له ولسي حرکت سره مله نه شول هغه سوالونه دي چي باید له دي ویده ملت څخه وپوښتل شي. د فیسبوک په پاڼه د وینو او اوښکو په پوست کولو سره سوله نه راځي. دا چي ته وايي زما يي په څه نو چي سبا ستا کور په ځانمرګي او یا هم ړندو بمباریو کي وران شي نو سبا زه هم وایم چي زما په يي په څه.  دا چي ته زما د غم د مخنیوي له پاره خپل دفتر نه شي تړلي، خپل دوکانداري او تجارت نه شي پریښودلي، حتي د خپلي رادیو او تلویزیون په پرده په همدي ورځ د سندري اواز نه شي کرارولاي نو زه به بیا ستا په مرګ ولي خواشینی شم. د چا په مړي پوري خندل همدي ته وایی چي ته بیغمه ناست او وايي چي چاودنه خو له موږ څخه لیري وه نور یي موږ څه کوو نو سبا چي څوک ستا د مړي سپکاوي کوي زما په نظر خو دا دهغه سړي حق دي.

دا چاودني او بمباري به همداسي جاري وي، موږ به همداسي د قصابي د غوایانو په شان قرباني کیږو، زموږ ماشومانو به همداسي په وینو کي لامبي اوزموږ تور سري به همداسي لوڅي پښي منډي وهي . دا غمیزه به تر هغه روانه وي چي تر څو چي ما او تا راویښ نشو. تر څو چي د خپل ورور غم خپل غم ونه ګڼو. تر څو مو دا فکر له سره ونه باسو چي انسان وژونه جنت ته د تګ یوازیني لاره ده.  منظور پښتین څنګه خلک را ټول کړل، څنګه يي منظم کړل، څنګه يي یو فوځ په وړاندي ودرول، هغه فوځ چي حتي نوم یي په بده اخستل کفر ګڼل کیده. د منظور په هر جلسه کي په سل ګونو زره کسان وي خو زموږ د سولي ولسي حرکت تر سلو نه اوړي. ولي نه اوړي ځکه ملت د سولي پخه اراده نه لري که څه هم په سوله پسي له تندي مري. که غواړو بیلر له اوبو ډک نو باید دا سوري سوري بدن یي لیم کړو که نه د بیلر ډکول به هم زموږ د سولي د ارمان په شان یو تش خوب وي.

محمد اکبر پیمان

د جولاي لمړي نیټه کال ۲۰۱۹ ‎

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply