غني ته رایه، د افغانستان راتلونکي ته رایه

0 923

اېمل پیاوړی/

 

افغانستان ډېرې بدې ورځې وګاللې او په ډېرو ستونزو کې ښکېل دی، نو په همدې خاطر باید ولس  د هېواد اوسنيو ستونزو ته په پام سره د داسې يو چا ته تر شا ودرېږي او د باور رایې ورکړي چې هغوى د افغانستان لپاره طرحه، منطم پلان او داسې ستراتيژي لري چې تر ډېره د ولس اوسمهالو ستونزو ته ځواب ويونكې وي. د ولس ستونزې هوارې كړي. معامله ګر او د مافيا غړى نه وي. ډارن، محافظه کار او معامله ګر نه وي. په دغو معیارونو یوازې او یوازې اوسنی برحال ولسمشر محمداشرف غني برابر دی، ځکه چې په تېرو پنځو کالو کې یې چې ستونزمن کلونه و، خپل ځان ښه ثابت کړ.

ولس نور له  ستونزو، بحرانونو او جنګونو تر پوزې رسېدلی دی، نو په همدې خاطر دوی د هغه چا ملاتړ کوي چې هیواد له اوسني وضعیت څخه وباسي. داسې یو څوک انتخابوي چې په تېرو كورنيو جګړو كې ښكېل نه وي پاتې شوې. سياسي تقوا او پرهېزګاري ولري. په اداري فساد ككړ نه وي. ډارن او متزلزل نه وي.قاطع او غوڅ دريځ ولري. په ولس او هېواد معامله ونه كړي. ملي او نړۍ واله ښه شهرت ولري. داسې يو څوك چې هېواد او هېوادوال د ترهګرو او نړۍ والو څواكونو له ړندو بمباريو خوندي كړي. هېوادوال له لوږې، فقر او بې كاري وژغوري. په هېواد كې د وروڼو قومونو تر منځ ملي انډول برابر كړي. په هېواد كې د ښوونې او روزنې كيفيت سم كړي. ګاونډيو هېوادونو ته خپلې پولې او بريدونه ور وښيي. په هېواد كې د ګاونډيو كلتوري يرغل مخه ونيسي. د اهل كار خلك په دندو وګماري  او داسې نور هغه ګټور كارونه او پلانونه ترسره كړي چې هېواد او هېوادوال له اوسمهالي ناورين څخه خوندي كړي.

 

دغو پورتنيو معيارونو ته په پام سره په اوسنيو كانديدانو كې د دې وړ تر ډېره پورې ښاغلى ډاكټر اشرف غني برېښي چې په هر لحاظ عالي شخصيت او وړتياوې لري.خو بيا هم هر څوك په خپله خوښه د كانديد د انتخاب حق لري نو زه هم دغه حق ته د درناوي له امله په چا دا ټنيګار نه كوم چې دې ته رايه وركړئ او دې ته يې مه وركوئ .زه يواځې دا يوه خبره كوم چې خپلو اوسنيو ستونزو ته پام وكړئ او بيا ورته همغسې يو مناسب كس انتخاب كړئ.

په دې كې شك نشته چې د دې له ځانه بې خبره ولس په سر همدا اوس د مشرانو، وكيلانو، واليانو او نورو ګڼو كسانو له لوري سودا روانه ده او په يوډول د دوى رايې پلورل شوې دي خو زه وايم چې رايې له ولس سره دي او ولس ته ښايي چې د چا په خوښه او ناخوښۀ پسې ونه ګرځي خپل ايماني او وجداني رسالت ترسره كړي داسې يو ولسمشر وټاكي چې د دوى ستونزې هوارې كړي او كه خداى مه كړه د دوى رايه داسې چاته استعمال شوه چې واكمني يې له درغلي، فساد، بډو، ناامنيو، ناانډوليو ډكه وي نو په خداى باور وكړئ چې هغوى به د هغې ادارې په ټولو جرمونو او جنايتونو كې ورسره شريكان وي چې ترسره كوي يې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply