څه ډول کولای شو پر ځان باور مو پياوری کړو؟

0 824

/ ژباړه: تمنا غورځنګ

د دې لپاره چې پر ځان مو باور پیاوړی شي، ځینې اصول موجود دي، چې باید پلي شي. په دې لیکنه کې مو پر ځان د باور پیاوړي کولو دوو اصولو ته اشاره کړې ده. نو که غواړئ پر ځان مو باور زیات شي او که یې لری، پیاوړی شي، نو د لیکنې تر پایه را سره اوسی.

لومړی اصل: تېر شوی وخت مو ومنئ او راتلونکې ته هیلمن اوسئ .

تاسو بايد په دې پوه شی چې تير مهال ته مو بدلون نشی ورکولای ځکه تېر وخت ستاسو له لاسه وتلی دی او په اړه یې فکر کول هېڅ شی هم نه شي بدلولی. خو له راتلونکې سره تر اوسه نه یاست مخ شوي . راتلونکې یوازې او یوازې  ستاسو د فکر زېږنده ده. تاسو باید د تېرې زمانې په لومه کې بند نه شی، خو د تېر وخت له کړنو او تجربو باید زده کړئ او راتلونکې ته هوښیار شی. بايد په ډير هوښياري سره تير وخت په اړه فکر وکړو ، خپل فکر ، وخت او کوښښونه یوازې او یوازې د خپلې راتلونکې د روښنایۍ او بریا لپاره وقف کړئ.

دويم اصل : د خپلو موخو په هکله له ځانه سره خبرې وکړئ .

خپلې موخې په جملو کې ولیکئ او ځان سره يې ولولئ پام مو وي چې ستاسو لیکلې جملې باید مثبته بڼه ولري. موخې بايد ريښتنې او د منلو وړ وي نه دومره لويې وي چې هغې ته لاس رسی ناشونې وي او نه دومره ټيټې او له نظره لويدلې وي چې د لاس ته راوړلو ارزښت ونه لري . د خپل ځان د هر ګړۍ ، ورځې ، اونۍ او مياشت لپاره پر ځای او منل شوي موخې وټاکئ ، د لنډو موخو بريا تاسو د لوړو موخو د لاس ته راوړلو لپاره هڅوي  او د هڅونې انګيزه په تاسو کې را ويښوي. هڅه مو باید دا وي چې خپلې موخې په ياد ولرئ او بیا بیا یې له ځان سره تکرار کړئ. داسې چې ستاسو د نیمه هوښیار ذهن برخه وګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply