لنډمهال حکومت که توطيه؟ / دين پال

0 582
۲۴/۸/۱۹
لنډمهال حکومت د حکومت بيړنۍ (اضطرارې) اداره ده چې په ځانګړيو شرايطو کې تشکيل کيږې.
لنډمهال حکومت د ديموکراتيک نظام کومه بڼه  نه ده دا ډول حکومت په ټوله کې د نسکور شوي حکومت څخه و نوي راتلونکي حکومت ته د واک د انتقال او ليږدولو دنده په غاړه لرې .چې ددي کار دپاره داسي ميکانيزم  او اصول را منځته کوي تر څو و ټاکنو او انتخابي حکومت ته ليار همواره کړې .
په بيلوبيلو نومونو ياديږې لکه :عبوري حکومت،انتقالي حکومت،موءقت حکومت.
که په يو هيواد کې دسياسي يا اقتصادي بحران  او يا د کوم بل سبب له کبله موجود حکومت  ړنګيږي نو په هغه صورت کې لنډمهال حکومت جوړيږي.
دسياسي اواقتصادي بحران په شتون کې لدي کبله چې حکومت په خپله دنده کې پاتي راځي او دخلکو غوښتنې نه شي تر سره کولای نو اولس پرحکومت فشار اچوي ترڅو له واکه ګوښه شي.چې داکار په ګاونديو هيوادونو کې ترسره شوی دئ.
اوياکه موجود حکومت يا نظام نسکوريږي اوپرځاي يي بل سياسي- اقتصادي او ټولنيز فورم رامنځته کيږي نو پدي صورت کې لنډمهال حکومت تشکيل کيږي.
د نمونې په ډول کله چې په ۱۹۴۶ کال په هندوستان کې برطانوي استعمار په ګوڼډو شو نو هلته لومړی لنډمهال حکومت جوړ شو، اوپه۱۹۱۷ کال کله چې تزاري حکومت نسکور شو او واک و بلشويکانو ته په لاس ورغئ نو هلته لومړی لنډمهال حکومت جوړشو.
او يا کله چې په افغانستان کې په ۱۹۹۲ کال موجود حکومت د توطيي او کودتا له کبله ړنګ شو نو يو لنډمهال حکومت د  صبغت الله مجددي په مشرۍ په پاکستان کې ډيزاين شو او يا هم کله چې د طالبانو واکمنې را نسکوره شوه نو په بن کې يو غير متجانس حکومت يا واکمنې طرح او عملې شوه.
په عراق او ليبيا کې په همدي توګه د حکومتونو د نسکوريدو وروسته لنډمهال حکومتونه جوړ شول.
په اوسني وخت کې له پورتنيو دريو شرايطو يو هم د لنډمهال حکومت د تشکيل دپاره مساعد او برابر نه دي.
سياسي، اقتصادي بحرانونه له څلويښتو کلونو راهيسي په  هيواد کې روان دي او لامل يي څلويښت کلنه تپل شوې جکړه ده.
 او پاتې شوه په هيوااد کې دسياسي نظام د بدلون او نسکورولو توطيه ، هغه دامريکاپه اصطلاح ” د رژيم تغير يا بدلون” لکه په عراق،ليبيا او افغانستان کې چې څه موده وړاندي قهرآ او جبرآ بدلون وموند. ياني چې په پټه کې خو به داسي توطيه روانه نه وې چې واک يوځل بيا و بل چاته ور سپارل کيدونکی وي. که داسي نه وي نو بيا ولي دا سياسي مفسدين دلنډ مهال حکومت ډنډورې خپروې.
دا د سولې او اولشمشريزو ټاکنو طرحه،پلمه او توطيه د اولس پشې په تېشه وهې ،ددوی داکار نه يوازي
 د سولې پروسه په شا تمبوې تر څنګ يي د حکومت موقف اورول په سوله کې کمزوری کوي.ځکه چې پياوړی او واکمن حکومت کولای شي چې د سولې په خبرو اترو کې د هيواد او اولس دپاره ښې لاسته راوړنې ولرې.
اوڅنګه چې سوله يوه ملې او اولسي پروسه او غوښتنه ده نو ددي کار دپاره يو اولسي ټاکل شوی حکومت اړين دئ .لنډمهال حکومت د اولس استازی او ټاکل شوی حکومت يا اداره نه ده.
سوله او اولسمشريزي ټاکنې دوه بيلې بيلې ملي او قانونمندې پروسې دې چې ديوبل بشپړونکې دې او ديوې هراړخيزې سولې او ديموکراتيکو ټاکنو دپاره ديوبل لازم اوملزوم ګڼل کيږې.
څنګه چې سوله  دوه اړخونه لري نو ښکا ره ده چې ځنې کورنۍ او نړيوالې پريکړې به  لاسليک کيږي، چې پدي صورت کې ښايي چې لنډ مهال حکومت ددي ډول کړنو دپاره کورنی او بين المللي هويت او صلاحيت ونه لري .
ځکه چې لنډمهال حکومت هم ودغو دواړو (ولسي او نړيوال ملاتړ او هويت) ته اړتيا لرې .يوازي دڅو په ګوتو شمار او محدودو سياسي مفسدينو خوښه اوغرض د هيواد او اولس په سرنوشت لوبې نشې کولای.
که لنډمهال حکومت داولس ملاتړ ونلري نو په هغه صورت کې به کنترول دلاسه ورکړي او ملي نافرماني او سرغړونې به په هيواد کې خپرې شې. چې داکار په نورو هيوادونو کې شوئ دئ .اوکه نړيوال ملاتړ او هويت ونلري نو دسولې ځنې هوکړې او پريکړې به هم عملې نشې چې دا به هم په خپل وار دنيمګړې  او بي ثباتې سولې سبب شې اوپايلې به يي داولس په ګټه نه بلکه په تاوان تمامې شې.
نو ځکه وننيو ټاکنو ته ليار همواره ول او ددغو اولسمشريزو ټاکنو په پايله کې دانتخابي حکومت ټاکل  به دمخالفينو(طالب) او دغه منتخب حکومت ترمينځ د سولې پرسر رغنده خبرو ته ليار پرانيزې چې پدي لړ خبرو او هڅو کې کيداي شي چې دهيواد او اولس دنيکمرغې دپاره دواړه خواوې د تحجر ،انجماد او ځان ځانۍ له فکر او غوښتنو څخه راووزي او ديوبل دمنلو او خپلولو ليار خپله کړي او د تفاهم مشترکه او ګډه نکته او ليار پيدا کړې.چې يوه خوښه(option)په واک کې د دواړو لوريو ګډون دئ.چې هېله لرو په پايله کې به د دي ربړيدلي اولس څلويښت کلنه غميزه پاي ته ورسوې.
نوټ:دسياسي مفسدينو توری ځکه کاروم چې مونږ  په رسنيو کې تل د اداري فساد په هکله اوريدلي دي. مګر هيڅکله د سياسي فساد او سياسي مفسدينو په هکله څه نه دي ويل شوي. که څه هم همداسياسي مفسدين په اداري فساد کې هم د زينې هغه جګه او لوړه پوړۍ ده.اوس چې خبره دسياسي فساد ده او دافساد يوازي او يوازي پدي سياسي مفسدينوپوري اړه پيداکوې، نو ښايي چې ددي نقاب پوښانو څهرې واولس ته ور څرګندې او بربنډې شې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply