د عين الدوله شهزاده امان الله خان عدالت او سخاوت

0 797

/ډاکټر عبدالرحمن زمانی 

(د هيواد د خپلواکۍ د گټلو د سلمې کليزې د رارسيدو په مناسبت د بريتانوي هند د اسنادو له آرشيف څخه)

د شهزاده امان الله خان په هکله د کابل د امير حبيب الله خان په دربار کې د بريتانوي هند د استازي حافظ سيف الله خان د استول شوي يوه سياسی – استخباراتی رپوټ پښتو ژباړه .

حافظ سيف الله خان د ۱۹۱۶ ميلادي کال د جولای د اتمې نيټې په خپل رپوټ کې ليکلي چې « دغه لاندې کيسه د عين الدوله شهزاده امان الله خان د عدالت او سخاوت څرگندونه کوي:

ويل کيږي چې يو مظلوم هزاره د اوږدې مودې دپاره د په کابل کې سرگردانه ؤ، او د وسيلې او پيسو د نه درلودو له امله يې خپل هغه فرياد او عرض د چارواکو غوږونو ته رسولای نشو، د کوم دپاره چې کابل ته راغلې ؤ.

نوموړي هزاره يوه ورځ شهزاده امان الله خان په لاره کې  په آس سپور وليدو او خپله پگړۍ يې د هغه مخې ته په ځمکه وويشتله، کوم چې د سخت خپگان او پريشانۍ څرگنده نښه وه.

شهزاده خپل آس و درلولو تر څو د هغه پر ستونزې ځان پوه کړي او هغه ته يې وويل چې د ده کور ته ورشي. خو بې وځله هزاره وايي چې څه شته او زر نه لري چې د هغه د څوکيدارانو لاسونه پرې غوړ او د ننوتلو اجازه ترلاسه کړي . شهزاده ورته د زرو  دوه کابلۍ روپۍ ورکوي.  تر هغه وروسته هغه سړی د شهزاده کور ته ځي او څوکيدارانو ته د سرو زرو د سکو په ورکولو سره د ننوتلو اجازه تر لاسېه او خپل هدف ته رسيږي.

هغه شهزاده ته وائي چې د سرو زرو د دوو سکو په ورکولو سره يې د راتگ اجازه تر لاسه کړې ده. پدې خبره شهزاده څوکيداران راغواړي، لټوي يي او د سرو زرو د سکو په راويستلو سره امر کوي چې مخونه يې تور او تر وهلو ټکولو وروسته يې له  خپلو دندو گوښه کړي».

(پای)

سرچينه:

Afghanistan & North West Frontier Diaries (L/P&S/10/202). Diary of the British Agent at Kabul Hafiz Saifullah Khan. Foreign & Political Department No. 1136-17.7.16-26.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply