د خاوند دا نښې بې‌پروا مه ګڼئ

0 1,210

د خيانت ځينې ښکاره نښانې لکه د زمري او هوسۍ د دوښمني په څېر واضح وي، په دې ځای کې څو هغو ته اشاره کوو چې په خاوند پورې تړلې دي، خو که مو خاوند لاندې يوه لومړۍ نښه لرله مهمه نه ده چې جدي يې وبولئ، مګر که چېرته زياتې خامۍ پکې وليدل شوې ضرور يې مخه ونيسئ، هسې نه په بېلتون مو بدلې شي.
پټ کارونه؛
ځينې له خپل موبايل سره ډېر حساس وي او همېشه يې سخت پاسوورډ «کوډ» ور اچولی وي، که زنګ ورته راشي ستاسې په موجوديت کې يې نه اخلي او که ورسره خبرې کوي غږ يې ډېر ورو وي يا شماره دويم کس«خپلې مېرمنې» ته نه ښکاره وي. له ډېرو ښځو سره يې خاوندان دا ډول کار کوي چې دوی يې په سترګو ويني، ځکه په دې غږ نه‌شې ورته کولای چې هغه ځواب نه ورکوي او دې خبره ته يې چندانې اهميت نه ورکوي.
له مور سره چلند؛
که چېرته يوه نارينه «خاوند» له مور سره خبرې کوز او پاس کولې او تل يې دروغ ورته ويل يا يې پوچې خبرې ورته کولې هرومرو له مېرمنې سره هم بد چلند کوي، ځينې نارينه «خاوندان» چې خپلې مور ته درناوی نه لري په تېره بیا ښځه داسې څيز ګڼي چې هسې په کور کې ورته ګرځي او نور هيڅ ارزښت نه لري.
خودخواهي؛
هغه کسان چې يوازې د ځان په اړه او نفسي غوښتنو کې ډوب ممکن هرې ناروا ته اسانه لاس واچوي؛ نو دوی بيا په زړه کې رحم او زړه‌سوی نه لري کېدای شي دا رنګ عادتونه ښځه«مېرمن» يو مخلوق نه، بلکې يو څيز «اله» وګڼي ثابته شوې چې دغه رنګ خيانت په کم عمره کسانو کې ليدل کېږي.
بې‌مينې‌توب «سوړ مزاجه»
د خيانتګر مېړه يوه لويه نښه دا هم وي چې له مېرمنې سره يې جنسي اړيکه يوازې پر فزيکي اشباع او « ځانې لذت» ولاړه وي، ځکه د هغې اروايي اړخ ته هيڅ ارزښت هم نه ورکوي چې هغه هم ترې خوند واخلي مثلاً داسې څه نه ورته وايي چې هغه پرې خوښه او ډاډه شي يانې؛ «له تا سره مينه لرم يوازې ته يې چې په دې نړۍ کې سکون را کوې…» يايې نه ښکلوي؛ نو له دې څرګندېږي چې واقعي مينه نه ورکوي، خو دلته يوې بلې خبرې ته هم توجه په کار ده چې ځينې نارينه «خاوندان» په لمس کولو، ښکلولو، په غېږ کې نيولو… باندې مينه ښکاره کوي، خو په عين حال کې ډېر پرېشانه، او قهرجن «مضطرب» وي په دې وخت کې بايد پوښتنه ترې وشي چې اوس ولې د پخوا په څېر زياته مينه نه کوي؟ ناروغ يې؟ که زما مينه بل چاته ورکوې…؟
۵. خلاف کارې ته مخه کول
که چېرته نارينه «خاوند» نیشې کولې يا يې قمار واهه؛ نو «مېرمن» دې په دې پوهه شي چې د خيانت وروستي حد ته رسېدلی يانې« لاس ترې مېنځئ»
۶. ډېر «انتقادونه» کول
دا شی تر ډېره کورنی ژوند ړنګوي او مېرمنې بايد په دې وپوهېږي چې د هغې په حقونو هم اسانه تېری کوي، يانې تر ډېره د ښځې «مېرمن» په مثبتو عادتونو او کارونو نيوکه کوي تر دې اندازې چې هغه په خپل جسم او قوارې لا شکمنه کړي، يا يې د هغې په يوه کار تر حد زياتې خبرې شروع کړې وي « ګرېز او جنجال يې وي» دا هم يو بېلوونکی او مالوم خيانت دی.
يادونه؛ هرومرو په ګډ ژوند کې د نارينه يا ښځې له خوا څه نا څه خيانتونه د ځينو علتونو يا عادتونو له وجهې رامنځ ته کېږي، که چېرته دواړه په حقوقي او مسووليتي لحاظ يو بل وپېژني، کورنی همېشنی ژوند درک کړي، ممکن د هر خيانت مخه اسانه ونيسي، مګر لویه ستونزه دا ده چې په هر څه بې‌تفاوته پاتې نه‌شي، ځکه د دې سبب ګرځي چې په راتلونکي کې «ښځه/خاوند» تر داسې حده ورسېږي چې کورنی ژوند يې تريخ او په پای کې سره بېل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply