د سولې دښمن د خدای او ولس دښمن دی

0 1,240

 

مطیع الله سحر-

سوله د خدای امر او د ولس لویه غوښتنه ده، له همدې امله د سولې منکر او د ښولې دښمن د خدای او ولس دښمن دی. هغوی چې تشدد ته لمن وهي، هغوی چې خلک افراطیت او زورازمایۍ ته لمسوي، هغوی چې د خبرې او مذاکرې پرځای پر شخړې او وسلې ټینګار کوي. هغوی چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د نورو ژوند ته تهدید پېښوي، همدا د سولې دښمنان دي. د دوی پر وړاندې ودرېدل او جنګېدل جهاد دی، ځکه چې دوی هم د خدای له امر څخه سرغړوي، هم د ولس ارادې او غوښتنې ته درناوی نه لري او هم د نورو ژوند له تهدید او خطر سره مخ کوي.

ځینې ډلې او اشخاص بیا په خوله د سولې نارې وهي، مګر په حقیقت کې همدوی د سولې اصلي دښمنان دي، دوی غواړي چې په دې ډول ولس تېرباسي او په پټه د سولې خلاف اعمال ترسره کوي. دا ډول افراد او اشخاص د پردیو د لاس الې دي او د هغوی په لمسون وطن ویجاړوي. امن او نظم خرابوي او نه غواړي چې هیواد او هیوادوال مو په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.

د سولې په برخه کې دې د ولسمشر غني د برنامو ملاتړ وشي، ځکه چې هم د ولس په خیر دي او هم د وطن په خیر دي. نوموړی داسې سوله غواړي چې د ټولو ژوند او عزت په کې خوندي وي. جنګ پایته ورسېږي. د پردیو د لاسوهنو مخه ونیول شي. افغانان ځانونه او خپلې شتمنۍ مصونې وګڼي. هیڅوک په هیچا غرض ونه لري، ټول قوانینو ته تابع وي او د حکومت اوامر په ورین تندي ومني. یو بل وزغمي، د اعتماد او همکارۍ روحیه غښتلې شي. د مینې او صمیمت فضا رامنځته او په همدغه فضا کې ټول اقشار، ډلې او ټپلې د هیواد د ابادۍ لپاره په یو جهت او ګډ حرکت وکړي.

سوله باید د خبرو له لارې راشي نه د وينې تويدو له لارې. سوله باید د مقام او امتیاز ترلاسه کولو وسیله نه وي، بلکې سوله باید د هیواد د ابادۍ او د هیوادوالو د ارامۍ او سوکالۍ وسیله شي. جنګي او جنګ پلوه ډلې دې پوه شي چې په جنګ کې دوی ته هېڅ هم په لاس نه ورځي او که چېرته کوم څه په لاس ورتلی په دا دومره کلونو کې به په لاس ورغلي وای. کوم څه چې لاس ته ورځي هغه یوازې د دوی مشرانو ته په لاس ورځي دوی خو یوازې د خپل مرګ لپاره جنګېږي او بس.

 

د سولې لپاره دغسې ژمنه او اراده پکار ده لکه ښاغلی غني یې چې لري. هغه بار بار ویلي دي چې د سولې لپاره له هر څه تېر یم، ان سر مې دې له سولې قربان وي.مونږه سوله غواړو همغه سوله چې ولسمشر غني یې د دې هیواد د عزت او حیثیت لپاره اړینه بولي. موږ داسې سوله غواړو چې جنګ پایته ورسوي، نه داسې سوله چې جنګ یو بل پړاو ته داخل کړي. موږ تلپاتې سوله غواړو، ځکه نور له جنګه ستړي یوو. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply