پاکستان به بدلېږي، یا به نړېږي!

0 723

ګلرحمن رحماني/

ولسمشر غنی پاکستان ته د خپل سفر پرمهال د یاد هیواد له لمړی وزیر عمران خان سره په اسلام اباد کې د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا بحث وکړ . د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پاکستان په تېرو منفي سیاستونو قانع شو او وې ویل چې د دواړو هیوادونو اړیکې یې خړې پړې کړې او له دې امله یې هغو څخه درس اخیستی او افغان ولسمشر ته یې ډاډ ورکړ چې تیری تیروتنی به تکرار نه شي او د دواړه هیوادونو تر منځ د ښو اړیکو ، همکاریو او مناسباتو لپاره په به ګډه کار وشي .

لدی معلومیږی چې پاکستان ته معلومه شوه چې باید د خپل تجارت لپاره له افغانستان سره اړیکې ښې کړم، تر څو له روان اقتصادی بحران څخه ځان وژغورم . همدارنګه د پاکستان له لوري ولسمشر غني ته ډاډ ورکړل شوچې له ترهګرو ډلو څخه به لاس اخلي او طالبان به دېته مجبوروي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي .

‍ولسمشر غني  د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی ، ډیپلوماټانو ، استاذانو او محصلینو پکی ګډون درلود، په وینا کې وویل د پاکستان او طالبانو تر منځ یو بل باندی ډېره قوي تکیه وجود لري موږ ته په کار ده چې د یو جګړیز حالت نه د همکاری خواته حرکت وکړو د یو پروګرام له مخی عمل ته اړتیا ده . ولسمشر غنی پاکستان ته ځکه د عمل وړاندیز کړی چې پاکستان تل افغان حکومت او نړیوالو ته ویلی چې موږ له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې هر وخت همکاری کړې خو د یادونی وړ ده چې پاکستان حکومت تل نړیوالو او افغان حکومت ته دروغ ویلي .

مګر له دې وروسته به د پاکستان دا دروغ ځکه ونه چلېږي چې افغانستان په ځانګړي ډول ولسمشر غني لا له وړاندې د پاکستان اصلي څېره پېژندلې وه او نړیوالو هم د ولسمشر غني له برکته کرار کرار د پاکستان څېره وپېژندله او دا یې درک کړې ده چې پاکستان په عمل او ګفتار کې ډېر تفاوت موجود دی او تر هغو چې د دوی وینا او عمل یو نشي، نو هیڅوک به هم ورباندې باور ونه کړي.

اوس نو د دې وخت را رسېدلی دی چې پاکستان خپل ځان، دریځ او پالیسي بدلې کړي. دا تر ټولو سخته سزا ده چې پاکستان یې د خپلو ناوړه اعمالو له بابته ګالي. پاکستان منزوي شوی، پاکستان بې اعتماده شوی، پاکستان کاواکه شوی، پاکستان بحراني شوی او پاکستان په ستونزو کې ښکېل شوی دی، نو د دې شدیده اړتیا ده چې پاکستان یا ځان بدل کړي او یا هم نور هم په بحرانونو او ګردابونو کې ډوب شي.

پاکستان دا مهال له یوې خوا د انرژۍ او برېښنا له قلت سره مخ دی، له بل لوري یې منځنۍ اسیا ته غځېدلې لارې پر مخ تړلې دي، له بل لوري له اقتصادي ستونزو او داخلي ناورین او تشنج سره مخ دی او همدارنګه یې نړیوال شهرت هم تر بل هر وخت زیات متضرر شوی دی، نو پاکستان به یا بدلېږي او یا به نړېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply