د هندي سېنما مشهور ستوری او دبنګ لړۍ وتلی اداکار سلمانخان چې له «بهارت» فلم وروسته یې د مینهوال لا ډېر شوي، غواړي خپل نوی فلم خپلو مینهوالو ته متفاوت وړاندې کړي.
هغه پر خپل انسټګرام لیکلي، د «دبنګ۳» په نوم نوی فلم به یې د هندي تر څنګ په کانادا، ټاميل او تېلوګو ژبو هم خپور شي او د دې ژبې مینهوال به یې په خپلو مورنیو ژبو هم وګوري.
د بالیووډ سېنما دې نوموتي ستوري د «دبنګ۳» فلم له لارښود یا ډاريکټر پرابودیوا سره یوځای پر خپل انسټګرام انځور خپور کړی او زیاته کړې یې ده چې دا فلم به د روان مېلادي کال د ډيسمبر میاشتې په شلمه نېټه نندارې ته وړاندې شي.
په دې فلم کې چې مرکزي رول خپل سلمانخان او د دبنګ فلمونو وتلې اداکاره سوناکشي سینها لوبوي، ځکه د فلم پروډیوسر یا تولیدونکی ارباز خان وايي، سوناکشي د دې فلمونو بریالۍ اداکاره ده.
خو په لومړي سر کې په پام کې نیول شوې وه چې په دې فلم کې د هندي سېنما بله وتلې اداکاره کاجل له سلمانخان سره رول ولوبوي، خو هغې دا وړاندیز رد کړ.
تر دې وړاندې ارباز خان ویلي وو، د زیات کاري فشار له کبله نهشي کولای د «دبنګ۳» فلم ډایريکټري وکړي، خو د سلطان فلم له خپرېدو وروسته هغه اوس زړه ښه کړی چې دا فلم به هم تولید کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320