موقت حکومت کله رامنځته کېږي؟

0 689

حزب الله اتل-

موقت حکومت، انتقالي حکومت یا [1]provisional government هغه حکومتي سیستم ته ویل کېږي، چې په اضطراري شرایطو یا د حکومت تر پاشل کېدو یا هم د سیاسي خلا د رامنځته کېدو پر مهال په موقت ډول جوړېږي. په لومړي ځل په ۱۸۱۴ کال کې د موقت دولت عنوان د شارل تالیران له لوري په فرانسه کې وکارول شو.

موقت حکومتونه په روسیه کې د روسیې تر انقلاب وروسته په ۱۹۱۷، په ایران کې د ۱۳۵۷ کال تر انقلاب وروسته، په اندونیزیا کې د کارګرو تر ټولیز اعتصاب وروسته په ۱۹۹۰ لسیزه کې او په افغانستان کې په لومړي ځل د طالبانو تر سقوط وروسته تجربه شوي دي.

موقتو یا لنډمهاله حکومتونو په ځینو هېوادونو کې ښه نتیجه ورکړې، خو په ځینو نورو کې د بې‌ثباتۍ او بحران لامل شوي، چې په هره زماني مقطع کې د هماغه هېواد د موجوده شرایطو په چوکاټ کې یې د کامیابۍ او ناکامۍ تحلیل کېدای شي.

له سیاسي بې ثباتۍ او بحران څخه د وتو لپاره موقت حکومت رامنځته کېږي، خو د بحران د ژورتیا او بې‌ثباتۍ د زیاتېدا لامل ډېری وخت پخپله همدغه موقت حکومتونه وي.

په دې لیکنه کې د موقت حکومت پر حقوقي اړخ نه، بلکې د موقت حکومت د راتلو، واکمنېدو او ترې په وروسته پاتې شرایطو بحث کېږي. د موقت حکومت د بحث له راپورته کېدو سره په رسنیو کې د هغه په حقوقي اړخ او مشروعیت کافي بحثونه شوي دي.

موقت حکومتونه تر ډېره په یوه هېواد کې تر کورنیو جنګونو او بهرنیو یرغلونو وروسته د یوه انتخابي حکومت رامنځته کېدو لپاره د شرایطو برابرولو په موخه ټاکل کېږي. افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر سقوط وروسته عین تجربه وکړه.

موقت حکومت تر هغو یوازې واک ساتي چې د ټاکنو یا بل قانوني میکانېزم له لارې نوی حکومت راشي او نوی حکومت بیا د خپلو صلاحیتونو اعمال بېرته د پخواني حکومت په توګه له درېدلي حالت څخه په حرکت راولي. یعنې موقت حکومت یو په ټپه ولاړ حالت هم دی.

د یوسي شاین او خوان جین لینز په باور، موقت حکومتونه یا دولتونه په څلورو ډلو وېشل کېدای شي:

۱ـ موقت انقلابي دولتونه: کله چې پخوانی رژیم وپرځول شي، واک هغه ډله او کسان په لاس کې اخلي چې پخوانی رژیم یې راپرځولی وي.

۲ـ واک شریکوونکي موقت دولتونه: د پخواني رژیم او هغو کسانو او ډلو ترمنځ وېشل کېږي چې د واک لپاره یې پخوانی رژیم راپرځولی وي.

۳ـ فعلي موقت دولتونه: چې په هغه کې واک په انتقالي ډول له پخواني رژیم سره وي، خو [د منل شوي میکانېزم له لارې] به یې راتلونکي ځایناستي ته پرېږدي.

۴ـ نړیوال موقت دولتونه: چې په انتقالي دوره کې واک له نړیوالې ټولنې سره وي.

د تاریخي تجربو او مخینې پر اساس، موقت دولتونه یا حکومتونه تر ډېره د انتقالي عدالت د پلي کولو لپاره رامنځته کېږي، انتقالي عدالت بیا په راتلونکي حکومت کې د واک مسؤولیت اخیستو لپاره تګلاره او شرایط وضع کوي او لکه د افغانستان په څېر په موقت حکومت کې د واک ترلاسه کولو غوښتنه ډېره مطرح نه وي. د انګلستان انقلاب موقت حکومت او په ۱۶۴۱ـ ۱۶۴۹ په ایرلنډ کې موقت حکومت د واک د واقعي او قانوني اصولو راګرځولو لپاره وټاکل شول، نه د واک وېشلو یا نیولو لپاره.

په ماډرنه نړۍ کې، د حکومتونو جوړېدل له وړاندې د ټاکل شویو میکانېزمونو پر اساس ترسره کېږي. ټاکنې د ډیموکراتیکو طریقو یوه هغه یې ده، چې د حکومتونو د جوړېدو لپاره یې د ترسره کېدو بهیر د هېوادونو په اساسي قوانینو کې ذکر شوي وي.

په افغانستان کې موقت حکومت ولې مردود دی؟

د موقت حکومت تشکیل او د رامنځته کېدو شرایطو ته په کتو په افغانستان کې موقت حکومت ځکه مردود دی، چې موږ له هغو شرایطو تېر شوي یوو او که حاکم حکومت کمزوري هم ولري، خو د واک د سیاسي خلا مخنیوی یې کړی، د موقت حکومت شرایط یې لغوه کړي او د راتلونکي زعامت د ټاکلو لپاره یې د یوه قانوني سیستم عملي کولو ته زمینه برابره کړې ده.

هغسې چې پورته تشریح شوه، موقت حکومت له حاکم بې ثباته او بحراني حالت څخه د وتو او بشپړ سیاسي ثبات ته د رسېدو لپاره رامنځته کېږي. خو د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې موقت حکومت نیم ځواکه سیاسي ثبات هم بشپړې بې‌ثباتۍ ته رسوي او په همدې دلیل هم مردود دی.

موقت حکومت انارشۍ ته لار هواروي. د بحران د له منځه وړو او د ډیموکراسۍ د غښتلي کولو لپاره په یو شمېر هېوادونو کې د موقت حکومت جوړولو تجربې ښیي، چې په ځینو هېوادونو کې پخپله موقت حکومتونه د سیاسي وضعیت د خرابېدو لامل شوي دي. په ځانګړي ډول د واک د انتقال لپاره موقت حکومتونه د جنجالونو او سیاسي بې‌ثباتۍ اصلي زمینه ساز دي.

د موقت حکومت د رامنځته کېدو شرایط په هر هېواد کې توپیر لري، نو ځکه په هماغه مقطع کې باید مطالعه شي، خو د سیاسي قشر له لوري د واک ترلاسه کولو لپاره د موقت حکومت د پایلو تاریخچه خورا خطرناکه ده او د افغانستان په څېر د درېیمې نړۍ هېوادونو کې خو ان د نظام په پاشلو هم تمامېدای شی.

د طالبانو تر سقوط وروسته په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه جسیکا پیمبو استدلال کوي: افغانستان د موقت حکومت تر جوړېدو وروسته هغسې چې اړتیا وه په سم ډول مرکزي واک رامنځته نشوای کړای، نو ځکه افغانستان بېرته بې‌ثباته شو. ددې ترڅنګ انتنیو دوني باوري دی چې په افغانستان کې د دولت مشروعیت ډېری وخت یوه جنجالي موضوع ده او موقت حکومت د واک سیاسي خلا ته لار هواروي.[2]

پر دې ټولو استدلالونو سربېره د موقت حکومت د رامنځته کېدو اصلي او قانوني مانع پخپله د افغانستان اساسي قانون دی چې د واک انتقال یوازې په ډیموکراتیکه طریقه یعنې ټاکنو ممکن بولي.

د افغانستان اساسي قانون په ۶۷ ماده کې یوازې په یوه مورد کې د موقت حکومت جوړېدو وړاندوینه کړې ده او هغه هم هغه مهال چې که ولسمشر استعفا ورکړي، عزل یا وفات شي یا هم په صعب العلاجه ناروغۍ اخته شي. په دې حالت کې د ولسمشر لومړی مرستیال د موقت ولسمشر په توګه صلاحیتونه او د ولسمشر د دندو مسوولیت پر غاړه اخلي. په دې حالت کې، په درېیو میاشتو کې د ولسمشر د ټاکل کېدو لپاره د اساسي قانون د ۶۱ مادې پر اساس ټاکنې کېږي. د موقت ولسمشر په توګه د ولسمشر لومړی مرستیال هم د خپل واک پر مهال یو سلسله قانوني محدودیتونه لري لکه، په اساسي قانون کې تعدیل نشي راوستی، وزیران نشي عزل کولی او په لویو پرېکړو کې به عمومي رایو ته مراجعه کوي.

له دې ټولې تاریخي او قانوني تشریح څخه استنباط دا دی، چې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه ځکه مردوده ده چې د یو شمېر سیاستوالو له لوري سلیقوي او شخصي ده. دغه سیاستوال چې د ټاکنو قانوني بهیر له لارې د واک ترلاسه کول ممکن نه بولي، نو د موقت حکومت د ماسټر ماینډ رول لوبوي او پټو هیئتونو یې طالبانو ته هم په خوله کې ورکېښودل چې له افغان حکومت سره د سولې بهیر د کامیابېدو چانس په موقت حکومت پسې غوټه کړي.[3]

 

[1] ـ wikipedia، provisional government

[2] ـ حکومت موقت: چالش‌ها و فرصت‌ها، فواد پویا، هشت صبح

[3] ـ د موقت حکومت غوښتونکو د مشروعیت مسئله، ایمل جلال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply