له ټاکنو څخه د نوماندانو وېره

0 738

اېمل پیاوړی –

د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان له ټاکنو څخه وېره لري او د دوی دا وېره برحقه ده، ځکه دوی پوهېږي چې د ولس د باور او ملاتړ خپلولو لپاره نه ښه شهرت او سابقه لري، نه کوم فکر او منشور لري او نه داسې کوم جوهر لري چې د هغه پر مټ ځانونه خلکو ته وځلوي او د هغوی باور ترلاسه کړي، خصوصا د ولسمشر غني پر وړاندې ورته ځانونه ډېر عاجز او کمزوري ښکاري او کوښښ یې دادی چې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره نشي.

که څه هم په لومړیو کې دوی دا تورونه پورې کول چې حکومت ټاکنو ته ژمن نه دی او نه غواړي چې د ولسمشرۍ ټاکنې په وخت ترسره شي، مګر ولسمشر غني له همغه تېر کال راهیسې ټینګار دا وو چې ټاکنې به په وخت ترسره کېږي، خو د ټاکنیزو کمېسیونونو د بې کفایتۍ له امله ټاکنې وځنډېدې، کمیشنران بدل شول او په پام کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د کمېسیون له لوري په اعلان شوې نېټه ترسره شي.

کله چې نوماندان په دې پوه شول چې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کېږي، نو اوازې یې خپرې کړې او تورونه یې پورې کړل چې حکومت او ولسمشر غني سوله نه غواړي، د سولې مخالف دي او دوی د سولې پرځای په ټاکنو ټینګار کوي. حال دا چې ټاکنې او سوله دوه جلا ملي پروسې دي چې افغانستان ورته اړتیا لري او دواړه پروسې موازې او همزمان له کوم ټکر پرته ترسره کېدلی شي او حتی تاکنې د سولې پروسې لپاره ګټورې دي، ځکه د سولې پروسې د تعقیب لپاره افغانستان منتخب حکومت او ولسمشر ته اړتیا لري، مګر د ولسمشر نوماندانو د دې پر وړاندې منفي تبلیغات پیل کړل او هڅه یې دا وه چې د ټاکنو مخه ونیسي، مګر ولسمشر غني همزمان په دواړو پروسو ټینګار وکړ او بالاخره امریکا هم دا تائید کړه چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې باید پر خپل وخت ترسره شي.

کله چې د ولسمشرۍ نوماندان په دې پوه شول چې دا سناریو یې هم ناکامه شوله، نو بل ځل یې دا ډنډوره پیل کړه چې د جوزا په لومړۍ د ولسمشر غني قانوني موده پایته رسېږي او هغه باید له دندې استعفی وکړي او پرځای یې بل موقت حکومت راشي، حال دا چې د موقت حکومت غوښتنه او یاده د قانون په هیڅ ماده کې هم نه ده راغلې، د افغانستان سترې محکمې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو تر پایلو پورې د ولسمشر غني موده قانوني وبلله او وې غځوله، مګر د ولسمشرۍ نوماندان حتی د محکمې د دې پرېکړې پر وړاندې هم ودرېدل. د لاریونونو ګواښ یې کړی و، مګر په هغه کې هم پاتې راغلل، ځکه چې د دوی په خوله هیڅوک هم لاریونونو ته نه تیارېږي.

اوس یې د ولسمشرۍ ټاکنو د ناکامولو بله سناریو پکار اچولې ده او په دې وروستیو کې یې ګواښ کړی دی چې که ولسمشر غني ارګ پرېنږدي، نو دوی به ټاکنې تحریم کړي. د ولسمشرۍ د نوماندانو دا او دېته ورته نورې ټولې هڅې دا ښيي چې دوی له ټاکنو څخه سخت په وېره او له خپلې بریا څخه بېخي نهیلي دي او په دې خاطر د ټاکنو د نه ترسره کېدو لپاره هره ورځ نوې پلمې لټوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply