ډاکټر غني ته بیا چانس ورکړئ

0 511

محمدبشیر یوسفزوی/

 

موږ ټول شاهدان یوو، چې ولسمشر غني په سختو کلونو کې واک ترلاسه کړ، داسې کلونه چې له یوې خوا زموږ هیوادوال نهیلۍ او وېرې په  مخه کړي وو، له بلې خوا بهرنیو عسکرو غوټې تړلې وې او د وتلو په حال کې وو او تر ټولو بده لا دا چې زموږ بدمرغه ګاونډیانو او د دولت وسله والو مخالفینو د هیواد د تباهۍ او بربادۍ خوبونه لیدل او فکر یې کاوه چې د دوی وخت را رسېدلی دی او په اسانۍ سرلای شي چې نظام ړنګ، حکومت نسکور او واک ترلاسه کړي، مګر ښاغلي غني د دوی دغه بدرنګه خوبونه له خاورو سره خاورې کړل.

ډاكټر غني موږد ګاونډيو له جنجال څخه وژغورلو او که دا ځل بیا هم راشي، نو باور دی چې د افغانستان د اوبو په مهارولو او د قوي مرکزي دولت په جوړولو سره به زموږ ګاونډیان همغسې نهیلي کړي، لکه څنګه چې په ۲۰۱۴ کال کې زموږ خلک نهیلي وو.

ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې خلکو په ځانګړي ډول افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مالکیت حس ورکړ. د دوی د تمویل او تجهیز لپاره یې ارزښتناکې هڅې وکړې او له همدې امله دښمن له دوی څخه تل په وېره کې دی او د جنګ په ډګر کې نشي ور مخامخېدلی.

ښاغلي غني له نړۍ سره د افغانستان سړې شوې اړیکې له سره ورغاولې، د دوی د همکاریو ژمنتیاوې یې واخیستې، دوه اړخیز تفاهم لیکونه یې لاسلیک کړل. سوداګرۍ ته یې رونق ورکړ، داخلي عاید او تولیدات دواړه زیات شول، ځکه د غني حکومت دې برخې ته زیاته پاملرنه وکړه.

د اداري فساد پر ضد مبارزه یې چې په  همغو سختو کلونو کې را پیل کړه، ژر یې رنګ راوړ، ځکه د فساد کچه په فوق العاده توګه راټیټه شوه، په فساد ککړ لوړپوړي چارواکي وزیران او جنرالان زندانونو ته واستول شول، د غاصبانو لاس له غصب لنډ شول، زورواکان له خپله زوره او خرمستیو ولوېدل، ځکه چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسمشر غني په لارښوونه د هغوی پر وړاندې غوڅ اقدامات وکړل.

د کانکور پروسه ډېره شفافه شوه، د خلکو رضایت زیات شو، ولس په حکومتولۍ کې خپل رنګ ولیده، ځکه چې ارګ په واقعي مانا د ولس په کور بدل شو او هره میاشت زرګونه هیوادوال له بېلابېلو سیمو ، ولایتونو او اقشارو څخه راځي او خپلې غوښتنې په ډېر وضاحت او جرئت له ولسمشر غني سره شریکوي.

په دولتي ادارو کې اساسي بدلون راغی، هغوی چې څوکۍ یې ځانونو ته انحصار او میراثي کړې و، دغه انحصار مات شو، د هیواد ځوان، بې وسیلې او بې واسطې کدرونه په خپله وړتیا او مهارت مهمو څوکیو ته ورسېدل او لا هم په دې برخه کې اصلاحات او تحولات ادامه لري.

لنډه دا چې ولسمشر غني د وطن او ولس په خیر ډېر ګټور کارونه را پیل کړي او ترسره کړي دي، د همدې لپاره لا هم اړتیا ده چې ښاغلی غني یو ځل بیا راشي او واک ترلاسه کړي، تر څو هیواد له اوسنیو ستونزو څخه په امان کړي او په پنځو کالو کې داسې اساسي کارونه وکړي چې له برکته یې پنځوس یا سل کاله افغانستان پر ځان بسیا وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply