ښاغلی غني ولې وړ او مناسب دی؟

0 1,004

اېمل پیاوړی-

ښاغلی غني د هیواد اوسنیو ستونزو او شرایطو ته په کتو تر ټولو وړ او مناسب شخص دی، ځکه چې له یوې خوا یې پوهه د دې جوګه ده چې ورباندې اعتماد وشي، له بلې خوا بریالۍ نړیواله تجربه لري، د دې ترڅنګ یې شخصیت، سیاسي تقوا، قاطعیت او جرئت هم د دې تقاضا کوي چې په اوسنیو ستونزمنو شیبو کې باید هغه یو ځل بیا د ولسمشرۍ واګې د ولس په ملاتړ او اراده ترلاسه کړي.

له ناکامه دولتو څخه بریالي دولتونه جوړولوکتاب که له یوې خوا ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی  په ۲۰۰۹ کال د نړۍ په سلو مفکرینو کې حساب کړ، نو بل لورته یې د دنیا فکري چوکاټ هم  بدل کړ، ځکه په عمومي توګه د دولت جوړونې په اړه داسې کتاب یا لیکنه نشته چې د نوموړي د لیکنو یادونه نه وي په کې او یا له دې فکر څخه متاثره شوې نه وي. همدارنګه د نړۍ په مهمو ورځپاڼو کې د نوموړي ګڼې لیکنې راغلي، د ترکیې او سوریې په اړه د نوموړي خپرې شوې لیکنې یې ښې بېلګې دي، چې بیا یې چوکاټ بدل کړ. “

ډاکټر غني  ته د نړۍ په ګڼو هېوادونو او بین المللي موسساتو کې کاري زمینې موجودې دي، بیا بیا بلنې ورته راغلي او غوښتل شوی دی، خو هغه ځان په خپل هېواد کې ارام احساسوي او وایي، ” له ۲۰۰۵ کال وروسته چې د پوهنتون ریاست مې پرېښود، نو د نړۍ زښتو زیاتو هېوادونو راته مراجعه کړې ده. نیپال، کوزوو، لبنان، نړیوال بانک، ملګرو ملتو . هغه وایي، عموماً زه خپل بین المللي کار د ټلیفون او ویډیو له لارې کوم، ځکه له افغانستان نه لیرې کېدل او تګ راتګ راته بوج دی. داسې اونۍ نه وي چې یو یا دوه دعوته رانشي، مګر که دا ومنم بیا په ولایتونو باندې نه شم ګرځېدی او د دې ځای کار نه شي کېدای.  له نېکه مرغه انټرنیت له یوې خوا  د د وامدارو څېړنو زمینه برابره کړې او له بلې خوا که نیټ نه وای دا تېرو ۱۱ کلونو کې هم دلته اوسېدل او هم له نړۍ سره د څېړنو دوام ساتل به ډېر سخت وو. “

د دې ټولو ترڅنګ ډاکټر غني داسې کورنۍ ته منسوب دی چې نیکونه یې نه یوازې په هیواد مئین بلکې په هیواد کې مطرح خلک وو او له دې امله هغه د افغانستان له حالاتو  او شرایطو سره بلد سړی دی او عمیق شناخت او معرفت لري. فرقه مشر احمدعلي خان لودین د محمد اشرف غني مورنی نیکه وو. له فرقه مشرۍ وروسته په المان کې د افغانستان سفیر بیا نایب الحکومه د شمال او د محمدهاشم خان په وخت کې د ترکستان نایب الحکومه شو. د هغه نیکه سردار محمد رفیق خان د امیر شېرعلي خان صدراعظم وو چې وروسته بیا محمداعظم خان په یوه ورېښمینه رسۍ وواژه. د عبدالغني خان پلار کندل خان عبدالرحمن خان اول د احمدزیو خان کړ، بیا یې د هزاره جات  اعلی حکمران مقرر کړ او په اخر کې یې وواژه.

د ډاکټر غني نیکونو د افغانستان په تېرو نظامونونو  او پاچاهیو کې لوړ مقامونه او منصبونه لرل. پلرنی نیکه یې  عبدالغني خان د امان الله خان په وخت کې برید جنرال وو. د نادرخان په وخت کې تورن جنرال شو.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply