اغږلي شوي هیلې / فاروق فردا

0 905

… او دې ته څوک د انتظار تریخو شېبو کې په دعا ولاړ وو؟
چی اوس د ښار ړانده یوه لاس کښې امسا بل کې د ځان پسې لاټین څکاوي.
او تتو سېورو سره ،
په لویو لارو کې د ګورو سرابونو پسې
په تیندکونو کې له وېرې کاروانونو نه ګینګړي تښتوي.
دکَلو تږي،
د سمندر له جل وهلي مرۍ،
دسوال اوبه سړَپَوي
او ورسره پر مات غرور لا خپل پېڅول لمدوي.
ښار مو دخیال د وږمو څنډ کې طهارت نیولی،
او د لمرونو بدرګې د پاره،
د وچو ونو د بنجقو ایرې شوي وږمې ځانته کاږي.
ما هم غوږونه ور څک کړي دي چې،
پر مخ دونو د بادونو د ګامونو ښکالو تېره نه شي.
د چا خبره مې په یاده ده چې،
د سیند څپې به ټولوي په شنه حجاب کې د ساحل پر شونډو
د خیال د پېغلې پر شنې غاړې د مچکو پړقا.
د سیند پر تږو شونډو ،
ساړه سیځلی موزیک بیا خپرېږي،
د ونو، بوټو غوږ کې ،
سوکه سوکه تړمه غوغا به یو ځل بیا جوړېږي .
زه مې د کسو له هیندارې ګورم،
چې زما پر شوبړو بڼو ،
راخپرې شوي د بهاند سیند جادوګرې نغمې،
او د خیالونو پر وزرونو اوس دستورو او سیند ،
د طلایي وَږو قودې قودې خندا آلوزي.
له هرې لورې څخه،
مبارکۍ آورمه،
او بیا انګېرمه چې،
اوس به مې ورغړي دخپل د نظر،
په دالانه کې زما د زړه له بلۍ .
ته مې د سترګو د نظر په شپول کې وټوکېږې،
او له هیبته سره شې،
پر اننګیو دې د ستورو او دسیند او اوبو،
سپرغي څپولي وکړي،
د دواړو غوني زیږ شي.
ته د بڼو پر ستن وتار د ګرېوانه ريښکې به بیا وګنډې.
خو زه د مني د سپېدارې ستړي سېوري په شان ورپېږم،
… و وبېرېږم،
چې بیا زما له لاسه،
په شنه پالېز کې رسېدلي خټکي په شان غړه که نه شې،
زما د نظر پر هوسناکې چاړه غوڅه نه شې.
د پام په لپو ټولوم له اننګو دې دحیا د سپرغو نوي ټوکيدلي نښې،
ستا دبې واره، وار خطا نظر دمستو سرابونو د اوبو پر لمن،
دلمر د وړانګو سره آغږم زما وستا دماتو زړونو هیلي.
ګڼه چې داځل به د تن دپستو عطرو قناویز باندې ته ،
زما د زړه د کروندې شپول کې تازه ګلونه وزېږوې.
د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۶مه
مسکو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply