پر ټولټاکنو د ولسمشر ټینګار او علتونه یې / بصیر عاصم

0 703
که له یوې خوا د سولې هڅو په افغانستان کې د سولې هیلي را وټوکولې له بلي خوا یي هغه وخت یو لړ اندېښنې را پارولې چې د بندو دروازو تر شا پر یوه داسي جوړجاړي د هو کړي اوازې  خپرېدلې چې امریکا طالبانو ته د افغانستان اوسنی نظام او ولسواکي د سولې تر نامه لاندي  قرباني کول غواړي . که څه هم د امریکايي مرکچیانو او طالب استازو د خبرو جزیات رسنیز شوي نه دي خو  ولسمشر په وار وار د ولمسشرۍ پر ټولټاکنو کېدلو  او د سولې اختیار د افغانستان د حکومت مربوط بلل همدا ګنګوسې سمي ثابتوي.
ولسمشر دا درک کړې ده چې که د سولې اختیارات د افغان حکومت سره نه وي همغه تاریخ به تکرار شي چې د واکه د ډاکټر نجیب الله په ګوښه کولو او موقت حکومت په جوړولو کې د امریکا په مشرۍ غربي اتحاد د افغانستان سوله مشروطول.خو لکه څنګه چې وختونه جدا دي شرایطو هم بدلون کړی دی او ولسمشر غني هم غواړي چې شراطو ته په کتو افغانستان د سولې څښتن کړي خو پوښتنه داده چې ولسمشر څه غواړي او ولي یي د امریکا د هیلي پر خلاف پر ولسمشریزو ټولټاکنو ټینګار کوي؟
 څو علتونه لري.
①له ولسمشریزو ټولټاکنو وروسته که څه هم  ډېر رایه ورکوونکي هم ونه لري  له امریکایانو د موقت حکومت جوړولو موقع او په حکومت یا نظام کې د طالبانو د مستقیم ادغام مخه نیسي ځکه یو ولسواک نظام یوې ډلي ته را پرزول به ټول نړیوال حقوقي او د ولسواکي ارزښتونه بې حیثیته او بې اهمیته کړي حال داچې امریکا په هیڅ صورت داسي کول نه غواړي کله چې په نړیوال سټیج تل د ولسواکۍ په پلوۍ او اهمیت غږیږي او کلک ملاتړ یې کوي ان د ځینو مستبدو رژیمونو لکه په سوریه کې د اسد او لیببا کې د قذافي پر ضد یې مستقیمه نظامي مداخله وکړه.
②ولسمشر غني نه غواړي په دومره لوړ قیمت د پاکستان د سولي تر وخت تیردونکي درمل وپلوري  چې د افغانستان د زرګونو سرتیرو قربانۍ او ملي ارزښتونه پکښي د درمان پر ځای په ناسور بدل کړي، ولسمشر سوله غواړي داسي سوله چې افغانستان د پاره یو مثبت پرمختګ او لاسته راوړنه وي نه د لاسه ورکول.
③داچې ټولټاکني نه دي شوي او د اوسني حکومت موده هم پای ته رسېدلې ده امریکا ته ددې زمینه مساعدوي چې موقت حکومت  را مینځ ته کړي یا طالبان چې د پاکستاني جنرالانو له خوا به رهبري کیږي په نظام کې مدغم او تحمیل کړي ځکه په ولسواکه توګه د طالبانو ادغام په نظام کې ځکه ناممکن دی چې نه په افغانانو کې هغومره نفوذ لري نه محبوبیت  .
④د افغانستان دحکومت سره د طالبانو سوله باید د افغانستان د منتخب او ولسواک  نظام سره د یوې جنګي ډلي په حیث  وي ، نه د یو مساوي او موازي نظام په شکل.
⑤ولسمشر غني پوهیږي چې امریکایان نه افغانستان پر ډاک پرېښودلاي شي نه د افغانستان څخه خپل مالي او نظامي ملاتړ قطع کولای شي ، امریکان ډېره ښه پوهیږي چې د افغانستان د پوځ قربانۍ دي چې نړۍ د ترهګرو له شره په امن ده ، همدې ټکي ته ولسمشر غني ډېر ښه متوجه دی او پوهیږي که مقامت وکړي دا لوبه د افغانستان په ګټه پای ته رسولای شي ځکه یې سخت موقف غوره کړی دی.
اوس په دې حساس وخت کې مهمه داده چې ولس د ولسمشر تر څنګ ودریږي او ملا يي وتړي تر څو د شاتو په نوم ولس له هغو زهرو وژغوري چې درې لسیزې پرې وڅیښل شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply