ښاغلی غني په څه ځان بختور بولي؟

0 672

محمدبشیر یوسفزوی

ښاغلی غني چې د غازي امان الله خان غوندې د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لېونۍ مینه لري، مګر په دې تر امان الله خان ځان بختور ګڼي چې یو هوښیار ولس یې ترڅنګ دی. د ده په وینا: ” که څه هم د شاه امان الله خان په دوره کې د ټولنې سیاسي مشارکت په دې اندازه نه وو چې د اصلاحاتو بهیر په بریالیتوب ترسره شي، خوشبختانه نن زموږ د خلکو سیاسي پوهه او ونډه اخیستل په پام وړ توګه زیاته شوې او موږ هیله من یوو زموږ ننني تصممیونه داسې وي چې هر وخت زموږ راتلونکي نسلونه وغواړي وې ارزوي چې موږ د تاریخ له ازمون څخه راوتلي یوو، زموږ ازموینه د افغانستان تاریخ د هغه نیمګړي څپرکي بله برخه ونه ګڼي. زموږ ټولو رسالت د داسې بنسټونو ایجاد دی چې په راتلونکي کې د اسلام د مبین دین او د اساسي قانون د لارښوونو په اساس چې مطلقاً اسلامي دی قوي او ولسواک نظام او په دوامداره توګه پویا اقتصاد ولرو. “

د غازي امان الله خان په وخت کې انګرېزانو او د افغانستان دښمنانو د دولت او ملت ترمنځ واټن ایجاد کړ، هره ورځ یې پوچ او بې مانا تبلیغات کول او په دې ډول یې د دولت او ملت ترمنځ واټن زیات کړ او بیا یې د څو لاسپوڅو او ملانمایانو په لمسون ولس را وپاراوه او همغه وو چې واک د سقاو زوی ونیوه او د غازي امان الله خان حکومت نه یوازې وپاشل شو، بلکې د ده د اصلاحاتو لړۍ هم ورسره وشلېده او له همغې ورځې چې د غازي امان الله خان فصل ناتمام پاتې، لا هم ناتمام دی، مګر ولسمشر غني یې د بشپړولو تکل کړی او تر ډېره یې بشپړ کړی هم دی. د پاتې برخو د بشپړولو هڅې هم روانې دي.

ښاغلی غني وایي: ”موږ ټول د الهي لایزال په لارښوونو روان یوو او افغانستان به په الهي غوښتنه تلپاتې وي او دا زموږ مسوولیت دی چې له دې تاریخي ازمون څخه داسې بهر شو چې نور افغانستان تل زیانمنونکی هیواد نه وي. دا یو همګاني مسوولیت دی او هر افغان په هغه کې سهیم دی. سیاستمدار، نظامي، عالم دین، قومي مشر، ځوان، هنرمند، ښځه، بې وزله او نور له وطنه بهر افغانان حتی هغوی چې په ښو شرایطو او پرمختللو هیوادونو کې ژوند کوي، زړونه یې د دې هیواد په یاد تپېږي او زه له هغوی  ټولو غواړم چې د دې هیواد په اتحاد، انسجام او پرمختګ کې ونډه واخلي. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان یې باید پالنه وکړي.“

د نوموړي په وینا افغانستان افغانانو ته د هیچا هدیه نه ده، د پېړیو په ځانګړي ډول دوه وروستیو پېړیو او زموږ برحقه جهادونو کې د افغانانو د دوامدارو قربانیو پایله ده، پر موږ ده چې خپل دا تاریخي میراث خوندي کړو  او د خپلو خلکو د دوامدارې هوساینې، ثبات او امنیت زمینه برابره کړو.  ښاغلي غني په افغانانو کې د وطن پالنې او مالکیت روحیه وروزله او غواړي چې په دې ډول هغوی د هیواد په ابادۍ کې ملي مشارکت ته وهڅوي او په دې ډول ټول د هیواد لپاره لاس پکار شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply