نړۍ سره که سیالي کوو نو…

لیکنه: محمدشفیق شرفزی 

572
د افغانستان نوم څخه هدف محض د زمکې یوه ټوټه نه ده، بلکه د یو داسې قیادت او ریاست نوم دی، چې د اسلامي اصولو په رڼا کې یو سیاسي، ټولنیز،  تعلیمي او مسؤل نظام ترې تشکیل شوی، او د یو  فلاحي ریاست نمونه بللی شي او باید په خورا تدبر د انساني ژوند مسائلو ته ممکنه حل لارې وړاندې کړي. خو له بده مرغه افغانستان ته په تېرو څو لسیزو کې افغانانو کوم د یادولو وړ معیاري کار نه دی کړی.  په انساني نسل کې چې څومره تغیرات او انقلابونه رامنځ ته شوي تر شا یې د هماغه وخت د افرادو د فکر محصول کيدی شي. نورو قومونو د خپل نوي نسل د راتلونکې هیلو پوره کولو لپاره په خپله ځانته لاره ټاکلې خپل علمي قابلیت او صلاحیت د پرمختګ لپاره یې له وړوکتوبه کار کړی چې اوس ترې هررنګه استفاده کولی شي.
زموږ نوی نسل هم باید لکه د نورو د بریالیو ځوانانو په څېر وځلېږي. هر وخت د یورنګه ذهني حالت د پاتې کیدو پرځای حالاتو ته په کتو د خپلو وړتیاو کیفیت،  انداز او فکر تغیرول غواړي. نو ددې لپاره له خپل دماغ څخه د بېهوده او بې مانا خیالاتو ترک کول پکار دي. بې مقصده هیلو په دریاب کې ډوب ځوانان د خپل ذهني رویي او نظر بدلولو ته ضرورت دی. د علم او زده کړې له موجودیته پرته ادراک د تعمیر پر ځای تخریب لور ته ځي. فلهذا، د ټولو بدبختیو محوه کول یواځې په تعلیم سره کېدی شي.
تاسې اروپایي او نورو پرمختللي هېوادونه وګورئ هغوی د فزیکي او فکري پرمختګ سره سره ټولنیز پرمختګ ته هم ځانګړې توجو کړې ده. د هرې زمانې او وخت د پرمختګ خپل انداز او طریقه وي په اوسني وخت کې چې د ساینس او ټکنالوژۍ زمانه ده او رنګارنګ کشفیات پکې کېږي او نړۍ له همدې طریقه یو له بل سره رقابت کې ده، نو پدې علمي انقلاب کې زموږ د نوي نسل کردار او مسؤلیت څه دی؟
وختونه تېرېږي خو موږ د غفلت له خوبه نه پاڅو، او په حرکت نه راځو. یو وخت و، چې نړۍ د هر اصول او مخکښتوب لپاره زموږ مشرانو ته سترګې په لار وه، خو اوس زموږ په نړېوال سټېج کې کوم کردار نه تر سترګو کېږي. ملتونه او قومونه د خپلو نسلونو د علم او پوهې پختګي او تربیت په داسې انداز سره کوي، چې د نورو د سیالۍ جوګه وي.  د قابلیت په اعتبار زموږ او دهغوی پر ماشومانو کې واضح فرق لیدل کېږي.  هغوی د خپل نوي کهول د روزنې لپاره پر سهولتونو پوره پانګونه کړې.
زموږ په ټولنه کې له لمړي سټېج څخه هاخوا د دماغي قوت او صلاحیت د پرمختګ لپاره زده کړه شجر ممنوعه بلل شوې، چې نتیجه یې د ابادۍ او برمختګ لپاره زیاته برخه د تقدیر فیصله بولو او موږ مازې د مشقت او مزدورۍ برخه یو او د کوم تغیر صلاحیت نه لرو!
نوی نسل مو د اروپا او امریکا د هوسا ژوند کولو خوبونه ویني، خو د موډرنېزم په فکر کې یې خپل اصل فرسوده کړی. د دوی توجو مازې د عصريتوب ازاد خیال ژوند پورې ده، خو د پایلو څخه یې خبر نه دي.
موږ ته د علم، فن، هنر، ریسرچ د ټکنالوجۍ او پرمختګ آداب او لارو چارو او د هغوی د پرمختګ اساس او اصول خپلول پکار دي تر څو د نړۍ رُخ ځانته واړوو.
ای ځوانانو!
تاسې د نړۍ ځوانانو ته وګورئ، چې د علم پر مټ یې مریخ او سپوږمۍ کې څېړنې پېل کړي هغوی اوس لګیادي د نوې نړۍ خیال ویني هغوی د اسمان په طرف بره روان دي هره ورځ نوي ابتکارات کوي په مستقبل کې د مصنوعي ذکاوت او روباټیک ټکنالوجۍ پر مټ د ژوند اکثره شعیبې او کاروبار مخ ته وړي. ویل کېږي، چې جاپان مریخ ته په لفټ (برقي زینه) جوړولو کار پېل کړی، چې تر دوه زره پنځوسم کال پورې به بشپړ شي پدې سره به خلک مریخ ته په لفټ کې پورته کېږي. زما خو یې ذهن نه مني! خو علم دومره پرمختګ کړی، چې هېڅ شک پکې نشته. دا تولې لاسته راوړنې د تعلیم برکت دی.  نړۍ لګیاده هوټلونه، ورکشاپونه کارخانې، تعلیمي شعبې او حتا روباټیک پوځ په شان کارونه د مصنوعي ذکاوت پرمټ مخته وړي. خو موږ د نر او ښځو په تعلیم پورې نښتي یو! نو ددې لپاره د تعلیم سره زموږ دلچسپي نه لرل او هغوی سره لاعلمي او د افغانستان په څېر د زخایرو مالامال هېواد د زخایرو څخه زموږ د نوي نسل په روزنه کې کمی ددې ټولو پرمتخګونو لوی خنډ دی.
د ټکنالوجۍ او سافټ وېر انجینرۍ په برخه کې د ځوانانو پرمختګونه که څه هم د مشاهدې وړ دي خو دا بسنه نه کوي. د پرمختګ په نتیجه کې پېدا کېدونکي چلنجونو سره مقابله کول او هغې ته د حللاره پېدا کول د نورې نړۍ هم عصره نسل سره اوږه په اوږه تلل پکار دي. د نوي نسل راتلونکي مارکېټ او انډسټریل غوښتنو مطابق عیارول پکار دي او ددې لپاره پر وخت پلان جوړونه ضروري شرط دی.
د انسان منصفانه فطرت هم بیدون د کوم سببه د چا پر سر د حکمرانۍ او مشرولۍ تاج نه ږدي، خپله خپل ځان ددې وړ ګرځول پکار دي، چې د نظام عالم بوج جګ کړای شو او لکه معیوب د بل پر اوږو بار نه شو.
نړۍ لپاره طب او طبابت، ساینس او ټکنالوژي، تعلیم او تربیت قانون او نظام، حکمراني او امور یې، سیاست او مشرولي، ثقافت او صحافت جوړولو لپاره انسان ته پکار ده، چې د زمکې پر مخ یو منصفانه او ترقي پسند نظام د رامنځته کولو کوښښ وکړي.
عروج  له یو اړخیز پرمختګ څخه په لاس نه راځي. وطن جوړوونکو ته پکار ده، چې تل د ژوند د هرې شعبې د ښه جوړولو لپاره د ښه معمار په لټه کې وي او د وخت او نړۍ د پرمختګونو سره ځان او ټولنه عیاره وساتي.  موږ ته پکار ده چې د اسلامي اصولو په نظر کې نیولو سره خپل روایات او د ژوند فلسفه قایمه او د مثبت بدلون لپاره خپلې هڅې جاري وساتو. لدې وروسته د تفکر او تحقیق په سمندر کې لامبو ووهو، چې بیا د ممکنه ستونزو لپاره د حللارې په آسانۍ سره پېدا کولی شو،  او په نتیجه کې به یې د خوښۍ، نېکبختۍ او پایداره پرمختګ د دوامداره سفر اغاز وشي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.