!غازي امان الله د پرمختګونو پاچا

پوهنوال ببرک میاخیل

0 326

کله چې موږ د ازادۍ نوم اخلو نو سمدستي مو دیو چا نوم د ذهن د کتاب په پاڼو کې را اوړي او انځور مو یې مخې ته ودریږي، هغه څوک چې د ملت لپاره یې په سترو کارنامو سترګې نه شي پټیدای او هغه د رحمان بابا خبره :
چې منکر پرې اعتراض کولی نه شي
دا شعر دی ای رحمانه که اعجاز .
د معجز پاچا شا امان الله کارنامې ددې ملت لپاره خورا بېسارې دي ،سره له دې چې ځینې یې اوس هم په نیت شک لري او کله کله خپل احساس هم نه شي پټولی ، دوی البته دهغې کړۍ یوه برخه ده چې دنورو په لمسه یې هغه مهال په شا امان الله غازي پسې پیڅې را بډ وهلې او هغه يې په بیلابیلو نومونو تورن کړ .زموږ دوخت څپو اخیستی قوم لا له هماغه مهاله ددغو بدرنګو تقدیرونو پوری وړی دی ، هغوی چې نه يې دسپیڅلي رب پیغام ، نه اند کړ ، نه یې ژوند کړ ، نه یې سر کړ، نه یې خوند کړ ، یواځې یې منتر دکوزې او مسلې کړ . هغوی دپرمختګونو دشا ، دپیل کړي یون پر وړاندې ودریدل ، او ددغه کولتوري او فرهنګي حرکت پروړاندې یې دمذهب په نوم دپردیو دخواهشاتو یوه نامقدسه جګړه پېل کړه .
په داسې حال کې چې د سیمې معتبرو دیني پوهانو امیر امان الله د خپلواکۍ اخیستو له امله ستایه، ((‎د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته د ډېرو هنديانو، په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول د هندوستان د مسلمانانو، امیدونه اميرامان الله خان ته ول. هغو ی تمه درلوده چې دغه افغان باچا به دوی هم د انګرېزانو له استعمار څخه خلاص کړي. ‎په هندوستان کې د مشهورې مدرسې دارالعلوم دیوبند، عالمانو په خپلو لیکنو او ويناوو کي دده ستاينه کوله او د اسلام ساتونکي يې باله د ، اعظمي ))
د غازي شا د قوم بدمرغي په دې کې وه او ده چې تل دنورو لپاره د خپلو پروړاندې دریدلي، هغه به د ستر خوشحال له دې اقوالو څومره خبر و چې : اوښ له بار سره ورغلی په کاله دی : په ولجه داوښ دغاړې دجرس دي .
د خوشحال په مخکې دخپل قوم د اسلافو کارنامې او کله کله د هغوی ناغیړۍ پرتې وې نو ځکه یې پورته وینا تلقین کړه که څه هم ښه او بد یې دواړه یادوي : د شیرشا او د بهلول خبرې اورم :
چې په هند کې پښتانه وو پاچا هان:
یا هغه پښتانه نور وو دا څه نور دي: یا دخدای دی دا هغسې شان فرمان
توفیق داتفاق پښتانه مومي: زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان .
دا ډول دعا تر خوشحال وړاندې د پښتنو یو مشر نیکه بيټ بابا هم کړې وه :
لویه خدایه! لویه خدایه!، دا وګړي ډیر کړې خدایه : د رحمت شا سایل خبره چې، که دعا د بیټ نیکه شوله قبوله : خو پښتون چې څومره ډیر شو هومره هیر شو .
غازي شا چې د ملت دښیرازۍ فکر ورسره و ، دزده کړو په ګاڼه یې سنبال غوښته هغه چې د ۱۳۰۰ ل کال دمیزان پر یوولسمه يې په یو عام محضر کې وینا کوله ، په ډیر تاسف سره وویل چې ( یو شمیر دوستان وايي چې خپل اولادونه دزده کړو لپاره بهر ته نه لیږي، دا حال ما ژړوي که علم حاصل نه کړو او له نوې ټکنالوژۍ او ساینس څخه ګټه وانخلو ، موږ مسلمانان به دکفارو په غلامۍ کې ایسار پاتې شو .) غازي شا انګیرله چې ګواکې په زده کړو د ملت سنبالښت کوم اروپايي تقلید نه دی بلکې دا یې د اسلام د سپیڅلي پیغمبر حضرت محمد ص ، د دې قول په مصداق کوله چې ، ( زده کړه که په چین کې هم وي ویې کړئ ) تر امیر امان الله وړاندې یې پلار حبیب الله خان او نیکه عبدالرحمان خان هم دښوونې او روزنې په برخه کې څه نا څه قدمونه او چت کړي وو خو ده ځان تر هغو یو قدم وړاندې ګڼه چې په خبره یې همدا یې خوشبختي ده .
غازي شا په کور دننه د زده کړو دبهیر په پیلامه کې پر ۱۲۹۹ کال شا اوخوا ۴۰ ښوونځي او مدرسې په مرکز او یو شمیر ولایتونو کې جوړ کړل.
د زده کړو په موخه یې بهر ته دځوانانو استولو لړۍ پیل کړه ، دخپل ورور او زوی په ګډون یې لومړی پلا اوه ځوانان بهر ته واستول ، هغوی یې په تندیو ښکل او بیا یې مخاطب کړل :
نن چې تاسې رخصتوم ، زه پریشانه یم خو چاره نشته ، ځکه موږ ژمنه کړې وطن به جوړوو . تاسې په متعال خدای سپارم ، له خدایه غواړم چې دعلم او کمال په ډکو منګولو راستانه شئ ! که زه ژوندی وم تاسې راغواړم ، چې یو یو را ته ووایئ څه مو را وړي او که مړ وم ، بیا مې مقبرې ته راشئ ، څه مو چې زده کړي وو په لوړ غږ یې را ته ووایئ چې په قبر کې مې روح ارام شي . بهر ته دځوانانو دتګ لړۍ ته یې دوام ورکړ ، اروپا او هند ته یې شا او خوا درې سوه ځوانان له یادو هیوادونو سره د ځینو ځانګړو هوکړه لیکونو په لاسلیک کولو ور ولیږل .
د هوکړه لیک لومړی توکی دا وو چې، زده کوونکي به په بهر کې د افغانستان او شا امان الله عزت او ابرو ساتي . همدارنګه په شرایطو کې دا هم ذکر وو چې افغاني محصلینو ته به دپنځه وخته نمانځه اجازه ورکول کیږي . که نصراني شاګردانو ته په ټولګیو کې انجیل لوستل کیږي، نو افغان زده کوونکو ته به خپلو کوټو ته دتګ اجازه ورکول کیږي چې هغوی هلته دقران کریم تلاوت وکړي.
د خوړو او درملو په خوراک کې باید تحقیق وشي چې حرام او نشه یي توکي په زده کوونکو ونه خوړل شي . افغاني شاګردان نه شي کولی چې دساز سرود او نڅاوو په محفلونو کې ګډون وکړي ، که چیرې کوم افغان زده کوونکي شراب وڅښل یا یې داسلام خلاف عمل وکړ یا یې دافغانستان سیاسي مخالفت وکړ، قانوني جزا به ورکول کیږي او بیرته به هیواد ته را لیږل کیږي ، دوی به دخپلې خوښې مسلک لولي او ددوې دڅارنې او نظارت لپاره یې څو مشران هم ولیږل .
امان الله دین ته معتقد انسان و (( ډاکتر داوود اعظمي په خپله یوه لیکنه کې کاږي چې ډېر کلونه مخکې یې له انګریزانو څخه د هندوستان د ازادۍ د یوه مخکښ مبارز او پېښور مېشت دیني عالم، مولانا عبدالرحیم پوپلزي (۱۸۹۰-۱۹۴۴)، په یاداشتونو کې د حج يوه خاطره لوستې وه..
نوموړي ليکلي چې کله هغه په ۱۹۳۴م زېږدیزکال کې سعودي عربستان ته د حج لپاره ولاړ نو په مدینه منوره کې یې یو سړی ولیده چې د مسجد نبوي فرش یې د اسلام پیغمبر ته د مینې او درناوي په لړ کې د سر په وېښتانو په داسي حال کي جارو کوه چي له سترګو یې اوښکې بهېدې،
مولانا پوپلزي لیکلي چې د دې حیرانوونکې صحنې په لیدو یې پوښتنه وکړه چې دا سړی څوک دی؟
ده ته وویل شول چې دا د افغانستان پخوانی باچا امان الله دی.
مولانا پوپلزی زیاتوي چې په افغانستان کې خلکو امان الله له دې کبله له هېواده وایستی چې ګواکي دی له اسلام څخه اوښتی دی، خو دده په وينا ما دلته په دې حالت کې ولیده..

که پورته ټکو ته پام وکړو نو جوتیږي چې غازي شا له وطن او خپلو خلکو سره پر لیونۍ مینې سر بیره، داسلام مبارک دین پر ارشاداتو کلک ولاړ وو، پر نورو د دا ډول شرایطومنل د غازي دافغاني او اسلامي غرور استازولي کوي. له دې نه موږ ته دا هم جوتیږي چې هغه مهال په بهر کې زموږ وقار او عزت په کوم سټیج کې و، هغه مهال موږ د یو سوالګر هیواد په توګه په نړۍ کې مطرح نه وو ، دمیړانې درسونه مو ډیرو لوستي وو، او د اسیا په ستر پیکر کې ورته دداسې یو هیواد د نقشې انځور په مخکې پروت وو چې تاریخ ورته ویل چې : دلته مکناټن په هماغه تفانچه وژل شوی چې دوه ورځې دمخه ، دغازي امان الله یوه غور نیکه وزیر محمد اکبر خان ته هماغه ورکړې وه . دهغوی پروړاندې دا تاریخ هم په زرینو کرښو کې پروت دی چې دمکناټن تر وژل کیدو وروسته ، چې بریډن نیم ژواندی په تیښته بریالی شو دپنځلسه زره انګریزي پوځ تر مرګ ژوبلې وروسته چې دګوتو په شمار لس ګونه انګریزې ښځې او سړي غازي محمد اکبر خان د، غازي محمد شا خان دلغمان دالینګار په بادې اباده کې د عقل تمامې په کلا کې بندیان کړل ، افغانانو له هغوی سره له کوم ډول چلند نه کار واخیست ،دهغه مهال بندۍ انګریزه لیډي سیل لیکي چې له دوی سره یې دمیلمنو په توګه چلند کاوه ، ماذیګر مهال به یې دالینګار سیند غاړې ته په چکر ویستل . پر دې هیواد تر انګریزي تاړاک وروسته وروسانو هم یرغل وکړ، خو نه به انګریز او نه وروسی او نه هم تر دوی وړاندې، او وروسته راغلي دا ثابته کړي چې افغانانوددوی ناموس ته په بده سترګه کتلي یا یې ددوی ماشوم یا میرمنه تښتولي ، ددوی له جنګي اسیرانو سره یې انساني چارچلند کړی دی .
په تاریخ کې له ډیرو لوړې ژورو سره مخ شوي یو،  د دې ملت میړانې دهر ښکرور ښکرونه مات کړي دي خو ددې کار نامو یواځې یادول هم زموږ مشکل نه شي حلولی چې دا وایو: میرویس خان وزیږوه ، پاچا خان وزیږه … موږ باید پر دې خپله ډیره انرژي مصرف نه کړو چې پردیوپر موږ څه وکړل موږ یې پر وړاندې څه وکړل دا هر څه تاریخ ثبت کړی دي او یا یې ثبتوی خو فکر باید پر دې را ټول کړو چې موږپه خپله له خپل قوم سره څه کړي او څه ور سره کوو، یوه پيړۍ وړاندې چې مو د ښوونځي بنسټ کیښودل کیدو نو هم دې قوم او ولس یې مخالفت کاوه ، نن هم په ټول هیواد کې سلګونه ښوونځي دځوان نسل پرمخ بند دي . په تیره یوه پیړۍ کې ددې قوم په برخلیک او تقدیر کوم بدلون را غلی دی؟ د شاعر وینا ده چې ماڼو ګان یې خرڅوي په نهنګانو : دبې نوحه بیړۍ څه سپیره لنګر دی .
اوس موږ ته څه پکار دي؟ ایا پر همدې بسنه چې غازي موږ ته ازادي اخیستې وه ، نور دې موږ اوس هم د علم او پرمختګ دوښمنان یو ! خپل ورورو دې اوس هم دوښمن ګڼو! د خپل حالت د تغیر هیڅ فکر دې را سره نه وي .
په دې زموږ مسولیت نه رفعه کیږي ، د خدای وعده ده چې (د یو قوم حالت تر هغې نه بدلوم چې دخپل حالت دبدلولو کوښښ ونه کړي) داد ساینس او ټکنالوژۍ پيړۍ ده ، که ایمل خان، احمد شا او فرید خان غواړو په ټکنالوژۍ او پوهه سنبال فرید خان او ایمل خان ته اړتیا ده، راځئ چې نور دخیالۍ شاعرۍ او رومانیت نه را ووځو ، دا دور له موږ نه علم او پوهه غواړي، ساینس او ټکنالوژي رانه غواړي .
ځوان نسل م باید له تاریخ زده کړه وکړي ، دنن ورځې بهترینه ټکنالوژي زموږ په لاس کې ده ، لوړ تخنیک خو څومره معقوله استفاده ؟ دا هرڅه د دې پر ځای چې سم یې وکاروو، د نورو د تخریب لپاره ترې کار اخلو ، که همدا ټکنالوژي چې زموږ په لاس کې د دورځني ژوند دغوښتنو په پام کې نیولو اودخپل مسلک په رڼا کې سمه وکاروو ، لږ تر لږه به خپل ځوان نسل ته د لارښوونې پیلوزی په لاس ورکړو. نو په داسې یو حرکت سره کولی شو چې د ستر غازي امان ارمان هم پوره کړو چې که مړ وم ، بیا مې مقبرې ته راشئ ، څه مو چې زده کړي وو په لوړ غږ یې را ته ووایئ چې په قبر کې مې روح ارام شي .
د یو هوسا ارام، او پرمختللي افغانستان په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply