په کاري ډله کې مسؤليت رواجول

0 539

ژباړه: عبدالواحد سهاک

(د PMNetwork د می ۲۰۱۹ ګڼې څخه ژباړل شوی دی)

پدې نږدې وختونو کې چې ما په يوه کنفرانس کې وينا کوله، له وينا وروسته يو ګډونوال راغی او راڅخه يې وپوښتل، چې ستاسې ټول تخنيکونه ښه دي، خو زه د مسلکي ژوند يو ريښتونی ستونزه لرم. زه له يوې ډلې خلکو سره له اوو کلونو راهيسې کار کوم، د دوی له ما سره کار کول خوښيږي. خو ځينې وخت زه ډير ښه يم. ډيره حوصله کوم. خلک په کار کې پاتې راځي او زه حوصله کوم. زه خلکو پسې ډير وخت ځغلم تر څو خپل کار وکړي. زه له خلکو سره له سختو خبرو ويريږم، غواړم هغوی ځان ځوابده احساس کړي. اوس نه پوهيږم ځان څرنګه بدل کړم، هغوی ما له ډيرې مودې راهيسې پيژني.

هغه يوازې نه دی، د پروژې ډير مديران خپلې کاري ډلې کار خرابيدو ته پریږدي، د هغوی لخوا د خوښولو پر بيه ښه کار قربانوي. زموږ څيړنې ښيي، چې په دريو کې دوه مديران غواړي چې کاري ډله يې خوښه کړي، نسبت دې ته چې نتايج لاسته راوړي.

يو ځل چې مو دا شهرت ترلاسه کړ چې تاسې له نرمۍ کار اخلئ، بيا بيرته پر لار برابريدل سختيږي. ښه خبره داده چې يو ځل مو اړتيا احساس کړه، بيا کولای شئ له سره يې پيل کړئ. موږ دلته له داسې پنځو ګامونو يادونه کوو، چې ستاسې مشري به بدله او په کاري ډله کې به مو حسابدهي رواج کړي، پداسې صورت کې چې دا کار مو پخوا نه وي کړی.

۱. مسؤليت يې واخلئ

د مسولیت پر اخیستلو یې پیل وکړئ، خپل ټیم ته وواییپه حقیقت کې، کله چی د حساب ورکونی خبره راځي، ما تر ټولو ښه دنده نده تر سره کړی، مګر  سره له نننه يې بايد بدله کړو، زه تاسې ته مسؤله يم، موږ يو بل ته مسؤل يو، او موږ ټول مشتري ته مسؤل يو.”

۲بریالیتوب تعریف کړئ

د حساب ورکولو کلمه کیدای شی چې ستاسو د ټیم لپاره ویره لرونکی وي، په ځانګړی ډول که پخوا مو پدې اړه څه نه وي ويلي يا مو تمرين کړي نه وينو د خپلو تمو په اړه مشخص واوسئد سپارل شوو چارو ضرب الاجل څومره جدي دی، او که کله د سپارل شوو چارو ضرب الاجل خطا وځي، نو څرنګه به وړاندې ځو؟ د ټیم افهام تفهیم او پوښتنو ته د ځواب ورکولو هيلې څه دي؟ ایا ټیم به په غونډو کې د ګډون او ورته د چمتوالي په اړه خپل نورمونه تنظیم کړي؟ ورته وواياست چې لدې وروسته به برياليتوب څرنګه تعريفیږي او کاري ډلې غړي به يو بل ته خپل مسؤليتونه او ژمنی څرنګه پالي.

۳خپله کاري ډله د مسؤليت او محاسبې بحثونو لپاره وروزئ

د پروژی مدیران یوازی هغه څوک نه دي چې خلک راچپه کوي: دا يوه ډله ييزه لوبه ده. په خپله کاري ډله کې د محاسبې او مسؤليت ښه بحث رامنځ ته کولو لپاره د الهام بښلو يا INSPIRE له موډل څخه کار واخلئ:

الف: پيل (Initiate): د خبرو اترو لپاره يو مناسب چاپيریال رامنځ‌ ته کړئ، وواياستزه واقعا د دی پروژې او ستاسو بریاليتوب غواړم، او ما په دی وروستیو کی یو څه ستونزمن لیدلي ديایا د يو څو دقيقو خبرو لپاره وخت لرئ؟

ب: پاملرنه (Notice): تر پوښتنې لاندې سلوک وپوښتئ. لکه ووایاست، ما لیدلي چې له ای ټی سره ستاسو خبرو اترې ډیرې لانجمن شوي دي.

ج: ملاتړ (Support): له اړتیا سره سم مشخص شواهد وړاندی کړئلکه  له ای ټی سره ستاسې د دوو اخيري غونډو په پای کې، ستاسې غږ ډير لوړ شوی وو، او چيغې مو وهلی.

د: څيړنه (Probe): وپوښتئ چې څه روان دي؟” یا ورته پوښتنی وکړئ، تر څو مقابل لوری په بحث کې داخل شيبی طرفه ځان پوهوونکی ژبه وکاروئ تر څو مقابل لوری وغواړي له تاسې سره معلومات شريک کړي، او له پوښتنی څخه وروسته بل شخص ته د خبرو کولو فرصت ورکړئ.

ه: بلنه (Invite): پوښتنه وکړئ چی څرنګه هغوی کولی شی وضعیت حل کړی.

و: ارزونه (Review): ډاډ تر لاسه کړئ چی تاسو د شخص پر ژمنه پوهیدلی یاستيا ورڅخه وغواړئ چې تکرار يې کړي.

ز: پلی کول (Enforce). تعقیبی ناسته تنظیم کړئ تر څو پوه شئ ژمنی عملي شوي دي او که نهلکه زه له ای ټی سره ستاسو راتلونکی غونډی وروسته وګورم چې څنګه پرمخ ولاړه.

۴هر بریاليتوب ولمانځئ

تاسې به هر لمانځلی او هڅول کيدونکی شی ډير ترلاسه کړئ. د مسؤليت اعمالو په لټه کې اوسئ، په ځانګړي ډول کله چې ستاسې د کاري ډلې تاسې مسؤل ګڼي. غونډه ودروئ، هغه کس ته مبارکي ووایاست چی تاسې یا ټیم يې مسؤل وګاڼه او حساب يې وغوښت، ويې هڅوئ چې دوام ورکړيبیا غونډې ته دوام ورکړئ.

۵د محاسبې په اړه محاسبه تمرین کړئ

دا د نوی چلند د غښتلتيا لپاره یو پیاوړی فرصت دیکله چی یوه ډله محاسبه او مسؤلیت نه تمرينوي، سمدلاسه يې ورته پام راواړوئتاسو شاید ووایاست موږ به په یوه دقیقه کی د پروژی مهال ویش ته بیرته راستانه شو، خو لومړی بايد پوه شو چې څه پيښ شوي دي. متوجه شوم چی ما له ژمنی سره سم اړونده معلومات له ځان سره دي راوړي، او هیچا هم هیڅ ونه ویلڅه خبره ده؟ تاسې الهامی ماډل کاروئ چې هیچا تاسې ته د مسؤليت احساس در نه کړ.

په کاري ډله کې د مسؤليت رواجولو لپاره هیڅکله ناوخته نه دی. کله چی مسولیت په غاړه اخلئ، توقعات مو له سره تنظیم کړئ، خپل ټیم مو چمتو کړئ چی د حساب ورکول تمرین کړي او څرنګه چې په شريکه نوی چلند کاروئ، ويې لمانځئ، تاسې په زړه پورې نتايجو لپاره يو غښتلی بنسټ رامنځ ته کوئ.

متووکړي تر څو د پروژو ۱۵۳ د پالنې او نوي کولو پاتې چارو ته د پلان او هغې ته رسيدو لپاره له ما سره مرسته وکړي.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply