د مطالعې ارزښت او ګټې /ښویالی محمدشفیق شرفزی

0 1,917

مطالعه د عربي ژبې کلمه ده، چې مانا یې غور، فکر او توجه کول دي، د یو شي په اړه پوهاوي او واقفیت لپاره د یو شي کتل، لوستل او پوهېدلو ته مطالعه وایي. د یو لیکنې یا کتاب په غور سره لوستل او د ښوونکي څخه د سبق لوستلو په مرسته د مطالبو او علومو په مانا او مطلب باندې غور، فکر او په عبارت باندې پوهېدو ته مطالعه وایي. او په عام ډول د کتاب کتل او د کتاب ورقې اړولو ته هم مطالعه وایي.

په موجوده عصر کې که څه هم د مطالعې ځای انټرنټ او مبایل نیولی دی او د خلکو په ذهنونو یې قبضه کړې، د معالعې لپاره نوي ذرایع رامنځ ته شوي او د ورقي کتابونو ځای (پي ډي ایف) کتابونو نیولی دی، خو لاتر اوسه هم د چاپي کتابونو ارزښت او اهمیت په خپل ځای پاتې دی.

که څه هم د نوي عصر ټکنالوژۍ د کتابونو بڼه (پي ډي ایف) په واسطه ډېر آسانه کړی، خو د ورقي کتاب بدیل هیڅ کله نه شي کېدی او د ورقي کتابونو ځای نه شي نیولی. د ورقي کتابونو د مطالعې ګټه داده، چې لوستل شوي خبرې د سړي په ذهن کې ترسیمېږي او په ذهن کې پاتې کېږي، لوستل شوي موادو باندې د ضرورت په وخت کې بیا په آسانۍ سره یو نظر اچولی شې، د ورقي کتابونو مطالعې سره د انسان د ذهن ورزش هم کېږي او په سوچ، فکر او د پوهې په صلاحیتونو کې یې زیاتوالی هم راځي، خو له بله پلو د مبایل او لپټاپ د مطالعې سره سړی ژر ستړی کېږي او د ژر زړه تنګۍ سبب کېږي او باید وویل شي، چې صحت ته هم صدمه رسوي.

لکه څنګه چې ښې غذا لپاره د انسان بدن ضرورت لري په همدې ترتیب مطالعې ته هم د انسان بدن ضرورت لري، همداشان د روحي او فکري ارتقا لپاره هم ګټه لري، د کتاب مطالعې سره انسان د زرګونه کلونه پخوا خلکو سره ملاقي کېږي، کتاب د خپلې مطالعې پر مټ انسان د تصوراتو نړۍ ته بیایي او د تاریخ له اوچتو او پیاوړو انسانانو له صحبته خبرېږي او د متعدد او متنوع افکارو او خیالاتو سره بلدتیا پېدا کوي.

د کتاب د مطالعې پر مټ د انسان ذهن وسعت پېدا کوي او سوچ او فکر کې یې بلندي او لوړوالی راځي، د ښه او بدو تمیز کولو هنر زده کوي، شعور او احساس یې بېداره کېږي. که چېرې د انسان شعور مړ شي، احساس یې پژمرده شي، فکر او سوچ منجمد شي نو انسان د ښه صحت او تندرستۍ سره سره د ژوندي مړي په څېر وي.

د مطالعې یوه ګټه دا هم ده، چې انسان په مطالعه بوخت وي او کتابونه لولي نو د غلطو او بې هوده خلکو له ناستې او صحبته بچ پاتې کېږي او د فحش او بدیو لرونکو خلکو له مجالسو څخه محفوظ پاتې کېږي.

ددې لپاره موږ ته پکار ده چې د کتابونو ارزښت ته قایل ووسو او د کتابونو د مطالعې عادت ځان کې پېدا کړو. خپلوي مو د کتاب سره ټینګول پکار دي. په سفر کې یو یا کور کې کتاب مو ملګری وي، او کتاب دی، چې زموږ د زینت او ښکلا نماینده ګي کوي، زموږ د ژوند تر ټولو وفاداره دوستان دي. کتاب موږ ته د یوازیتوب احساس نه راکوي، فریب او دوکه نه راکوي، حوصلې مو اوچتوي، ذهن جوړونه مو کوي، د بریالیتوب چل رازده کوي، خپګان، غم او اضطراب رانه لرې کوي، له موږ خوش مزاجه او خوش طبعیته انسان جوړوي، د مشاهدې سلیقه راښایي، د اخذ او ستنباط حس مو پیاوړی کوي او د ورځني حالاتو او جریاناتو څخه مو په خپل وخت خبروي.

که د انسان په درون کې د مطالعې شوق او ذوق وټوکېږي نو د هغه په علم کې د زوال په ځای زیاتوالی راځي او د غم او خپګان له پیاده رو څخه بېزاره کېږي او په یو داسې روښانه شاهراه باندې ګام اخلي، چېرته چې خوښي او خوشالي وي. خو فقط په یو شرط چې زموږ په درون کې د کتاب د مطالعې سره سره د کتاب د مفاهیمو د هضم توان ولرو او د ژوند په چارو کې ترې کار واخلو.

یو کتاب مې لوستو(شورش کاشمیري) چې پکې یې د مولانا اوبو الکلام آزاد یو نقل قول راخستی و( زما مطالعه زما له ځوانۍ څخه مخکې ځوانه شوې وه، ما کتابونه لوستل نه بلکه هضمول مې).

له نن څخه تقریباً سل کاله وړاندې د عالمانو او مفکرینو ژوند که مطالعه کړو نو ترې جوتولای شو، چې  هغوی د ژوند ډېره برخه د کتابونو مطالعې، تصنیفاتو او تالیفاتو ته ځانګړې کړې وه. کتابونه د هغوی خوراک، څښاک او د ژوند مشغولا وه، په داسې حال کې چې په هغه وخت کې نه انټز نټ و او نه کمپیوټر او نه هم د چاپ کوم خاص سیستم، د داسې حالاتو او ستونزو باوجود د لیکلو او لوستلو دود عام و. خلکو به د مطالعې لپاره ډېر لرې ځایونو ته سفرونه کول او د خپل علم تنده به یې خړوبوله. د لرګي او بڼکې له قلمونو، د چمنۍ او سپوږمۍ په رڼاګانو باندې به یې تصنیفات او تالیفات کول او د علم او فکر دریابونه به یې تر ما او تا رسول، چې دا دی سلګونه کلونه تېر شوي خو د هغوی کتابونه لا ژوندي دي او خلک یې د مصدر او مرجع په شکل کاروي او په خپلو لیکنو او تحریرونو کې ترې استفاده کوي.

داچې نن سبا موږ کوم د ذلت او بدبختۍ ژوند تېروو د دې لویه وجه داده، چې موږ د خپلو عالمانولاره پریښې ده، د کتابونو سره مو خپله اړیکه شلولې ده، له مهنت او مشقت څخه تېښته کوو او تحقیق او پلټنه راته لویه بلا ښکاري. که موږ د خپلو مشرانو یاد تازه وساتو او د هغوی علمي ډګرونه ګرم وساتو او د هغوی په نقش و قدم لاړ شو، کتابونو سره خپله اړیکه ټینګه کړو نو له موږ څخه هم هماغسې عالمان او پوهان جوړېدی شي.

د کتاب د مطالعې لپاره لازمه داده، چې د کتابونو د ټاکلو سره سره یې لوستلو لپاره ځانګړی وخت هم وټاکل شي او د مطالعې ښه نه ښه لاره غوره کړی شي تر څو له خپلې مطالعې څخه عظمي ګټه پورته کړو.

خو پوښنته دلته ده، چې څومره مطالعه باید وکړو؟ ددې پوښتنې قانع کوونکی ځواب ستونزمن دی، خو اصل شی د مطالعې ذوق دی، که ذوق پېدا شي نو دماغ نه ستړي کېږي او نه هم د کوښښ او زده کړې تنده کمېږي.

د کومو کتابونو مطالعه باید وشي؟ داخبره د سړي د طبیعت او ذوق پورې اړه لري، چا ته چې په کوم علم او فن کې دلچسپي وي نو د هماغې مربوط کتابونه مطالعه کولای شي. خو یوه خبره په یاد ولرئ، چې د مطالعې لپاره په لومړي سر کې آسانه او عام فهمه کتابونه انتخاب کړئ او ښه به لا داوي، چې د قصو، شعرونو، طنزونو، ناولونو او دې ته ورته کتابونه وټاکل شي، ترڅو د زړه تنګۍ مخه هم ونیول شي او د مطالعې ذوق هم پرمختګ وکړي.

فکر مو وي چې پورته ټاکنې مو د اسلامي او اصلاحي اوقعاتو پر بنا وي، چې د اخلاقو او کړنو په مثبتوالي کې مرستندویه وي، نه داچې خدای مکړه په اخلاقو مو منفي تاثیر وکړي او په عقایدو او ثقافتي ژوند مو اغېزه وکړي. له داسې عشق او عاشقۍ او د درواغو د محبت او الفت په نوم عبث ناولونه، افسانې او فحش ادبیاتو او بې مانا سیاسي کتابونو له لوستلو ځان وساتئ. پدې سره موږ له حقیقي نړۍ څخه وځو او د بې ځایه خیال پلو خوبونه راباندې ګوري، بزدله کوي مو، په کلتور او ایمان مو چاپه اچوي او شخصیت مو خرابوي.

دا خبره صحیح ده، چې دې سره زموږ ژبه درسته کېږي، نوي نوي الفاظ زده کوو، مګر لوی زیان مو دادی، چې ایمان او شخصیت ته مو صدمه رسوي، د بدکارۍ او بې حیایې وصیله کېږي، ذهن مو محدودوي او غلطو لارو ته مو سوق کوي.

ښه به دا وي، چې د مطالعې لپاره په لمړي سر کې که د نبي کریم( ص) د سیرت او د اصحابو کرامو(رض) د ژوند کتابونه مطالعه کړو نو دا به ډېرګټور تمام شي، پدې سره به مو له یو پلوه د مطالعې سره مینه او علاقه زیاته شي او له بله پلوه به د خپل دین او د اسلامي ژونده خبر شو.

 په مطالعه روږدي کېدو او دلچسپي ښوولو لپاره ضروري ده، چې هره ورځ د قرآن کریم یو څه اندازه تلاوت وشي، پدې سره به لږ تر لږه مو زړونو ته سکون هم راشي او د مطالعې ذوق به مو هم پرمختګ وکړي.

 د کتاب د مطالعې لپاره پکار ده، چې ښه او ګټور کتابونه وټاکل شي، ځکه چې ښه کتاب لوستل انسان مهذب او شایسته کوي، په شخصیت یې مثبت تاثیر اچوي او وقار ورته بخښي.

په ابتدا کې مطالعې لپاره یو لارښود ته ضرورت وي که هغه یو استاد وي یا کوم دوست او ملګری، ترڅو د معیاري کتابونو په اړه موږ ته لارښوونه وکړي، چې کوم کتابونه اول ولولو او بیا کوم کتابونه ولولو، کوم کتابونه موږ ته ګټور دي او کوم موږ ته بې ګټې دي.

ډېر خلک داسې وي، چې په درون کې یې د مطالعې ښه شوق او ذوق وي، خو د ښه لارښود په نه موندلو سره  ښه کتاب نه شي ټاکلی نو په قرار قرار یې دغه جذبه او ذوق د مطالعې سره کمېږي او بلاخره د مطالعې سره بای کاټ کوي. نو ددې لپاره، چې علاقه مو تامینه شي، باید د لارښود سره مشوره وکړو.

او تر ټولو اړینه خبره داده، چې دا ضروري نه ده، چې تل په مطالعه کې غرق وئ، بلکه د مطالعې سره سره د کړې مطالعې حاصل کتل هم ضروري دی. د حاصل مطالعه مانا داده، چې وګوره چې څومره مطالعه تا کړې د هغې په اړه ستا په مالوماتو کې څومره زیاتوالی راغلې او له دې څخه په ورځني ژوند کې څومره ګټه اخستلای شې. که د مطالعې سره د مطالعې حاصل ونه کتل شي نو بیا مطالعه بې ګټې او بې مانا ثابتېږي.

داسې نه شي چې وایي:

والله باالله که خو ملاشې

په کتاب پروت یې یادوې شنکي خالونه

یادونه! کله چې مطالعه کوئ ښه خبره داده، چې کوم ځای چې غواړئ مطالعه یې کړئ او یا خاص ځای وي نو په نښه یې کړئ، ترڅو په راتلونکي کې درته یې موندل آسانه وي. د سختو، د خوښې او مهمو ځایونو او واقعاتو یاد داشت اخستل اړین دي.

او دغه مکالمې او جملې باید څو څو ځلي له ځان سره تکرار کړو. دا کار دا ګټه لري، چې موږ سره به د نایابه الفاظو او جملو یوه ذخیره موجوده وي. د مطالعې په جریان کې د لغات په مانا پوهېدل ضروري دي، ځکه د لغات د مانا په مټ موږ د مفهوم عمق ته رسېږو. درست تلفظ او درسته املا انشاء هم په خپل ځای اړینه ده.

د هېواد او نړۍ د ورځني جریاناتو، علمي او ساینسي تجربو او سیاسي حالاتو نه د خبرېدو په خاطر د ورځپاڼو او مجلو لوستل هم ضروري دي او په اوسني وخت کې دا کار یو لوی ضرورت بلل شوی.

 د مطالعې لپاره بله اړینه خبره داده، چې موږ باید د مطالعې لپاره یو ټاکلی وخت او تقسیم اوقات ولرو. په داسې وخت کې مطالعه ونه کړو چې زموږ ذهن مصروف وي. داسې ځای کې مطالعه ونه شي چېرته چې شور او غالمغال وي. د توجو خلل اچوونکي شیان باید له شاوخوا څخه لرې کړو او د پوره چمتوالي سره مطالعې ته کینو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply