د وېښتانو ښکلا څنګه وساتو؟

0 703

د وېښتانو د ښکلا د ساتنې تر څنګ ځينې داسې چارې هم اړينې دي چې درملنې ته ورته دي.

هر څوک غواړي چې ښکلي او ډېر وېښتان ولري، خو د وېښتانو د توېدو د مخنيوي او ښکلا لپاره ډول ډول شامپو، د سر تېل او داسي درمل کاروي چې تر ګټه یې تاوان ډېر وي.

نن د څو  اسانو او ارزانو ماسکونو  په اړه معلومات در کوو چې هم د وېښتانو ښکلا زياتوې او هم یې د توېدو مخه نيسي.

پیازو او زيره

درې دانې پیاز او یوه کاچوغه زیره در واخلئ، لومړی پیاز په مکسر کې  ښه میده کړئ چې بېخي لکه اوبه داسي شي بیا زیره ورسره ګډه کړئ، وروسته وېښتان پرېمنځئ  چې ښه وچ شول، جوړ شوي مواد پرې ووهئ، بیا سر په دسمال کې وتړئ، له ۳۰ دقیقو وروسته يې په شامپو پرېمنځئ، دا کار په اوونۍ کې دوه ځلي وکړئ.

وېښتان به مو ښکلي او کلک شي  ځکه پیاز وېښتان کلکوي او زیره یې رنګ ته ښکلا ورکوي.

کېله او د هګۍ زېړ

 يوه کېله او یو د هګۍ زېړ په مکسر کې مکس کړئ، دا هم د پیازو د ماسک په څېر په وېښتانو ووهئ، له ۳۰ دقیقو وروسته مو سر پرېمنځئ، دا ماسک هم په اونۍ کې دوه ځلې وکاروئ، د وېښتانو د توېدو مخه نیسي.

د هګۍ زېړ او شین چای

دوه دانې د هګۍ زېړ له دو کاچوغو وچ شین چای سره مکس کړئ، بیا يې په وېښتانو ووهئ، له ۳۰ دقیقو  وروسته مو سر پرېمنځئ، دا ماسک هم په اوونۍ کې دوه ځلې وکاروئ، وېښتان اوږده، قوي او کلکوي.

کېله او مستې

یوه کېله له دوو کاچوغو مستو سره ګډه کړئ چې  ښه نرم شي بیا یې د سر په پوستکي ووهئ، یو ساعت وروسته یی په شامپو پرېمنځئ، وېښتان به مو ځلېدونکي او نرم شي.

ماش او کېله

ماش، یوه کېله او دوې کاچوغي مستې سره ګډې کړئ دا هم چې ښه نرم شي بیايې په وېښتانو باندي ووهئ، یو ساعت وروسته یې په شامپو پرېمنځئ، وېښتان به مو ښکلي او پاسته شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply